تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت ابوبکر رضي الله عنه تواضع
 
  October 26, 2015
  0
ژباړه: شکرالله رسولي.

د صفة الصفوة کتاب مولف وایې چي د سیرت علماؤ ویلي دي: چي ابوبکر رضی الله عنه تر خلافت مخکي د خلګو څاروۍ لوشلې، کله چي د خلافت لوړ مقام ته ورسېدی یعني خلیفه سو، نو یوي وینځي وویل: چي اوس به ابوبکر موږ ته څاروې نه را لوشي، نو کله چي ابوبکر رضی الله عنه دا خبره واوریدل، نو وې ویل: هو زما دي قسم وي چي زه به خامخا تاسو ته ستاسو څاروۍ در لوشم ، او زه امید لرم چي زه به د هغو اخلاقو څخه چي ما مخکي لرل تغیر ونه کړم، نو حضرت ابوبکر رضی الله عنه به بیا هم دوی ته د دوی څاروۍ لوشلي.

سبحان الله دا زموږ د هغو خلیفګانو د تواضع یوه نمونه وه، چي پر نړۍ یې کامیابه حکومت هم کاوه خو بیا هم په هر حالت کښي یې تواضع او اخلاق له لاسه نه ورکول.(تعلیم الاسلام ویب پاڼه)


 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته