تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علم اړوند زرينی کرښی
  تعلیم الاسلا م ویب پاڼه
  December 12, 2020
  0


د علم اړوند زرينی کرښی:

 

لیکنه: مولوی نورالحق مظهری/  تعلیم الاسلا م ویب پاڼه

 

۱.ښوونه اوزدكړه دانساني فطرت تقاضااوثابت سوئ حق دئ.

 

۲.ښوونه اوزدكړه دانساني شرافت اوكرامت ساتندوي اوضامن دئ.

 

۳.په ښوونه اوزدكړه دانسان څخه كامل،عارف،عالم،هراړخيزه خادم،داعي الي الخير،اود زرينواخلاقوخاوندجوړيږي.

 

۴.ښوونه اوزدكړه د ټوله بشرد نيكمرغۍ،اوبريا لپاره نه ستړي كيدونكي ضميراوقوي انرژي ښوونكي اوزده كونكي ته وركوي.

 

۵.ښوونه اوزده كړه د باسعادته،واقعي اوریښتني ژوند امكانات برابروي.

 

۶. اصلاح اوآبادي دمځكي په باران وي اواصلاح اوآبادي د انسانانوپه علم اوپوهنه وي.

 

۷.څوك چي دخپل كوره څخه دعلم لپاره ووځي خداي پاك پرهغه باندی خپل رحمتونه نازلوي.

 

۸.علم اوپوهه انسان ته استقامت،اواعتماد دنفس،نشاط اوخوشحالي وركوي.

 

۹.علم خراب اوكنډواله ښارونه،كلي،اوكورونه ودانوي.

 

۱۰.په علم باندي انسان ځان پيژني اوچي څوك ځان پيژني هغه جهان پيژني.

 

۱۱.علم دمستقيمي اوبرابري لاري لارښود اوبيوونكي دئ.

 

۱۲.علم دشيطان اونفس په مقابل كي سپردئ.

 

۱۳.كه چيري غواړئ چي افسردګي ونلرئ نوعلم اوزدكړي ته مخه كړئ.

 

۱۴.كه چيري غواړئ چي په خپل ژوند درته قناعت حاصل سي نودعلم اوزدكړي تحصيل ته ترهرشي مخكي مخه كړئ.

 

۱۵.دماشومانوتعليم اوزدكړه دخاوندغضب ساكته  وي.

 

۱۶.علم حاصل كړئ مخكي تردي چي سپين ږيري سئ.حضرت عمر(رض).

 

۱۷.علم عقل ته پرنفس غلبه وركوي.

 

۱۸.پوهنه انسان دسيالانوسره سيال کوي .

 

۱۹.طلب دعلم دځان باورۍ اوخودكفایۍ يواځنئ لاره ده.

 

۲۰.كه څوك ځان په علم سمبال كړي هغه به په هري آزمويني كي كامياب وي.

 

۲۱.علم انسان ته حياء بخښي،حياء تقوي ډيروي،تقوي انسان خپل پروردګارته رسوي.

 

۲۲.دعلم خوند د ټولوخوندونوسردي،خوهغه څوك یې درك کولاي سي چي عالم وي.

 

۲۳.علم دانسان استعداد،اوكاري ظرفيت لوړوي.

 

۲۴.علم انسان ته قوت ددرك اواستدلال وركوي.

 

۲۵.علم دانسان اقتصادي اومالي اړتياپوره كوي.

 

۲۶.علم انسان ته دنوروخلګوپه سترګوكي دعزت څخه ډك حيثيت وركوي.

 

۲۷.ديني علوم دعصري علومولپاره دانسان ذهن اماده اوقوي كوي.

 

۲۸.ديني علوم دانسان فكري تكنالوژي ته انكشاف وركوي.

 

۲۹.ديني علوم اصل ومنشأدټولو علومو دي،بايد زده كړي ته یې پوره پاملرنه وسي.

 

taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته