شیطانت (نميمة) :
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
شیطانت (نميمة) دې ته وايې چې یو څوک د دوو تنو ترمنځ ګرځي راګرځي د يوه جانب خبری بل جانب ته رسوي ترڅو په دې وسیله د جانبینو ترمنځ شر او فتنې راپیداکړي .
اسلامی شریعت د فرد، کورنۍ او ټولنې لپاره اتفاق، سوکاله او ارامه ژوند جوړول غواړي خو شیطان سړی (تمام) په يوه لحظه کې د کورنۍ او ټولنې وحدت له منځه وړي او هغوی د هلاکت کندې ته غورځوي په همدې لامل دا خبره ډېره مشهور ده چې د نمام (شیطان شخص) عمل د شیطان د عمل څخه ډېر خطرناک دی ځکه چې شیطان خلک د تباهی کندې ته په وسوسو سره غورځوي خو نمام (شیطان شخص) مستقیما سړی له لاسه نیسي او د هلاکت کنده کې يې اچوي .
ګڼ شرعي دلایل مسلمانان د شیطانت څخه منع کوي چې د هغو له جملې څخه یو حدیث شریف د بېلګې په توګه په لاندې ډول ذکر کوو:
رسول الله صلى الله عليه و سلم مهرباني کړۍ: ( لا يدخل الجنة قتات) .
ژباړه: جنت ته نمام (شیطان شخص) نه سي داخلېدلی.
ماخذ : د اسلام اخلاقي نظام
www.taleemulislam.net