تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عکس ته بد کتل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 16, 2020
  0

عکس ته بد کتل

 

لیکنه مولوي شاه حکیم محمد اختر صاحب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


 
مولانا صاحب په دې برخه کي ليکلي دي: دناروا ديد څخه دخپلو سترګو ساتنه وکړئ، په معاصر وخت کي ناروا ديد خورا زيات سوى دئ، هري ښځي ته چي دانسان سترګي ور وړاندي سي نو دوخت دتېرېدو پرته ورته متوجه سي، همدا ډول ناروا ، لوڅ ،  نيمه  لوڅ او دنامحرمه ښځو عکسونه دومره زيات سوي دي چي بيخي ټول دېوالونه په  ډک سوي دي او  دتلوېزون پر پردو باندي هم په زياته پېمانه خپريږي، يو چا ما ته وويل: چي دښځي عکس ته کتل نو څه پروا کوي په دې خو هيڅ نه کيږي ځکه دا خپله ښځه نه ده بلکي يوازي عکس يې دئ؟ ما په جواب کي ورته وويل چي عکس ته کتل هم ګناه بلکي وښځي ته  درکتلو لاهم خطرناک دئ ځکه څوک چي نامحرمه ښځي ته ګوري حتما يو څه وهم  ورسره وي چي ښځه به جنجال راسره  وکړي او  يا به راڅخه ناراضه سي او  عکس ته چي ګوري هيڅ وهم نه وي ورسره.

په معاصر وخت  کي نامحرمه ښځو ته  کتل  دومره  زيات سوي دي چي په دغه ديد کي کوم نحوست پروت دئ هغه بيخي خلک نه سي.محسوسولاى. او کوم  انسان چي په زړه کي يې دحقيقي محبوب عشق او مينه وي هغه دحال په ژبه داسي وايي:


ټول ښار دښکلو او ښايستوو  څخه ډک دئ ، څه وکړم چي سترګي يوه ښکلي ته هم هيڅ کتنه نه کوي.

که يو لوښى دمرداريو څخه ډک وي او پر سر باندي يې دورېښمو يوه ټوټه ټوکر غوړېدلى وي خلګ چي په خبر سي هيڅوک زړه نه ورته ښه کوي ، څوک چي دنامحرمه ښځو ښايسته مخونو ته ګوري هغه هم داسي مثال لري، معده ، کولمې او  باطن يې دمردارۍ ډک دئ ، مثانه  او دمردارۍ ځاى يې دنجسو شيانو ډک دئ ، رحم يې دوينو ډک دئ ، ټول بدن يې  دوينو او خبيثو شيانو ډک دئ دبدن پر  هره برخه چي يې ستن  جګه کړې وينه ځني راوزي. په داسي صورت کي چي د چا سترګي ددې ټولو مرداريو سره بيا هم نامحرمه ښځو ته ګوري زه عاجز ورته ووايم چي ستا سترګي ولي دټپوس غوندي دمرداريو لپاره پرواز کوي؟ ولي دشاهين غوندي دښکار لپاره پرواز نه کوي؟

 

ولي دي سترګي مرداريو ته وراوړي؟ ولي دي سترګي ډول ، ډول ګلانو ته نه وراوړي؟ خلګ وايي سترګي  هغه ځاى ته  ځي چي زړه ځي ، دچا په زړه کي چي دنامحرمه ښځو عشق او ميني  ځاى نيولى وي سترګي هم دنامحرمه ښځو ليدلو ته ور اوړوي  او ددې مرداريو لوري ته ځي ددې مطلب دادئ چي زړه يې دمرداريو  سره دومره مينه لري چي ددغه مرداريو په ليدلو سره سترګي ارام پيدا کوي. الله(ج) دي موږ  ټوله ددې ناورين او ذلالت څخه وساتي.


انسان چي يوې خوا او  بلي خوا ته ګوري دا دنفس پر خساست دلالت کوي. ما په ماشتوب کي اسونه  ځغلول، کله چي به پر  آس سپور سوم هغه اس به يوې او بلي خواته  کتل زه به پوه سوم چي ددغه آس مالک خسيس او بخيل انسان دئ او که به آس يوې او بلي خواته نه کتل  سيده به روان وو زه به پوه سوم چي ددې اس مالک شريف او سخي انسان دئ. دغه عادت په انسانانو کي هم سته.


الله(ج) وسترګو ته يو خاص ځواک ورکړى دئ کله چي سترګي دخطر سره مخ کيږي سترګي دستي خپله بنديږي هيڅ بندولو ته اړتيا نه لري آن تردې چي که يو ماشوم نوى زېږېدلى وي او  سترګي ته يې څوک لاس ور وړي دستي سترګه پوټوي.


داچي سترګي په ځان کي دغه ځواک لري نو هغه شيان چي روح او زړه ته سخت  تاوان دئ کله چي وليدل سي بايد دستي سترګي پر بندي سي دا نو بدبختي ده چي ستا سترګي ته څوک خاشه دروړي دستي دي سترګه پټه سي او داسي شيان چي ستا لپاره ستر او معنوي تاوانونه دي پر هغه باندي دي سترګي نه پټيږي بلکي ښه سترګي ورته کش کړې، پکارده چي دسترګو ددغه څخه ځواک داسي ګټه واخلو چي هر وخت مو پر نامحرمه ښځي سترګي ولګيږي دستي دغه قوه پکار واچوو او سترګي بندي کړو بلکي سترګي داسي عادت کړو چي دنامحرمه ښځو په ليدلو سره په خپله داسي بندي سي لکه ظاهري تاوان چي ورسيږي همدا ډول سترګي دروحاني تاوانونو لپاره سپر وګرځوو.


يوه پوښتنه پيدا کيږي هغه داچي دسترګو دحفاظت لپاره بايد کوم کار وسي چي دناروا ديد څخه راوګرځي؟ جواب دادئ چي موږ بايد پوه سو چي دمسلمان ديد خورا زيات ارزښت لري بايد داسي ځاى استعمال سي چي په هغه ځاى کي دالله(ج) نا رضايت نه وي. مسلمان بايد خپل عزت او دخپل ديد عزت وپېژني خپل عزتمن ديد دذلت او سپکاوي په ځاى کي استعمال نه کړي.


پر ما باندي داسي وخت راغلى دئ چي يو وخت مي دناروا ښکلاوو څخه په زړه کي ډېر نفرت کېدئ ، يوه ورځ زه دخپل دروند مرشد سره يوځاى ديوه دوست کور ته ورغلم په هغه ځاى کي مي داسي زينتونه وليدل چي زما نه خوښېدل ددغه شيانو په ليدلو سره زه ډېر ناارام سوم ، په زړه مي دا راولوېده چي ځنګلونو او بيابانونو ته  ولاړ سم . ددې فکر سره دا هم په فکر کي راوګرځېده چي کېداى سي ستا فکر صحيح نه وي نو خپل مرشد ته مي دا حال بيان کړ،ددې لپاره که زما فکر صحيح نه وي الله(ج) يې راڅخه ليري کړي. زما دعا داوه چي ما ته الله(ج) دخپل دروند مرشد مرتبه  راکړي په داسي ډول چي ديوه مجلس څخه يو حيوان تير سي زه يې توپير ونه کړم. الله(ج) عاجز بنده ته دبزرګانو دصحبت په برکت دغه مقام ورکړ، اوس چي زه بازار ته ځم هيڅ زينت او ښکلا ته مي نظر نه وراوړي.


خلګ پر څلورو برخو وېشل سوي دي يوه ډله هغه کسان دي چي په بدبويي او نجاست کي عادت سوي دي په  داسي ډول  چي دخوشبويي او عطرو څخه  په  تکليف کيږي ، مولانا رومي(رح) په دې اړه يوه قصه رانقل کړې ده: يو کس چي ټول عمر يې په دې کي تېر کړى وو چي مردارۍ يې سره اړولې او راړولې يوه ورځ دعطار ددوکان مخته تېرېدئ دعطرو بوى باندي ولګېدئ دستي بې هوښه سو خلګ پر راټول سوه هر څه چي يې په وکړه پر هوښ نه راتلئ آن تردې چي ورور يې په خبر سو ، ورور يې دستي مرداري راواخيستل او پر دماغ يې ورموږل ورور يې دستي پر هوښ راغلئ.


دوهمه ډله هغه خلګ دي چي دنجاست سره يې يو څه الفت پيدا سوي وي مګر ددې فکر ورسره وي چي دا مرداري ده ، خپل ځان ، لباس او بدن ځني ساتي دا هغه کسان دي چي نفساني خواهشاتو هجوم باندي راوړى وي مګر ددې امله چي دالهي عذاب څخه  بيريږي دنفس سره مقابله کوي دا خلګ کولاى سي چي دالله(ج) په دربار کي لوړ مقام پيدا کړي ددوى په اړه الله(ج) فرمايي:


وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ ﴿العنكبوت: ٦٩﴾ 
ژباړه : هغه  کسان چي زموږ په لاره کي جهاد کوي ، خامخا به موږ دهدايت لاره ور وښيو.


بزرګان وايي: کله  چي نفس ديوې ګناه دکولو اراده وکړي او انسان دنفس دغه غوښتنه ليري وغورځوي  او دالهي بيري له امله يې ونه مني. الله(ج) به خپل دغه بنده بيا په ګناه اخته نه کړي او نفس ته به بيا ددغه غوښتني توانايي ورنه کړي.


دريمه ډله هغه خلګ دي چي دحرامو څخه طبعا نفرت کوي مګر څلورمه ډله هغه ده چي دماغونه يې تل معطر وي په داسي ډول چي که يو وخت دامبارو  وڅنګه تيريږي دمردارۍ هيڅ احساس نه کوي او نه تاثير باندي کوي ددماغو عطر يې دومره قوي وي چي مردراي تاثير نه سي باندي کولاى. الله(ج) دي موږ په خپل دربار کي قبول کړي او په دغه ډله کي دي مو په خپل فضل او لورونه باندي داخل کړي.


ما خذ : دحرامو دید په اسلام کي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته