راليږونکي: سردار محمد
١- د پلار لپاره ښه ترینه تحفه د هغه عزت کول دي.
٢- د مور لپاره ښه ترینه تحفه هغې ته احترام کول دي.
٣- د ښوونکی لپاره ښه ترینه تحفه د هغه د احوال څخه خبرتیا ده.
٤- د اولاد لپاره ښه ترینه تحفه پر هغه باندي لورینه او مهرباني ده.
٥- د ښځي لپاره ښه ترینه تحفه له هغې سره د زړه له تل څخه مینه کول دي.
٦- د ماشوم لپاره ښه ترینه تحفه د هغه ښه روزل دي.
٧- د دوست لپاره ښه ترینه تحفه د دوست سره وفا کول دي.
٨- د ټولنی لپاره ښه ترینه تحفه ټولنې ته خدمت کول دي.
٩- د ګاونډي لپاره ښه ترینه تحفه له هغه سره همدردي کول دي.
١٠- د مړي لپاره ښه ترینه تحفه مړي ته دعا کول دي.
١١- د آخرت لپاره ښه ترینه تحفه لمونځ کول دي.