تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دهري مياشتي د (١٥،١٤،١٣) روژه(ايام البيض)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 16, 2020
  0

دهري مياشتي د (١٥،١٤،١٣) روژه(ايام البيض)

 

لیکنه :دسپڅلي ورځ کتاب څخه /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په هره مياشت کي دديارلسم ، څوارلسم اوپنځلسم روژه نيول زيات ثواب لري دځينو په آند ددوولسم ، ديارلسم اوپنځلسم ورځي دي خولومړي خبره صحيح اومشهوره ده. 


دحضرت ابي ذر(رض) څخه روايت دى چي رسول الله(ص) وفرمايل: کله چي ددې اراده وکړه چي په مياشت کي درې روژې ونيسي نو دديارلسم ، څوارلسم اوپنځلسم روژې ونيسه .


قتادة بن ملحان(رض) فرمايي : رسول الله(ص) موږ ته (ايام البيض) دورځو دروژې نيولو امرکاوه (يعني) دديارسلم ، څوارلسم اوپنځلسم ورځو. 

 

حضرت عبدالله بن عباس (رضي الله عنهما) فرمايي : رسول الله(ص) به نه په کورکي اونه په سفرکي دديارلسم ، څوارلسم اوپنځلسم روژې پرېښودلي .


حضرت ابي هريرة(رض) فرمايي : زمااشناي حضرت محمد(ص) ماته ددروشيانووصيت وکړى(لومړى)داچي دهري مياشتي څخه به درې ورځي روژه نيسم (دوهم) داچي دڅاښت دوه رکعته نفل به کوم (دريم) داچي تربيديدو وړاندي به وترکوم .

 

حضرت ابي دردآء(رض) فرمايي: ماته خپل اشناي حضرت محمد(ص) ددروشيانو وصيت وکړى ترکومه وخته چي ژوندى يم زه به يې نه پرېږدم (لومړى) داچي په هره مياشت کي به درې ورځي روژه نيسم (دوهم) داچي دڅاښت نفل به کوم (دريم) داچي تربيدېدو وړاندي به وترکوم .

 

دعبدالله بن عمروبن عاص (رضي الله عنهما) څخه روايت دى  چي رسول الله(ص) وفرمايل : په هره مياشت کي درې ورځي روژه نيول دومره ثواب لري لکه ټول عمر چي سړى روژه نيسي .


معاذه عدوية دبي بي عائشې (رضي الله عنها) څخه پوښتنه وکړه چي رسول الله(ص)هره مياشت درې ورځي روژه نيول ؟ بي بي عائشې (رضي الله عنها) ورته وويل : رسول الله(ص) ددې پروا نه کول چي دمياشتي کومه برخه ده (هروخت يې روژه نيول)

ماخذ: سپڅلي ورځي 

taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته