راټولوونکی: صديق الله "منيب"
صحيح معاملات
داخيستلواو ورکولوبیان:
۱- معامله: د پیسو داسي حرص مه کوه، چي د حلال او حرام فرق نه کوې. کله چي الله تاته حلالي پیسې درکړې نومه یې بربادوه ، هرځای چي واقعي ضرورت وي په هغه ځای کښي یې مصرفوه.
۲- معامله: که څوک د مجبورۍ له امله خپل شی خرڅوي نو ده ته د مجبور په سترګه مه ګوره او د هغه شي قیمت کم مه ورته وایه یا دده سره کومک وکړه یا يې په مناسب قیمت ورڅخه واخله.
۳- معامله: که ستاپوروړی مسکین وي مه يې تنګوه وخت ورکړه، یوڅه یا ټول ورمعاف کړه.
۴-معامله:که پرتا د یو چا قرض وي اوستا سره پیسې وې، نوځنډول یې ظلم دی.
۵- معامله: ترڅو چي امکان ولري د چا څخه قرض مه اخله اوکه دي د مجبورۍ په سبب قرض واخيست، نود ادا کولوخیال یې ساته، بې پروایي مه پکښي کوه او د هر چا چي پور در باندي وي که تاته یوڅه ووايي، نوسرچپه جواب مه ورکوه اومه ناراضه کېږه.
۶- معامله: په خندا او مسخرو کښي د چا شی مه پټوه؛ ځکه هغه پرېشانه کیږي.
۷- معامله: چي په مزدور دي د مزدورۍ کار وکړې، نو دده په مزدوري ورکولو کښي کوتاهي او سستي مه کوه.
۸-معامله: د قحطۍ(کاختۍ)په ورځوکي ځیني خلک خپل کوچنیان یاپردي کوچنیان خرڅوي، نوهغه مینځي اومریان کول حرام دي.
۹- معامله: که د ډوډۍ پخولو لپاره چاته اور ورکړې،د ډوډۍ یاکتغ لپاره مالګه ورکړې دومره ثواب لري لکه دغه ټوله ډوډۍ یاکتغ، چي تا ورکړی وي.
۱۰- معامله: چاته اوبه ورکول ډېرثواب لري کوم ځای چي اوبه وي هلته د اوبو ورکول دومره ثواب لري، لکه مریی چي ازاد کړې او کوم ځای، چي اوبه لږ وي هلته دومره ثواب لري لکه مړی، چي ژوندی کړې.
۱۱- معامله: که ستا پرذمه د یوچا شی وي اوغواړې چي وریې کړې، نو د درو(۳) کسانو په مخ کي یې ذکر وکړه یا يې ولیکه ښايي مرګ درته راسي او پر ذمه دي د چا شی پاته نسي.
حواله: بهشتي زیور جـ ۲ صـ ۹
------------------------------------
مأخذ: تعليم السلام مجله ۱۶ ګڼه