د ډېر خوراک درې تاوانونه
لیکنه :مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
قال لقمان لابنه: يا بني إذا امتلأت المعدة؛ نامت الفكرة، وخرست الحكمة، وقَعَدت الأعضاءُ عن العبادة.[سبل السلام]
ژباړه: لقمان حکیم رحمه الله خپل زوی ته وویل: زویه! چي کله معده ډکه سي؛ نو فکر ویدیږي، حکمت ګونګیږي او غړي د عبادت څخه لویږي.
توضیح: یعني ډېر خوراک مکوه ځکه چي د ډېر خوراک دغه تاوان دی چي کله د انسان ګیډه ډکه سي نو فکر یې ویده سي چي په نتیجه کي انسان ټنبل کیږي او شیانو ته یې ژر فکر نه رسیږي،
همدا راز د ګیډي د ډکېدلو سره د انسان منطق او حکمت کمزوري کیږي چي په نتیجه کي د زړه خبري سمي نسي کولای او خپل زړه د خبرو څخه نسي خالي کولای ځکه چي ژبه یې د خبرو کولو توان نه لري، همدا راز د ډېر خوراک له وجهي د انسان د بدن غړي سست سي چي په نتیجه کی د الله پاک سم عبادت نسي کولای او تل په عبادت کي ورڅخه بې غوري کیږي.
ماخذ: اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net