تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دحضرت قاري عبدالرحمن مکي(رح)ژوند لیک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 17, 2020
  0
دحضرت قاري عبدالرحمن مکي(رح)ژوند لیک
 
لیکنه: قاري شبيراحمد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
دحضرت قاري عبدالرحمن مکي د محمد بشير خان زوي په ١٢٨٠ هجري قمر کال کي په قائم ګنج دې نړۍ ته سترګي غړولي دي او دا فرخ آباد د ولسوالۍ يو کلى دئ.
 
هر کله چي د نوموړي پلار عربو ته هجرت وکړي نو ورسره دى او د ده مشر ورور قاري عبدالله مکي هم  ورسره ولاړل. دوى دواړو وروڼو د حضرت علامه مولانا رحمت الله کيرانوى مهاجر مکه و باني مدرسه صولتيه - مکه مکرمه څخه په صولتيه مدرسه کي زده کړه ترلاسه کړه او تر اوږدې مودې پوري دوى دواړه د حضرت مولانا رحمت الله کيرانوى (رح) سره وه. دا دواړه وروڼه د بابِ ابراهيم سره اوسېدل، دوى دواړو د صولتيې مدرسې تر ټولو مخکي او مشهور مصري استاد قاري ابراهيم سعد بن علي ته وسپارل سوه. حضرت مولانا دغه استاد په ډېر اهتمام سره په صولتيه مدرسه کي د تجويد او قرآئت او د قرآن کريم د حفظ له پاره مقرر کړى وو. په دې دواړو وروڼو کي د لوړ استعداد په سبب سره قاري ابراهيم سعد بن علي د دوى سره ډېر کوښښ وکړي او ډېر ښه پالنه يې وکړه. لږ وخت وروسته د دوى دواړو مور صاحبه وفات سوه او دواړه وروڼه په بشپړ ډول په صولتيه مدرسه کي استوګن سول.
 
مشر ورور شيخ العرب و العجم حضرت قاري عبدالله مکي د قاري ابراهيم سعد بن علي څخه قرآءات سبعه او عشره بشپړ کړل او بيا حضرت قاري عبدالرحمن مکي د خپل ورور څخه تجويد، قرآءات سبعه او عشره بطريق دُره او طيبه بشپړ کړل.
کله چي دغه دواړه وروڼه د زده کړي څخه فارغ سول نو حضرت مولانا رحمت الله (رح) قاري عبدالرحمن مکي (رح) ته حکم وکړي چي ته هندوستان ته ولاړ سه تجويد او قرآئت خپور کړه. نو حضرت قاري صاحب هندوستان ته تشريف يووړي او د زياتي زده کړي د ترلاسه کولو له پاره کانپور ته ولاړي. هلته هغوى د مولانا احمد حسين کانپوري په مدرسه کي داخله واخيستل او د درس نظامي نصاب يې پوره کړي او عربي علومو کتابونه يې د او ل څخه تر آخره پوري ولوستل او د فراغت سند يې تر لاسه کړ. بيا په  همدې مدرسه کي مقرر سو او څو کاله يې د تدريس سپېڅلې دنده ترسره کړل.
 
حضرت قاري صاحب د ښاغلي قاري محمد غازي (رح) څخه د قراءات ثلثه سند تبرکاً تر لاسه کړ. مخکي مو وويل چي د دې څخه مخکي يې قراءات عشره بطريق دُره او طيبه د خپل مشر ورور حضرت عبدالله مکي (رح) څخه بشپړ کړى وو.
 
د کانپور په علمي او ديني مجلسو کي حضرت قاري صاحب ته ډېر د قدر  په سترګه کتل کېدل. د حضرت مولانا احمد حسن کانپوري(رح) په سفارش باندي د يو لوي سوداګر د لور سره يې نکاح وکړل. بيا د آله آباد رئيس شيخ عبدالله اله آباد ته را وغوښتي په کوم ځاى کي چي حضرت قاري صاحب د "عبدالله مسجد" سره نژدې د رېل ګاډي د تمځاى سره نژدې په مدرسه احياء العلوم کي تر يوې اوږدې مودې پوري درس او تدريس وکړي. د حضرت قاري صاحب د خاصو پاملرونو او مازي کوښښونو سره دا مدرسه تر ډېري مودې پوري د علم قرآئت مرکز وو او د حضرت قاري صاحب څخه گڼ شمېر خلکو په دې مدرسه کي استفاده وکړه.
 
بيا څه وخت وروسته قاري صاحب د احياء العلوم مدرسې څخه د حضرت مولانا عين القضاة صاحب په بلنه "مدرسه عاليه  فرقانيه / لکهنو ته تشريف يووړي او صدر المدرسين وټاکل سو.
 
په هندوستان کي د نوموړي ابتدائي زمانه وه خلک په عام ډول سره د نوموړي سره آشنا نه وه. لکهنو ته تر راتګ وروسته نوموړي په ډېر کوښښ او زحمت سره د تجويد او قرآئت تعليم ته توجه وکړل او په عوامو او خواصو کي د نوموړي شهرت تر ليري ليري ځايو پوري ورسېدي. کرار کرار د هغوى شهرت دومره سو چي د ليري ليري ځايو څخه به طالبان ورته راتلل، د مکې مکرمې په سبب سره د هغوى نوم په عوامو او خواصو کي مقبول او محبوب سو.
 
حقيقت دا دئ چي د هندوستان د لومړى صفت استادان او قراء د حضرت قاري صاحب په افادې او استفادې سره تيار سول. کانپور، الْه آباد  او شاوخوا ښارونو کي د هغوى فيض عام سو تر دې پوري چي د بنګال، برما، پنجاب او کابل شاګردان راغلل او د هغوى څخه يې استفاده وکړه. د حضرت قاري صاحب حافظه ډېره قوي وه، شاطبيه، دره او طيبه ټول کتابونه يې پاخه ياد وه، په اصولو او فروعو باندي يې وسيع نظر وو، اکثره وخت به يې د فني کتابونو په مطالعه کي تېره وي.
 
هر کال د روژې په مياشت کي به يې په تراويحو کي دوه ختمونه کول. په تراويحو کي به يې تلاوت ډېره روان او چسپ وايه، د لحن جلي او لحن خفي څخه پاک، د حروفو عمده ادا والي، اخفاء، غنه، مدونه به د ملغلرو په ډول پېودلي معلومېدل. اداينه يې دومره صفا وه چي يو يو حرف به صفا صفا اورېدل کېدي، قرآن يې داسي ياد وو چي يو ځاى به د فتحي ضرورت نه وو.
قاري حفظ الرحمن (رح) شيخ القرآئت دار العلوم ديوبند فرمايي: چي په اشراق، څاښت، تهجد او اوابينو کي لمونځو کي به جلا جلا قرآن کريم ختموي. دومره ښه حافظه يې وه چي د شاګردانو د وينا مطابق موږ هيڅکله په فتحي اخيستلو نه دئ ليدلى.
 
قاري سراج الحق صاحب کوم چي د هغوى شاګرد وو د هغوى بيان دئ چي قاري عبدالرحمن صاحب په جده کي د جناتو پاچا شهورش ته قرآن اورولى وو.
 
د دې سره سره حضرت قاري صاحب ته په فوجي فنونو، کُشتي، پهلواني او لامبو وهلو کي کمال حاصل وو. هره ورځ به يې ورزش کوي چي د هغه په وجه سره يې بدن ښه چسپ او روغ وو، په توره او لرګي چلولو کي به ماهرانو خلکو د هغوى مقابله نه سواى کولاى.
 
د عمر په آخر کي يې مدرسه عاليه فرقانيه / لکنهو ته تشريف وړى وو چي کله مولانا عين القضاة صاحب د چهار شنبې په ورځ ٢ / رجب / ١٣٤٣ هجري قمري کي وفات سو نوموړى په دغه وخت کي په فرقانيه مدرسه کي موجود وو او د مولانا عين القضاة جنازه هم ده وکړل.
 
په مدرسه فرقانيه کي نوموړى يوه ورځ ناروغ سو تر يوې اوونۍ پوري يې ناروغي اوږده سول. بالآخره په ١٣٤٩ هجري قمري کال کي وفات سو او په لکهنو کي په "ټوله مجيب ګنج" کي خاورو ته وسپارل سو.
 
 
د نوموړي په تصانيفو کي په تجويد کي فوائدي مکيې ته د سند مقام حاصل دئ. د افغانستان، پاکستان او هندوستان د مدرسو په نصاب کي داخل دئ او پر دې کتاب باندي ګڼو قراؤو او د فن مشائخو حواشي ليکلي دي. په دې کتاب کي درې بابونه او ديارلس فصلونه دي. دوهم کتاب افضل الدرر شرح عقيله (رائيه) په عربي ژبه دئ کوم چي په رسم کي مشهور نظم د علامه شاطبي (رح) تصنيف دئ. کتاب ډېر دقيق  او مشکل دئ خو شارح په خپله فصيحه عربي کي د هغه د مشکلاتو څخه په ډېر آسانه تفهيم کي پرده پورته کړې ده.
 
 
د حضرت قاري صاحب د شاګردانو شمېر په زرګونو دئ، خو لاندي د ځينو هغو کسانو نومونه دي چي د لوى شهرت خاوندان سوي دي:
 
1. حضرت قاري عبدالخالق سهارنپوري.
 
2. حضرت قاري عبدالمالک – صدر المدرسين فرقانيه – لکهنو.
 
3. قاري ضياء الدين احمد صديقي.
 
4. قاري حفظ الرحمن پرتاب ګړهي – استاد دارالعلوم ديوبند.
 
5. قاري عبدالمعبود.
 
6. قاري عبدالوحيد اله آبادي – استاد دارالعلوم ديوبند.
 
7. قاري مفتي نصيرالدين نعماني.
 
8. نواب حبيب الرحمن خان شرواني.
 
9. قاري محمد حسين اله آبادي خليفه و مجاز حضرت حاجي امداد الله صاحب.
 
10. قاري محمد سراج الحق – پروفيسر فارسي اله آباد پوهنتون.
 
11. قاري منت الله – سجاده نشين مونګير.
 
12. قاري مولاناعبدالحى - ناظم ندوة العلماء – لکهنو. (د مولانا ابوالحسن ندوي پلار محترم)
 
13. پروفيسر غلام مصطفى خان – پي، ايچ، ډي.
 
14. قاري محمد نظر – استاد مدرسه فرقانيه – لکهنو.
 
15. قاري محمد صديق – استاد مدرسه فرقانيه – لکهنو. او داسي نور.
 
 
ماخذ: فواید مکه
 
taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته