تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حضرت عُمر(رض)د خپلو والیانو سره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 4, 2021
  0
 
حضرت عُمر(رض)د خپلو والیانو سره
 
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
د حضرت عُمر فاروق(رض)  هغه شدت چي د حق په باره کي یې درلودی په عجيبو او مختلفو انواعو او اقسامو سره د ده(رض)  په سيرت کي و وينو، د هغې جملې څخه یو هم دا چي حضرت عمر(رض)  د خپلو والیانو سره څومره شدت کاوه او اوس په دغه باره کي دغه څو قصې واورى:
 
۱- د حضرت عُمر(رض)  په خلافت کي معاويه بن ابي سفيان(رض)  د شام والي ؤ، يو وخت  حضرت عُمر(رض)  و معاويه ته حال و لېږى چي مدينې منورې ته راسه، هغه هم د امير المؤمنين د امره سره مطابق مدينې منورې ته راغلى، په دغه وخت کي حضرت عُمر(رض)  د اصحاب کرامو د مشرانو سره د حکم په مجلس کي ناست ؤ، معاويه(رض)  اجازه و غوښته او د مجلس ځاى ته ور ننوتى، د حضرت عُمر (رض) چي سترګي پر معاويه(رض)  و مښتې د مخه تر خبرو او پوښتني ور ولاړ سو او په هغه لکړه چي د عُمر(رض)  په لاس کي وه پر معاويه يې را واچول او وهي يې، ډير سخت وهل يې ورکړه، څو په دغه وهلو کي معاويه(رض)  د مجلس و يوه کُنج ته ورسېدى او عُمر(رض)  په پسې دى او سخت يې وهي، د مجلس خلک ټول په بېره او تعجب کي دي، معاويه(رض)  د ناستو خلکو څخه کومک غواړي چي خلاص مي کړى مګر هيچا د ځايه څخه حرکت نه کاوه، څوک د عُمر(رض)  په مقابل کي درېدلاى سي؟
 
په مجلس کي لوى او معتبره اصحاب کرام ناست دي، عثمان بن عفان، علي بن ابي طالب، طلحه بن عبيدالله او نور مشران(رض) اجمعين موجود دي مګر ټوله چپ او په بېره کي دي، ټول په حيرت کي دي چي د شام والي بېله پوښتني او خبرو داسي شديد وهل کيږي، دا د عُمر(رض)  هيبت او دبدبه وه چي څوک يې مخ ته نه سواى درېدلاى، پسله ډيرو وهلو يې معاويه(رض)  پرېښاوه، عُمر(رض)  ولاړى پر هغه خپل ځاى کښېنستى او نور يې هيڅ و نه ويل، په مجلس کي کامله خاموشي ده ټول چپ دي، لږ وخت وروسته حضرت علي(رض)  دغه خاموشي ماته کړه او حضرت عُمر(رض)  ته يې و ويل: يا امير المؤمنين! دغه سړي څه کړي وه چي داسي وهل دي ورکړه؟ ګناه يې څه شي وه چي دغسي معامله ور سره وسوه؟ عُمر(رض)  و ویل: څه يې نه دي کړي، مګر کوم وخت چي دئ مجلس ته را داخل سو و مي ليدى چي سر يې لوړ نيولى ؤ د کبر او غرور علامې پر ښکاره وې، ده ځان ته يو څه ويل او په ځان کي يې يو څه ليدل، ځکه ويل د شام والي يم.
 
 
معاويه(رض)  په دغه وخت کي نوى ځوان ؤ نو خامخا هغه د ځوانۍ او ولايت غرور پر معلومېدى، نو عُمر(رض)  و ویل: زه پر ده و بېرېدم چي کبر او غرور ځاى پکښي و نه نيسي، نو ما دا قصد وکى چي د همېش دپاره کبر او غرور ځني ليري کړم، نو ځکه مي دغه معامله ور سره وکړه چي تاسي وليده، دا د حضرت عُمر(رض)  حرص ؤ چي د عام انسانانو، خاصتاً د ده د واليانو او هغو ملګرو چي د ده سره په حکم کي کومک کوي، نفسونه پاک، صحي او سالم پاته وي، ځکه که دغه اميران او وزيران فاسد سوه، ټول امت او ملت ور سره فاسديږي. 
 
دا د عُمرفاروق(رض)  له طرفه و خپلو ملګرو او معاونينو ته بلکه و خپلو والیانو ته ادب او لار ښوونه وه چي په عملي شکل يې درس ورکاوه، نو د حضرت عُمر(رض)  د هيبت او دبدبې په سبب د ده واليانو هغه د خپل حکم په ځايو کي ډير احتياط کاوه او بېرېده چي يوه کوچنۍ خطاء ځني پېښه نه سي چي بيا به دغه خبر و حضرت عُمر(رض)  ته ورسيږي او د هغه د جزاء طاقت په چا پوري نه ؤ.
 
۲ - پسله هغه څخه چي مسلمانانو مصر فتحه کړی نو حضرت عُمر(رض)  عَمرو بن العاص(رض)  د مصر والي و ټاکی، هلته په مصر کي دا عادت ؤ چي خلکو به د آسانو د ځغستا مسابقه سره کول، نو د عمرو بن العاص(رض)  زوی د یوه قِبطي یا یوه مصري سره آس ځغلاوه خو د هغه قِبطي آس تر دمخه سو، د عَمرو بن العاص(رض)  زوی چي د مصر د والي زوی دی هغه قبطي یې پر سر په چلاخه یا قمچینه و واهه او ویل: ته ما ماتوې یا تر ما دمخه کېږې حال دا چي زه (ابنُ الأکرمین) د محترمانو زوی یم؟
 
قبطي ته دا معلومه وه چي امیر المؤمنین د هیچا سره ظلم نه کوي او د مظلوم شکایت اوري نو د هغه ځایه څخه مخ پر مدینه منوره د دې دپاره رهي سو چي خپل شکایت و امیر المؤمنین ته وړاندي کړي، حضرت عُمر(رض)  چي په حال خبر سو عمرو بن العاص(رض)  ته یې حال ولېږی چي ته او زوی دي فوراً مدینې منورې ته راسی، هغه هم دواړه مدینې منورې ته راغله، اوس به قصه و انس بن مالک(رض)  ته پریږدو چي هغسي یې را ته بیان کړي چي لیدلې یې ده. 
انس بن مالک(رض)  وايي: موږ د حضرت عمر(رض)  سره ناست ؤ چي عمرو بن العاص په یوه پټو او یوه لُنګ کی راغلی، حضرت عمر(رض)  شا و خوا د ده په زوی پسي کتل چی هغه چیري دی وې لیده چي هغه د پلار تر شا په پسې دی، حضرت عمر(رض)  و ویل هغه مصري چیري دی؟ مصري ویل: زه دغه یم یا امیر المؤمنین! حضرت عمر(رض)  ویل: دُره واخله او ابن الأکرمین په وهه، 
 
انس(رض)  وايي: د عمرو بن العاص زوی یې دومره و واهه چي تک سُر یې کړی او زموږ زړه غوښته چي وې وهي، نو مصري هم تر هغو واهه چي موږ په خپلو زړو کی ویل چي اوس یې نو بس کړي ځکه ډیر زیات یې و واهه، او عمر(رض)  دغه ورته ویل: وهه یې ابن الأکرمین وهه، او بیا حضرت عمر(رض)  و هغه قبطي ته و ویل اوس یې نو پلار پر دغه سر و وهه په والله ته یې نه وې وهلی مګر په قوت د خپل پلار، قبطي و ویل: یا امیر المؤمنین! بسته دومره مي و واهه چي زړه مي په خنک کړی او هغه څوک مي و واهه چي زه یې وهلی وم. 
 
حضرت عُمر(رض)  و ویل: په والله که دي وهلی وای موږ به ستا او د ده په منځ کي نه وای درېدلي تر څو چي تا په خپله پرېښوولای. 
 
او بیا یې و عمرو بن العاص(رض)  ته وکتل او ویل: یا عَمرو! د کومه راهیسي مو خلک مریان کړي دي حال دا چي دوی خپلو مندو حُر او آزاد زېږولي دي؟
 
بیا یې مصري ته وکتل او ویل: اوس نو په بېغمه زړه ولاړ سه او که څه درته پېښ سوه یعني که چا آزار درکړی ما ته یې ولیکه.
دا هغه عمرو بن العاص(رض)  ؤ چي یوازي د مصر والی نه بلکه د اسلامي لویو قومندانانو او د مصر فاتح یا فتحه کوونکی هم ؤ او د اصحاب کرامو د مشرانو څخه ؤ چي زوی یې د امیر المؤمنین د سزاء او جزاء څخه نه سو خلاص بلکه قریبه وه چي دغه عقاب په خپله عَمرو بن العاص(رض)  ته هم ورکول سوی وای که هغه د حق خاوند مصري عفوه نه وای ورته کړې.
 
 
تاسي پوهېږی چي د هغه والي به څه حال وای که یې حضرت عمر(رض)  ته یوه هدیه او تحفه ورکړې وای؟ حقیقت دا دی چي د حضرت عمر(رض)  ټول والیان پوه او هوښیار خلک وه هیڅکله دغسي کار نه دی ځني پېښ سوی بېله یو وار څخه چي هغه هم د یوه ښه او صالح سړي ابو موسْی الأشعري(رض)  څخه پېښ سو، قصه داسي وه: 
 
۳ - یوه ورځ حضرت عمر(رض)  خپل کور ته راغلی وې لیده چي د آوارولو د فرش یوه ټوټه پرته ده چي هغه هم تر یوه متر او څو سانتیو نه وه زیاته، لکه یوه د لمانځه (مُصلّْی) مسله، د خپلي ښځي څخه یې پوښتنه وکړه چي دا ټوټه فرش دي دکومه کړی؟ ښځي ویل: دا ابو موسْی الأشعري په هدیه کي موږ ته راکړی.
 
حضرت عمر(رض)  د ځانه سره وايي: ابو موسْی...؟
او ویل ما ته یې راولی.
دا دی ابو موسْی(رض)  په داسي حال کي راغلی چي بیره پر ښکاره ده اوس چي حضرت عمر(رض)  ته ور نژدې سو د هغه په لاس کي یې مسله ولیده او د هغه پر مخ یې د حمله کولو یا وهلو إراده و لیده، نو یې و ویل: ته پر ما تلوار مه کوه یا امیر المؤمنین! مګر امیر المؤمنین نه د ده خبره واورېدل او نه یې ده ته موقع ورکړه په هغه مسله یې پر سر و واهه او ویل: ته څه شي مجبوره کړې چي موږ ته هدیه راوړې؟ واخله موږ ضرورت نه ورته لرو.
 
۴ - د حضرت عُمر(رض)  د خلافت په موده کي ابوهريره(رض)  د امير المؤمنين له طرفه پر بحرين حاکم او والي وټاکل سو، پسله څه مودې حضرت عُمر(رض)  ته داسي خبر را ورسېدی چي د ابوهريره(رض)  مال زياتيږي، قريبه ده چي د غنيانو و جملې او قطار ته دي ور داخل سي، د بحرين څخه داسي آوازې راتلې چي په بحرين کي والي او اميرانو تجارت شروع کړى دى، خرڅول او رانيول کوي، ګټي کوي او مالونه يې زياتيږي. 
 
نو حضرت عُمر(رض)  و بلال(رض)  ته امر وکى چي بحرين ته ولاړ سه د هغه ځاى والي او اميران چي کوم مالونه لري ټوله يې نيم که، نيم مال یې دوى ته ور پرېږده او نيم مال يې بيت المال ته راوړه، خو اول ورته و وايه چي امير المؤمنين وايي: يا به خپل شخصي مالونه نيمی کوى يا به معزوله کېږى، د کار څخه به ایسته کېږی، بلال(رض)  هم بحرين ته ولاړى او هلته یې د آمرانو د نيمو مالو په اخستلو شروع وکړه، هغه آمرانو ورته ويل دغه مالونه خو موږ نه غلا کړي دي او نه مو نور حرام کار کړى دى، بلال(رض)  ويل: هو دا صحي ده، زه پوهېږم چي دغه مالونه مو په تجارت ګټلي دي، که غلا يا بل حرام کار مو کړی واى لاس مي در پرې کاوه، مګر څرنګه چي تاسي تجارت کاوه، په دغه تجارت کي خلکو ستاسي د آمريت په سبب ستاسي مراعت کاوه نو نيم مال در څخه اخلم او که ستاسي د مالو د زیات والي سبب ستاسي د آمريت مراعت نه واى نو نورو خلکو ولي ستاسي پر اندازه ګټه نه ده کړې؟ د بحرين والي او آمرانو دا قبوله کړه چي خپل نيم مالونه بيت المال ته ورکړي. 
 
 
اوس نو بلال(رض)  دغه د مالو په نيمئ کولو کي دومره دقت کاوه چي د ابوهريره(رض)  په بوټو يا چوټو کي به يې يو پل ځني اخستى او بل پل به يې ور پرېښاوه، ابوهريره(رض)  به ور ته ويل: وايې خله دغه دواړه پلونه واخله، دغه يو خو هغسي زه نه سم په پښه کولاى، مګر بلال(رض)  به ورته ويل: يا، امير المؤمنين راته ويلي دي چي نيم مال يې واخله زه هم نيم اخلم، که زيات يا کم واخلم ښايي عُمر(رض)  عقاب يا جزاء راکي، که لږ واخلم هم بېرېږم که ډير واخلم هم بېرېږم نو يې سم نيم اخلم.
اوس نو د بلال(رض)  له طرفه د امر په عملي کولو کي دغه دقت او حرص ته وګورى او د حضرت عُمر(رض)  و هيبت او دبدبې ته وګورى چي مځکه يې په بېره ډکه کړې وه، دا د حضرت عُمر(رض)  عدل، قوت او پر خپلو آمرانو شدت ؤ.
 
۵- یوه ورځ حضرت عمر(رض)  د خپلو ملګرو او مسلمانانو وروڼو سره ناست ؤ چي یو سړﺉ په داسي حال کي چي د ډيره قهره څخه سره ایشېدی او د خلکو په منځ کي ورته راتېر سو، د سړي مُټ د ورېښتانو څخه ډک دی تر څو حضرت عمر(رض)  ته را ورسېدی او حضرت عمر(رض)  یې د اعتراض او احتجاج پر ډول پر ځیګر په دغه ورېښتانو و ویشتی، خلک ورته په قهر سوه او ځینو دا إراده وکړه چي سړي ته دغه د ده د بې ادبۍ په سبب ور حمله کړي خو حضرت عمر(رض)  و خلکو ته اشاره وکړه چي آرام کښېنی، بیا نو حضرت عمر(رض)  هغه ورېښتان سره را ټول کړه او سړي ته یې اشاره وکړه چي کښېنه، سړﺉ کښېنستی، حضرت عمر(رض)  تر هغو انتظار ورته کاوه چي د سړي قهر آرام سو نو یې ورته و ویل: وروره! اوس و وایه تا ته څه پېښه ده؟ د سړي قهر بیا را پورته سو او ویل: په والله که د اور بېره نه وای یا عمر! حضرت عمر(رض)   و ویل: په والله رشتیا وایې که د اور بېره نه وای... ستا څه قصه ده وروره!؟ سړي خپل شکایت شروع کړی چي د شکایت خلاصه یې داسي وه چي ابو موسْی الأشعري ناحقه وهلی یم او زما سر یې په چاړه را خرولی دی، نو سړي هغه خپل ورېښتان را ټول کړي وه او دغه دي حضرت عمر(رض)  ته یې پر دغه ذکر سوي ډول راوړل.
 
حضرت عمر(رض)  و ناستو خلکو ته وکتل او وې ویل: که ټول خلک د دغه سړي په قوت او جرئت کي وای دا ما ته تر ټولو هغو شیانو خوښ وه چي الله(ج)  موږ ته په غنیمتو کي راکړي دي، او بیا یې ابو موسْی الأشعري(رض)  ته و لیکل چي دغه سړي ته به اجازه ورکړې چي ستا څخه د وهلو بدله په وهلو واخلي او د خرولو بدله په خرولو واخلي.
 
حضرت عمر(رض)  هغه حاکم ؤ چي په هر قوي احتجاج او په هر شجاع اعتراض سره خوشاله کېدی، که یو سړﺉ خپل حق بېله بیري و غواړي او خپله خبره په دلاوري سره بیان کړي دغه حال و ده (رض)  ته تر هغو ډیرو فتوحاتو او تر هغو مالو چي د کسرْی او قیصر څخه یې اخستي دي خوښ دی. 
 
۶- د حضرت عُمر(رض)  د واليانو څخه يوه نفر يو څه حلوا په هديه کي ور ته را ولېږل، کوم وخت چي دغه حلوا د ده(رض)  و مخ ته کښېښوول سوه عُمر(رض)  د هغه را وړونکي څخه پوښتنه وکړه: دا څه شي دي؟ هغه ويل: حلوا ده چي د آذربايجان خلک يې جوړوي او عتبه بن فرقد (چي د آذربايجان والي دی) تا ته را لېږلې ده، حضرت عُمر(رض)  د دغي حلوا خوند وکتى، وې ليده چي خوندور شئ ده نو يې د هغه را وړونکي څخه پوښتنه وکړه: آيا د هغه ځاى ټول مسلمانان دغه خواړه خوري؟ سړي ويل يا! دا د خاصو خلکو خواړه دي، حضرت عُمر(رض)  هغه د حلوا لوښئ بيرته ټينګ بندکړى يا و تړى، او سړي ته يې و ویل: اوښ دي چيري دى؟ واخله دغه راوړى شئ دي بيرته عتبه ته ور وړه او ورته و وايه: عُمر درته وايي: د الله څخه و بېرېږه او مسلمانان په هغه شي مړوه چي ته په هغه ځان مړوې، يعني ستا او د ملت خواړه بايد يو شئ او بېله فرقه وي، د ځان دپاره خاص او خوندور خواړه مه اختیاروه.
 
۷- یو وخت د حمص د خلکو څخه يوه ډله مدینې منورې ته راغله، امیر المؤمنین د هغو څخه د دوی د والي عبدالله بن قرط په باره کي پوښتنه وکړه، هغو و ویل: ډیر ښه امیر دی خو فقط د خپل ځان دپاره یې ښه کور جوړ کړی دی، حضرت عمر(رض)  د خپله ځانه سره ویل: ښه کور!؟ په دغه کور سره پر خلکو ځان لوړوي؟ بَخٍ بَخٍ لإبن قرط... 
 
نو یې حمص ته یو قاصد ولېږی او ویل: اول خو به یې د کور دروازه ور وسوځې او بیا به دﺉ دلته ما ته در سره راولې، قاصد تر حِمصه پوري ولاړی او د هغه ځایه څخه یې د حِمص والي عبدالله بن قرط(رض)  ور سره راوستی، اول خو امیر المؤمنین د هغه د ملاقات او لیدلو څخه درې ورځي منعه وکړه او بیا یې په څلرمه ورځ د هغه د ملاقات دپاره حَرّه اختیار کړه، حَرّه هغه ځای ؤ چي هلته د زکات اوښان او پسونه ساتل کېده، سړﺉ لا د امیر المؤمنین سره نه دی مخامخ سوی چي امیر المؤمنین امر کړی چي ته خو دي دغه خپل کالي وکاږه او د چوپانانو لباس او کالی واغونده، او بیا یې ورته و ویل: دغه کالي تر هغو کالو ښه دي چي ستا پلار اغوستل، او بیا یې د چوپانانو لکړه په لاس ورکړه او ویل دغه لکړه تر هغي لکړي ښه ده چي ستا پلار به خپل پسونه په شړل، بیا یې و اوښانو ته اشاره وکړه او ویل: یا عبدالله! په دغو اوښانو پسې سه او دغه پیایه.
 
پسله څه مودې څخه چي عبدالله بن قرط دغه خپله د شبنۍ وظیفه آداء کړه نو یې را وغوښتی او په عتاب او سرزنش سره یې ورته و ویل: آیا ما ته د دې دپاره لېږلی وې چي ځان ته کور او تعمیر جوړ کړې؟ ورځه خپل کار ته دي ولاړ سه او پام کوه چي هیڅکله بیا هغه کار و نه کړې.
 
دا د حضرت عمر(رض)  د هغه امیر سره معامله او عمل ؤ چي د هغه تر لاس لاندي خلکو یا رعیتو دا شاهدي آداء کول چي ښه امیر دی، خو فقط دغه یوه نیوکه یا اعتراض یې درلودی چي د ځان دپاره یې خاص کور جوړ کړی دی.  
 
د دغه سخته دریزه سره سره چي حضرت عمر(رض)  د خپلو هغو والیانو په مقابل کي درلودی چي خپل قدرت او سلطه یې غلط استعمال کړي وای، مګر د هغه والي په مقابل کي چي تر تحقیق وروسته پاک او عفیف، د ظلم او خیانت څخه بري او بېزاره را وتلی وای هلته به دغه شدید عمر(رض)  و یوه داسي منظر او مشهد ته اوښتی چي د غبطې او مهربانیه څخه ویلي کېدی،یو وخت یوه ډله و مدینې منورې ته راغله چي د خپل والي څخه یې چي (سعید بن عامر الجمحي(رض) ) ؤ شکایت درلودی او په دغه شکایت کي یې درې نیوکي پر خپل آمر درلودې چي هغه نیوکي یې په داسي ډول سره وې:
اول: تر څو چي لمر ښه نه سي راپورته دﺉ و خلکو ته نه را وزي.
 
دوهم: د شپې و چا ته جواب نه وايي.
 
درېیم: په میاشت کي یوه ورځ د هیچا سره نه ویني.
 
حضرت عمر(رض)  خپل والي سعید بن عامر الجمحي(رض)  را وغوښتی او د شکایت کوونکو سره یې کښېناوه او شکایت کوونکو ته یې و ویل خبري وکړی.
 
هغو و ویل: تر څو چي ورځ پخه نه سي موږ ته نه راوزي، زموږ په اصطلاح کار ته ناوخته راځي.
 
امیر المؤمنین سعید(رض)  ته و کتل او ویل د خلکو جواب و وایه،
سعید(رض)  و ویل: سره د دې چي دا زما نه وه خوښه چي د دغه ناوخته راوتلو سبب بیان کړم خو اوس مجبوره یم هغه دا چي زه او زما کورنۍ نوکر او خادم نه لرو نو زه د خپلي کورنۍ سره اوړه خشتوم او بیا تر هغو انتظار ورته کوم چي خمیر سي او بیا خپله ډوډۍ پخوم تر هغه وروسته اودس تازه کوم او بیا دوی ته را وزم.
 
د حضرت عمر(رض)  په مخ کي خوشالي ښکاره سوه ځکه ده ته معلومه سوه چي د هغه چا په انتخابولو کي نه دی خطاوتلی چي ده باور په کړی ؤ.
 
او بیا یې شکایت کوونکو ته و ویل نور څه وایاست؟
هغو و ویل: د شپې و هیچا ته جواب نه وايي. یعني: که موږ د شپې دروازه هم ور وټکوو خو دﺉ جواب نه راته وايي او نه راوزي.
 
سعید(رض)  و ویل: والله دغه د شپې د جواب نه ویلو د سبب بیانول می هم نه وه خوښ، مګر ما ورځ د دوی د خدمت دپاره ګرځولې ده او شپه مي د الله(ج)  د عبادت دپاره.
حضرت عمر(رض)  و ویل: نور څه شکایت لری؟ 
خلکو و ویل: په میاشت کي یوه ورځ د هیچا سره نه ویني.
سعید(رض)  و ویل: زه خادم او نوکر نه لرم چي زما کالی را پرېمنځي، په دغه ورځ زه خپل کالي منځم بیا تر هغو انتظار ورته کوم چي وچیږي او بیا د ورځي په آخر کي راوزم.
حضرت عمر(رض)  چي د خوشاليه څخه یې مخ ځلېدی و ویل: حمد دي هغه الله لره وي چي زما فِراست یا پوهه یې پر غلطه نه ده بېولې.
 
حضرت عمر(رض)  په دې ډېر خوشاله کېدی چي د شکایت کوونکو شکایت بېځایه سي او د ده والي بري سي، ځکه ده غوښته چي یواځي د ده والیان نه بلکه ټول خلک قوي او د عیبه څخه پاک وي.
عُمیر بن سعید(رض)  د حضرت عمر(رض)  له طرفه حِمص ته د والي په صفت سره و لېږل سو (حِمص په سوریه کي د یوه ښار نوم دی) عُمیر(رض)  هلته یو کال تېر کړی خو په دغه ټول کال کي نه د هغه له طرفه کوم خبر راغلی او نه یې مدینې منورې ته د زکات یا خراج د مالو څخه یو شی را ولېږی، نو حضرت عمر(رض)  و خپل کاتب ته و ویل: عمیر ته لیک ولیږه چي دلته راسي، زه بېرېږم چي خیانت یې نه وي را سره کړی، کاتب هم لیک ولیکی چي په هغه کي یې عمیر ته لیکلي وه چي مدینې منورې ته راسه.
 
دا دی یوه ورځ د مدینې منورې په کوڅو کي یو خیرن او لغوړن سړﺉ په داسي حال کي ولیدل سو چي د سفر په دوړو کي پټ ؤ او پښې یې د مځکي څخه د ډیري ستړیا په سبب په تکلیف پورته کېدې، پر راسته اوږه یې یوه کڅوړه او یوه کاسه را اخستي وه او پر چپه اوږه یې د اوبو کوچنی ژی یا مشکوله ور سره وه او پر یوه لکړه یې تکیه کول، په ستړو قدمو د حضرت عمر(رض)  و مجلس ته ورغلی او ویل: السّلام علیک یا امیرَ المؤمنین! 
 
حضرت عمر(رض)  یې د سلام جواب ورته و وایه او بیا یې د عُمیر(رض)  څخه په داسي حال کي پوښتنه وکړه چي دغه د ده د ستړي او ستومانه، خوار او زار حالت په لیدلو سره غمجن ؤ ویل: یا عُمیر! څه حال دي دی؟ 
 
عمیر(رض)  و ویل: دغه حال مي دی چي ته یې وینې، آیا ته مي نه وینې چي په بدن جوړ یم او دنیا را سره ده چي تر دوو ښکرو یې را کشوم. 
 
حضرت عمر(رض)  و ویل: څه شي درسره دي؟ 
عمیر(رض)  و ویل: یوه کڅوړه ده چي په هغه کي زما خواړه دي او یوه کاسه ده چي په هغه کي خورک کوم او یوه مشکوله ده چي په هغه کي زما د څښلو او اوداسه اوبه را سره اخلم او یوه مي هم لکړه ده چي پر هغه تکیه کوم او که دښمن حمله راباندی وکړه په دغه لکړه جنګ ور سره کوم، 
په والله دنیا بل شی نه ده بېله دغه زما د سامانه څخه.
حضرت عمر(رض)  و ویل: پر پښو راغلې؟
- هو.
 
- آیا داسي څوک نه ؤ چي یو بوده یې درکړی وای؟
- ما ځني و نه غوښتی او دوی را نه کړی.
- هغه کار چي ما در سپارلی ؤ په هغه کي دي څه وکړه؟
- هغه ښار ته چي تا ورلېږلی وم ورغلم د هغه ځای صالح خلک مي راټول کړه او هغو ته مي د زکات او خِراج د راټولولو وظیفه ور وسپارل، تر څو چي دوی هغه د زکات او خِراج مالونه راټول کړه او ما بیا پر هغو کسانو و وېشل چي د دغه مال  مستحق وه، که د هغه مالو څخه کوم شی پاته سوی وای هغه به مي تا ته راوړی وای. 
حضرت عمر(رض)  ویل نو اوس دي موږ ته شی نه دی راوړی؟
عُمیر(رض)  و ویل: یا. 
حضرت عمر(رض)  چي ډیر خوشاله ؤ و ویل: د عمیر د ولایت موده نوره هم ور اوږده کړی،
عُمیر(رض)  و ویل: هغه وخت ولاړی چي ما کار کاوه تر دې وروسته به نه تا ته کار وکړم او نه تر تا وروسته بل چا ته.  
 
ان شاءالله نور بیا....
 
ماخذ: خلفاء راشدین.
 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته