قرآن مجید د عُمر(رض) د رأيي سره موافق نازليږي
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د حضرت عُمر فاروق(رض) فضائل ډېر زيات دي چي د هغو د جملې څخه یو هم دا دی چي د قرآن کريم یو شمېر آياتونه د ده (رض) د رأيي او نظر سره موافق نازل سوي دي.
مجاهد(رح) وايي: په یوه موضوع کي چي به د عُمر(رض) کومه رأیه وه قرآن مجید به د هغه سره موافق او برابر نازل سو.
ابن عساکر د حضرت علي(رض) څخه روایت کوي چي هغه به ویل: په قرآن کي داسي آیاتونه سته چي هغه به د عُمر(رض) رأیه او نظر ؤ.
عبد الله بن عُمر(رض) وايي: خلکو چي به د یوه شي په باره کي څه ویل او عُمر به هم څه ویل قرآن به هغه قسم نازل سو چي د حضرت عُمر(رض) رأیه به وه.
څرنګه چي حضرت عُمر(رض) د خپل رب(عزوجل) سره محبت او اخلاص درلودی نو څو واره د ده رأیه د قرآن کریم سره برابره سوې یا موافقه سوې ده، یا داچي قرآن مجید به هغه د ده (رض) رأیه تائید کړه.
علماءکرامو دغه د قرآن مجید سره د حضرت عُمر(رض) د رأيي مطابقت او برابري تر شلو ځایو زیات ذکر کړي دي خو زه به د هغو څخه څو ځايه په اختصار سره ذکر کړم.
1 - یوه ورځ حضرت عُمر(رض) د رسول الله(ص) سره طواف کاوه نو یې رسول الله(ص) ته و ویل: یا رسولَ الله! آیا دغه ځای مقام ابراهیم(ع)نه دی؟
رسول الله(ص) و فرمایل: هو دی،
ده(رض) و ویل: یا رسول الله! که چیري دغه مقام ابراهیم موږ د لمانځه کولو ځای و ګرځوو؟
په دغه وخت کي د الله(ج) دا قول نازل سو چي فرمايي:
وَاتَّخِذُوا مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى [البقره: 125]
یعني: اې مومنانو! تاسي مقام ابراهیم (د ابراهیم(ع) د درېدلو ځای) د لمانځه، دعاء او طواف ځای وګرځوی.
2 - یوه ورځ حضرت عُمر(رض) د رسول الله(ص) کور ته ورغلی او ویل: یا رسول الله! ستا کور ته صالح او فاجر خلک درځي آیا ته خپلي ښځي په حجاب او پرده سره نه امرکوې؟ په دغه وخت کي د الله(ج) دا قول نازل سو چي فرمايي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَىٰ طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَٰكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنكُمْ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاءِ حِجَابٍ ذَٰلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَن تَنكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِن بَعْدِهِ أَبَدًا إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ عِندَ اللَّهِ عَظِيمًا) ﴿الأحزاب: ٥٣﴾
یعني: اې مومنانو! تاسي د نبي(ص) کورو ته مه ننوځی، مګر هغه وخت ننوځی چي تاسي ته د خوړو د خوړلو دپاره اجازه وسي، بیا چي ورځی په داسي وخت کي ورسی چي تاسي د خوړو د پخېدلو په انتظار نه یاست.
مګر کوم وخت چي و بلل سی نو کور ته ور ننوځی، او بیا کله چي مو خواړه وخوړل نو ولاړ سی هلته د خبرو کولو دپاره مه کښېنی.
بېشکه دغه بې اجازې ننوتل او هلته د خبرو دپاره کښېنستل داسي کار دی چي رسول الله(ص) ته تکلیف او آزار رسوي او رسول الله ستاسي څخه حیاء کوي چي تاسي له کوره څخه وباسي او الله(ج) د حق خبري په ویلو سره حیاء نه کوي، او کله چي تاسي د ازواجو مطهراتو څخه کوم شی کومه متاع غواړی، یا دیوه شي پوښتنه کوی پس هغه شی د پردې تر شا ځني غواړی، دغه د پردې تر شا غوښتل ستاسي د زړو او د دوی د زړو دپاره ډیر پاک ساتونکی دي.
او تاسي ته دا نه ده روا چي رسول الله(ص) ته تکلیف او آزار ورسوی او دا هم هیڅکله نه ده درته روا چي د رسول الله(ص) ښځي پسله وفاته څخه د ده یا پسله طلاقه څخه په نکاح کړی، بېشکه دغه د رسول الله(ص) آزارول او د ده د ښځو سره تر ده وروسته نکاح کول د الله(ج) په نېز ډیره لویه ګناه ده.
نو دلته په دغه ځای کي مسلمانانو ته دا لار ښوونه وسوه چي:
اول خو تاسي د رسول الله(ص) کور ته بېله اجازې او غوښتني مه ورځی.
دوهم: چي بیا مو په میلمستیا د خوړو د خوړلو دپاره وغواړي نو د خوړو تر پخېدلو دمخه مه ورځی چي هلته د خوړو د پخېدلو په انتظار ناست یاست.
درېیم: چي خواړه مو وخوړل نو خپلو کورو او ځایو ته ولاړ سی نور نو د خبرو کولو او مجلس دپاره مه کښېنی.
څلورم: که مو د ازواجو مطهراتو څخه یو شی غوښتی یا مو د یوه شي پوښتنه ځني کول نو دغه غوښتنه یا پوښتنه د پر دې تر شا کوی.
چي دغه کارونه ټول د حضرت عمر(رض) رأیه او نظر ؤ او الله(ج) د قرآن مجید په آیاتو سره ور تایید کړه.
نن ورځ موږ هم باید په خپل ژوند او خپلو مناسباتو کي د دغه قرآني لار ښوونو مراعت وکړو، دلته په دغه آیات شریف کي زموږ د ژوند او مناسباتو دپاره نوري ډیري لار ښووني هم سته چي په بیانولو سره یې زموږ بحث اوږدیږي، فقط زموږ مقصد دا ؤ چي ډیر ځله د حضرت عمر(رض) رأیه د قرآن کریم سره برابره سوې او موافقه سوې ده، یا د قرآن مجید له طرفه د ده(رض) رأیه تایید سوې ده.
3- یوه ورځ رسول الله(ص) هغه آیاتونه تلاوتول چي د سورة المؤمنون څخه دغه اوس نازل سوي وه چي هغه داسي وه:
﴿١١﴾ وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ ﴿١٢﴾ ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ ﴿١٣﴾ ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ په تلاوت سوو آیاتو کي الله(ج) فرمايي:
خامخا په تحقیق موږ انسان له خالصو صافو خټو څخه پیدا کړی دی.
(ځکه آدم(ع) چی د ټول بشریت پلار دی د خټو څخه جوړ سوی او پیدا سوی دی او بیا د ده(ع) ټوله اولاده د نطفې څخه پیدا کیږي چي نطفه هم د مځکني حاصلاتو څخه چي خواړه او مېوې دي په وجود راځي)بیا مو وګرځول یا مو کښېښوول اولاده د دغه آدم نطفه (د منیو څاڅکی) په محکمه قرار ګاه کي (په رحم کي) بیا مو دغه نطفه د وینو یوه ټوټه وګرځول، بیا مو دغه د وینو ټوټه د غوښو ټوټه وګرځول، بیا مو په هغه غوښه کی هډوکي وګرځول، بیا مو په دغو هډوکو غوښه واغوستل، بیا مو ژوندﺉ پیدا کړي په بل پیدایښت سره.
رسول الله(ص) دغه آیاتونه تر دغه ځایه تلاوت کړه، حضرت عُمر(رض) فوراًو ویل:
فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ ﴿المؤمنون: ١٤﴾
چي ترجمه یې داسي ده:
نو د الله(ج) شان په خپل قدرت، حکمت او خلقت کي ډیر لوړ او لوی دی، تر نورو ټولو پیدا کوونکو ډیر ښه پیدا کوونکی او ډیر ښه خالق دی.دغه جمله حضرت عمر(رض) و ویل، خو رسول الله(ص) نور آیات پسي پوره کړی چي هغه هم عیناً دغه الفاظ او داسي ؤ:
فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ ﴿المؤمنون: ١٤﴾
نو د حضرت عمر(رض) وينا د قرآني آیات سره موافقه او برابره سوه.
دلته زموږ د وروستنۍ موضوع د ښه پوهېدلو او ستاسي د معلوماتو د زیات والي دپاره یو وار تر بحث دباندي یوه موضوع څېړم او بیانوم، هغه دا چي:د اسلام په شروع کي یا د قرآن مجید د آیاتو یا اوامرو په نزول کي د شرابو د څښلو په هکله څلور مرحلې تیري سوي دي، چي په اوله مرحله کي د شرابو څښل حلال او روا کار ؤ چي د هغه دپاره د الله(ج) دا قول دلیل دی چي فرمايي:
وَمِن ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالْأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿النحل: ٦٧﴾
ژباړه: او د خرما او تاکانو له مېوو څخه تاسي نشه کوونکي شراب اخلی یا جوړوی او ښه رزق یا ښه خواړه ځني اخلی، بېشکه په دغو مېوو او د هغو په مشتقاتو کي د الْهي قدرت ښکاره دلیل د هغو کسانو دپاره سته چي د عقله څخه کار اخلي یا په دغو الْهي نعمتو کي غور او دقت کوي.
تفسیر: الله(ج) د سورة النحل په ډیرو آیاتو کی هغه نعمتونه بیانوي چي و خپلو بندګانو ته یې ور کړي دي چي د هغو نعمتو د جملې څخه یې په دغه تلاوت سوي آیات شریف کي و فرمایل: چي د خرما له درختو او تاکانو له مېوو څخه تاسي نشه کوونکي شراب جوړوی او همدارنګه د خوړلو او څښلو نور ښه شیان لکه شربت، سُرکه، وچه او لنده خرما، انګور، اوڅکي او نور ځني اخلی.
په دغه آیات شریف کي شراب مباح بلل سوي دي، دغه آیات شریف په مکه مکرمه کي او د شرابو د حرامېدلو تر امر دمخه نازل سوی دی. د قرآن مجید د آیاتو د نزول په دوهمه مرحله کي که څه هم شراب حرام کړل سوي نه دي، خو دا ویل سوي دي چي شراب ښه شی نه دي بلکه ضرر یې تر فایدې زیات دی، چي هغه د الله(ج) دا قول دی چي فرمايي:
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ ﴿البقرة: ٢١٩﴾
یعني: اې محمده!(ص) دوی ستا څخه د شراب څښلو او د قمار کولو د حکم پوښتنه کوي، ته دوی ته و وایه چي په دغو دواړو کاروکي لويه ګناه ده او د خلکو د پاره ګټي دي، او د دغو کارو ګناه د دوی تر نفعي ډیره لويه او زیاته ده.
چي د دې نتیجه دا سوه چي د شرابو د څښلو څخه باید ځان وساتل سي ځکه د شرابو په څښلو سره هغه عقل چي انسان د ټولو بدو کارو څخه ځان په ساتي له منځه ځي، هغه کارونه چي انسان یې په کولو سره مکلف دی ځني پاته کیږي او هغه کارونه چي انسان ځنی منعه کړه سوی دی لکه جنګ، وژنه او نوري ډیري بد اخلاقۍ ځني کیږي، بلکه د انسان دپاره د روحاني او جسماني ناروغیو سبب ګرځي.
همدارنګه د قمار کولو څخه ظاهري او باطني ضررونه پیدا کیږي لکه د حرام مال خوړل، غلا او خیانت کول، د مال او کورنۍ ضایع کول، یو د بل سره دښمني پیدا کېدل او داسي نور. که څه هم په شراب څښلو او قمار کولو کي څه ظاهري ګټي لیدل کیږي، مثلاً د شرابو د څښلو څخه د څه وخت دپاره ظاهري خوند او لذت، خوښي او خوشالي یا بې پروايي حاصلیږي، او د قمار کولو څخه ځيني وختونه مفت او بې تکلیفه مال حاصلیږي، خو ضررونه یې لکه مخ کي چي درته و ویل سوه تر دغه مصلحت ډیر زیات دي.
د قرآن مجید د آیاتو د نزول په درېیمه مرحله کي په ځینو وختو کي د شرابو څښل منعه او حرام سوه خو په ځينو وختو کي یې بیا هم څښل جایز او روا وه، چي هغه د الله(ج) دا قول دی چي فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنتُمْ سُكَارَىٰ حَتَّىٰ تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ [النساء: 43]
یعني: اې مومنانو! تاسي په داسي حال کي لمانځه ته مه ورنژدې کېږی چي تاسي مست او نشه یاست، تر هغو پوري تاسي لمونځ مه کوی چي تاسي په هغه شي پوه سی چي تاسي هغه شی وایاست.
دلته په دغه درېیمه مرحله کي یواځي د لمانځه پر وختو د شرابو څښل منعه او حرام سوه او که چیري بیا یوه مسلمان د ماخستن تر لمانځه وروسته شراب څښلي وای مباح وه، ځکه د سهار تر لمانځه پوري د شرابو د نشې اثر له منځه تلی.
خو د قرآن مجید د آیاتو د نزول په څلورمه مرحله کي د شرابو څښل مطلق حرام او منعه سوه چي په هغه باره کي د الله(ج) دا قول نازل سو چي فرمايي:
﴿٨٩﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿٩٠﴾ إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ ﴿٩١﴾ [المائده: 91،90]
یعني: اې مومنانو! بېشکه چي شراب ، قمار ، بتان او د فال دپاره غشي نجس دي او د شیطان د عمل او کاره څخه دي، نو تاسي له دغو شیانو د استعمالولو څخه د دې دپاره ځان وساتی چي نجات او کامیابي حاصله کړی، بېشکه چي شیطان غواړي چي د شرابو په څښلو او د قمار په کولو سره ستاسي په منځ کي عداوت او دښمني، بغض او عناد واچوي او تاسي د الله(ج) د یاد او د لمانځه د آداءکولو څخه منعه کړي، نو آیا تاسي له دغو بدو کارو د کولو څخه منعه کېدونکي یاست؟
اوس به بیرته هغه بحث ته راسو چي د قرآن مجید ځیني آیاتونه د حضرت عمر(رض) د رأیې او فکره سره موافق نازل سوي دي چي په هغه جمله کي مو درې آیاته تلاوت کړه او اوس و څلورمي موضوع ته متوجه سی!
4- د قرآن مجید څخه چي اول آیات د شرابو د بدۍ په باره کي نازل سوی دي هغه د الله(ج) دا قول دی چي فرمايي:
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ ﴿البقرة: ٢١٩﴾
یعني: اې محمده!(ص) دوی ستا څخه د شراب څښلو او د قمار کولو د حکم پوښتنه کوي، ته دوی ته و وایه چي په دغو دواړو کاروکي لويه ګناه ده او د خلکو د پاره ګټي دي، او د دغو کارو ګناه د دوی تر نفعي ډیره لويه او زیاته ده.
حضرت عُمر(رض) و ویل: الْهي! د شرابو په باره کي کافي او شافي دلیل را نازل کړې، نو د الله(ج) دا قول نازل سو چي فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ [النساء: 43]
یعني: اې مومنانو! تاسي په داسي حال کي لمانځه ته مه ورنژدې کېږی چي تاسي مست او نشه یاست، تر هغو پوري تاسي لمونځ مه کوی چي تاسي په هغه شي پوه سی چي تاسي هغه شی وایاست.
بیا هم حضرت عُمر(رض) لاسونه پورته کړه او ویل: الْهي! موږ ته د شرابو په باره کي کافي او شافي بیان نازل کړې، نو د الله(ج) دا قول نازل سو چي فرمايي:
﴿٨٩﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿٩٠﴾ إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ ﴿٩١﴾ [المائده: 91،90]
یعني: اې مومنانو! بېشکه چي شراب ، قمار ، بتان او د فال دپاره غشي نجس دي او د شیطان د عمل او کاره څخه دي، نو تاسي له دغو شیانو د استعمالولو څخه د دې دپاره ځان وساتی چي نجات او کامیابي حاصل کړی، بېشکه چي شیطان غواړي چي د شرابو په څښلو او د قمار په کولو سره ستاسي په منځ کي عداوت او دښمني، بغض او عناد واچوي او تاسي د الله(ج) د یاد او د لمانځه څخه منعه کړي، نو آیا تاسي له دغو بدو کارو د کولو څخه منعه کېدونکي یاست؟
حضرت عُمر(رض) و ویل:( إنتهینا، إنتهینا) بس مو کړه، بس مو کړه.
5- یوه ورځ حضرت عُمر(رض) د غرمې په وخت کي بیده ؤ، البته د خوب په وخت کي د یو چا کالي پورته کښته کیږي خو په دغه وخت کي چي حضرت عُمر(رض) بیده ؤ د ده یو مريی هلته د ده د خوب خوني یا کوټې ته ورغلی، حضرت عُمر(رض) چي خپل ځان ته متوجه سو نو یې دعاء وکړه ویل: الْهي! داسي امر نازل کړې چي په هغه سره په دغسي حالاتو کي د مسلمان عورت و ساتل سي، نو د الله(ج) دا قول نازل سو چي فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ مِّن قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ الظَّهِيرَةِ وَمِن بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاءِ ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَّكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ طَوَّافُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَى بَعْضٍ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿النور: ٥٨﴾
یعني: اې مومنانو! هغه کسان چي ستاسي مریان دي او هغه کسان چي حُر دي خو د بلوغ و حد یا عمر ته نه دي رسېدلي، ستاسي څخه دي درې کرته یا په دریو وختو کي د ننوتلو اجازه وغواړي (یعني کوم وخت چي دوی ستاسي خوني او کوټې ته درځي تر ننوتلو دمخه دي په دغو درو وختو کي اجازه وغواړي)
اول: د سهار تر لمانځه دمخه. (چي دا د خوب وخت دی)
دوهم: د غرمې په وخت کي چي تاسي خپل لباس او کالي د ځانه څخه لیري کوی. (ځکه په دغه وخت کي هم خلک بیدیږي او آرام کوي)
درېیم: د ماخستن تر لمانځه وروسته. (چي دا هم د خوب وخت دی)
په دغو درو وختو کي ستاسي ستر ته خلل او تاوان پېښیږي (ځکه په دغو درو وختو کي عموماً هغه زاید لباس د ځانه څخه ایسته کیږي) بېله دغو درو وختو څخه که بل وخت نا بالغه هلکان یا ستاسي مینځي او مریان بېله اجازې ستاسي خوني او کوټې ته درسي پر تاسي او پر دوی کومه ګناه نسته ځکه دوی ستاسي د خدمت دپاره په وتلو او ننوتلو پر تاسي ګرځېدونکي دي، دغه ډول (لکه دغه بیان چي یې درته وکړی) الله(ج) تاسي ته د احکامو آیاتونه ښکاره بیانوي.
6- د بدر د بنديانو په باره کي رسول الله(ص) د صحابۀ کرامو سره مشوره وکړه چي څه ور سره وکو؟ حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض) و ویل: یا رسولَ الله دغه کسان زموږ اقرباء او د اکا زامن دي فدیه ځني واخله او پرې یې ږده، نورو اصحاب کرامو هم د مهربانۍ او احسان، يعني: مفت ايله کولو يا فديې مشوره ورکړه، بېله حضرت عُمر(رض) څخه چي د هغه نظر او مشوره دا وه چي ټول دي .و وژل سي او هر مسلمان دي هغه خپل قريب کافر و وژني، ډير شديد نظر ؤ حتّْی رسول الله(ص) د دغه شدت څخه متحير سو چي هر مسلمان به هغه خپل قريب وژني؟ مثلاً زوى مسلمان دى او پلار يې کافر په بنديانو کي نيول سوى دى، دغه مسلمان زوى به هغه خپل کافر پلار وژني دا د عُمر(رض) رأیه او نظر ؤ، مګر دغه رأیه د رؤف او رحيم رسول الله(ص) د خپلي نرمۍ او شفقت په سبب نه سوه خوښه او د نورو اصحاب کرامو د مشورې سره مطابق یې دا فيصله وکړه چي د بدر د جنګ بنديان په فديه سره پرېږدي، نو رسول الله(ص) د خلکو په منځ کي و درېدی او وې فرمایل: بېشکه چي الله(ج) د ځینو خلکو زړونه داسي نرم کوي چي تر شیدو هم نرم وي او الله(ج) د ځینو خلکو زړونه داسي قوي کوي چي تر ډبري هم سخت وي.
یا ابابکر! زه تا د هغو کسانو څخه وینم چي الله(ج) یې زړونه نرم کړي وي لکه ابراهیم(ع) چي د خپل قوم په باره کي یې و ویل: فَمَن تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ [ابراهیم: 36]
یعني: نو هر چا چي زما متابعت کړی دی بېشکه هغه زما د اهل او ملّت څخه دی او هر چا چي زما نافرماني کړې ده نو بېشکه چي ته بخښونکی او د ډیر رحم خاوند یې.
او لکه عیسْی(ع) چي د خپل قوم په باره کي یې و ویل:
إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿المائدة: ١١٨﴾
یعني : اې الله! که ته دوی ته عذاب ورکړې بېشکه دوی ستا بندګان دي او ته یې مالک یې پر تا هیڅ اعتراض او نیوکه نسته او که ته دوی ته بخښنه وکړې نو بېشکه ته د احکامو په چلولو یا عملي کولو کي قوي یې او د حکمت خاوند یې.
او ته یا عُمر! ستا زړه الله(ج) قوي کړی دی داسي دي وینم لکه نوح(ع) چي کوم وخت یې د خپل قوم په باره کي و ویل:
وَقَالَ نُوحٌ رَّبِّ لَا تَذَرْ عَلَى الْأَرْضِ مِنَ الْكَافِرِينَ دَيَّارًا ﴿نوح: ٢٦﴾یعني: اې زما ربه! د کافرانو څخه هیڅوک پر مځکه اوسېدونکی یا ګرځېدونکی مه پرېږده، ټول هلاک کړه.
او لکه موسْی(ع) چي د فرعونیانو په باره کي یې و ویل:
سَبِيلِكَ رَبَّنَا اطْمِسْ عَلَىٰ أَمْوَالِهِمْ وَاشْدُدْ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُوا حَتَّىٰ يَرَوُا الْعَذَابَ الْأَلِيمَ ﴿يونس: ٨٨﴾
يعني: اې زموږ ربه! د دوی پر مالو هلاک او تباهي راوله (مالونه یې محو او فنا کړه) او د دوی پر زړونو شدت او سختي راوله (پر زړو یې داسي سختي غوټي ور واچوه چي ایمان او یقین هیڅ اثر پر و نه کړای سي) دوی تر هغو ایمان نه راوړي چي دردناکه عذاب و ويني.
کله چي مسلمانانو د بندیانو د ایله کولو او د فدیې اخستلو فیصله وکړه د الله(ج) هغه قول نازل سو چي مسلمانانو ته یې د فدیې د اخستلو په سبب عتاب ورکاوه او د حضرت عُمر(رض) د رأيي تائيد يې کاوه، الله(ج) فرمايي:
( مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الْآخِرَةَ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ )﴿الأنفال: ٦٧﴾
يعني: نبي لره دا نه ښايي چي ده لره بنديان وي او د فديې په اخستلو سره یې ایله کړي، فدیه ځني واخلي او هغه بندیان ايله کړي، تر څو چي دغه نبي په مځکه کي دکفارو په وژلو قوي کيږي،
اې مسلمانانو تاسي د دنيا اسباب غواړى چي د بنديانو څخه فديه اخلى او الله(ج) تاسي لره د آخرت د ثواب إراده لري.
کوم وخت چي دغه آيات شريف نازل سو رسول الله(ص) و ژړل او ابوبکر الصّدِّیق(رض) ته يې هم دغه آیات و وایه ځکه د هغه هم د فديې اخستلو رأیه وه، هغه هم و ژړل، دغه د دوى د ژړا په وخت کي عُمر فاروق (رض) راغلى وې ليده چي دوى دواړه ژاړي، ويل: يا رسول الله! يا ابابکر! څه شي مو ژړوي؟ را ته و واياست که داسي يو کار وي چي په هغه کي زما دپاره هم ژړا لازمه وي زه به هم در سره و ژاړم او که داسي کار وي چي په ما تعلق نه لري ستاسي دپاره به در سره وژاړم، يعني: ستاسي د زړه ښه کېدلو دپاره به در سره و ژاړم، نو رسول الله(ص) په هغه عتاب چي د الله(ج) له طرفه نازل سوى ؤ خبر کړى او عُمر(رض) هم ور سره ژړل، بيا نو رسول الله(ص) و فرمايل: په والله هغه عذاب ما ته را ښکاره کړل سو او که هغه عذاب نازل سوى واى بېله عُمره بل څوک به نه واى ځني خلاص سوى.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدین.
www.taleemulislam.net