تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یوه عجیبه پیښه!
  تعلیمالاسلام ویب پاڼه
  January 11, 2021
  0

یوه عجیبه پیښه!

 

رالیږونکی:د مدرسة النور للبنات استاده/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه راویت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له تاسي مخکي په پخوانیو خلکو کي یو سړی وو چي نه نوی (۹۹) قتلونه یې کړي وه، نو ده د خلکو څخه د ځمکي پر مخ د یوه لوی عالم پوښتنه وکړه، نو یو راهب وروښودل سو، نو هغه ته ورغلی او ورڅخه ویې پوښتل چي ما (۹۹) کسان وژلي دي ایا زما لپاره توبه شته ؟ هغه وویل نه!

 

نسي قبلیدای، نو راهب یې هم قتل کړی او د سلو (۱۰۰) شمیر یې پوره کړ، بیا و بل لوی عالم ته ورغلی د هغه څخه یې پوښتنه وکړه چی ما سل قتلونه کړي دي ایا زما لپاره توبه شته؟ هغه ‍ عالم ورته وویل هو ولي نه شیي قبلیدای؟! څوک دی چي دده او توبې په منځ کي خنډ شی؟ فلانۍ ځمکي ته ولاړ شه هلته داسي خلک دي چي د الله جل جلاله عبادت کوي ته هم له دوی سره عبادت کوه او د خپلي ځمکي خواته مه راګرزه دا د بدیو ځمکه ده.

 

ده هم د نیکانو د علاقی په لور یی سفر پیل  کړ، نیمایی لاره یی تر پښو کړی وه چی مرګ ورته راغی ، دده روح د اخستلو لپاره د رحمت او د عذاب ملایکی دواړی راغلی او د دوی تر منځ اختلاف شو ،د رحمت ملایکو ورته وویل :دی تایب شوی راغلی و ،او د زړه په توجه د الله(جل جلاله)  په لور راتلونکی دی .د عذاب ملایکو وویل :

 

ده هیڅ وخت نیک عمل نه دی کړی ،ځکه نو دی د عذاب مستحق دی ،ددغو ملایکو ترمنځ شخړه روانه وه چی یوه ملایکه د انسان په شکل راغله او دوی هغه خپل حاکم وټاکه نو هغی داسی فیصله وکړه چی د دواړو ځمکو ترمنځ فاصله اندازه کړی ،له دغو دوو ځمکو څخه چی هری یوی ته نږدی وی نو هغه دده لپاره ده ،کله چی دوی دواړی خواوی اندازه کړی نو هغه خوا ورته نږدی وه چی ور روان و،نو ځکه د رحمت ملایکو د ده روح قبض کړه په یو راویت کی راځی چی الله ج هغی ځمکی ته چی دی ورڅخه روان وه حکم وکړ چی پراخه شه او د صالحینو د خوا ځمکی ته یی امر وکړ چی سره لنډه شه لو کله یی چی د دواړو خواوو فاصله اندازه کړه نو د صالحینو کلی ته یوه لویشت نږدی شو او د رحمت ملایکو یی روح قبض کړی.

 

مومنه !ددی کیسی څخه دتوبی لوی حقیقت معلومیږی چی انسان هر څونده ګنهکاره وی خو بیا هم دهغه ګناه د الله (جل جلاله) د رحمت څخه نه ده زیاته  بس نو هرانسان  باید ږر تر ږر الله (جل جلاله)ته توبه وکړی .


ماحذ:فردی اعمال

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته