تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نورو په بوټونو کي مزل!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 11, 2024
  0

لیـــــکنه: محمد داود  امیري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د نورو په بوټونو کي مزل!     

                                  
د اوسنیو انسانانو ترټولو ستره ذهني ستونزه دا ده، چي باید یو بل ته ورته واوسي، که یو څوک ووايي چي فلانکی کار سړی  نیکمرغه کوي، نو ټوله په دې لټه کي سي چي هم هغه پیل کړي، په دې سره ویلای سو، چي موږ فردي فکر نه لرو، بلکي  په ټولنیز فکر د ژوند چاري مخته وړو دا مو هېره کړې ده چي موږ هریو و دې نړۍ ته ځانګړي او نه تکرارېدونکي راغلي یوو، و هر انسان ته الله جل جلاله یو کمال ورکړی  دئ، ترڅو په ټولنه کي ئې خلک احترام وکړي او خپل ژوند ورباندي مخته یوسي، که تاسو وغواړی چي د کوم بل کس غوندي و اوسی، نو په هغه لحظه مو ځان وژنه پیل  کړه! تر ټولو سخت کار د نورو په بوټو کي مزل کول دئ، نو همدا  اوس خپل ځان ته ووایه:  چي هیڅوک  ستاسو غوندي  استعداد نه لري، تل باید هڅه وسي چي  په دنیا کي واقعي ژوند وسي، په ایډیالي کریکټر کي انسان په زیاتو ستونزو کي لوېږي، ځکه چي الله جل جلا له هر انسان دده د وړتیاوو په اساس ځانګړی خلق  کړی دئ.


اوس نو که کوم انسان و غواړي چي  د بل انسان د ژوند ستراتیژي په خپل ژوند کي عملي کړي، چي د پلي کېدو  لپاره ئې نه جسماني او نه هم محیطي امکانات لري څومره به د کړاونو سره مخ  سي؟ راځئ دغه خبره په یوه مثال کي روښانه کړو ؛ که موږ و غواړو چي د غټ موټر ټایرونه و کوچني موټر ته ولګو آيا دا شونې ده؟ که شونې هم سي څومره به بد  ښکاري او موټر به څومره په سختۍ حرکت کوي. له څه وخته وروسته به موټر خراب  او له فعالیته ولوېږي، نو تاسو هغه څه تر سره کړی، چي  وړتیا  ئې ولری، نه څه هغه چي خلګ ئې غواړي، ځکه خلګ غواړي چي هره ورځ تاسو  په  نوي کریکټر کي وویني، چي دا به درته  ستومانه کونکي وې.


محترمو لوستونکو! د خپل ژوند په کارونو کي تر ټولو وړاندي یو ښه فکر وکړه، ترڅو ښه پایله ترلاسه کړې د نورو انسانانو پېښې انسان ستړی کوي. که مو تېروتنه وکړه پروا نه لري، د اصلاح لپاره ئې وخت لري. اصلاح  ئې کړه. پر ارزښتمندو اهدافو فکر وکړی او هیڅکله د نورو پېښې مه کوی.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته