د دعاء د قبلېدلو هيله به یوازي له الله (جل جلاله) څخه کوي.
د غير الله(جل جلاله) څخه د دعاء د قبلېدلو هيله کول جواز نه لري: قال رسول الله( صلی الله عليه وسلم)" إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللَّهَ وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ." (سنن الترمذي)
ژباړه: رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي: کله چي ته غوښتنه کوې؛ نو د الله(جل جلاله) څخه ئې کوه او کله چي ته مرسته غواړې؛ نو د الله(جل جلاله)څخه مرسته غواړه.