تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۶۶۷)
سوال : زما د خولې څخه بوئ ځي. نو ايا زه جماعت لمونځ وکړم او که يا ، ولي چي کوم وخت زه د جماعت لمونځ کوم نو نور مقتديان راڅخه په تکليف کېږي.
جواب :
حامداً و مصلياً
د کوم کس چي د خولې څخه دا ډول بوى ځي(١) ،چي د هغه بوی لکبله څخه نورو خلګو ته په مسجد او صف کي تکليف رسيږي، نو له دغه کس څخه د جماعت لمونځ ساقط دى او مسجد ته به نه ورځي، کور به لمونځ کوي. (۲)
البته د شرعي حکم پر بناءله مسجد څخه منع کړل سو، د ثواب څخه نه محرومه کيږي.
جواب: مولوی عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوی سید عبدالباری
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَأَكْلُ ثُومٍ ، وَيُمْنَعُ مِنْهُ ؛ وَكَذَا كُلُّ مُؤْذٍ وَلَوْ بِلِسَانِهِ. الدرالمختار، وَكَذَلِكَ أَلْحَقَ بَعْضُهُمْ بِذَلِكَ مَنْ بِفِيهِ بَخَرٌ أَوْ بِهِ جُرْحٌ لَهُ رَائِحَةٌ. الدرالمختار مع ردالمحتار: ج١، ص٤٨٩. کتاب الصلوة باب ما يفسد الصلوة و ما يکره. مطلب في احکام المسجد. طبع رشيديه.
(۲): وإذا انقطع عن الجماعة لعذر من أعذارها المبيحة للتخلف يحصل له ثوابها. نورالایضاح: ص۷۸. مکتبه حنفیه.