تعلیم الاسلام ویب پاڼه
وې ویل: موري! زما وصيت دا دی چي کله زما روح وځي نو له ټولو څخه مخکي خپل پوړنۍ زما په غاړه کي واچوه او زما جسد لکه د سپي په ډول په غولي کی راکشوه. څرنګه چي مړ سپی خلگ پر ځمکه راکشوي، مور پوښتنه ځني وکړه چي دا ولي زویه؟! وې ویل: موري دا ځکه چي دنیا و ال خبر سي چي کوم کس د خپل رب نافرمانه وي او د خپل مور او پلار نافرمانه وي، د هغه به دا انجام وي او موري! ما په هدیره کي مه ښخوه، مور ورته وویل چې تا په هدیره کي ولي نه ښخوم؟ وې ویل: موري إما هم په دې غولي کي ښخ کړه، هسي نه چي زما د ګناهونو له کبله د هدیرې نورو مړو ته تکلیف ورسیږي۔
په کوم وخت کي چي دې زلمي په مات زړه سره د عاجزي دا خبره وکړه نو پروردګار د هغه دا خبره خوښه سوه، روح یې قبض سو، لا روح پروتلو و او مور سترګي ورټولې چي دباندی دروازه وټکېدله ښځي له دننه څخه پوښتنه وکړه چي څوک يې؟ چا دروازه وټکوله؟ ځواب راغی چي زه حسن بصری یم ورته یې وویل چي حضرت تاسو څرنګه؟ وې فرمایل چي کله ما تاته ځواب درکړ اوزه ویده سوم نو ماته په خوب کي د الله دیدار رانصيب سو او پروردګار راته وې فرمایل چي حسن بصري! ته زما څنګه ولي يې؟ چي ته زما د یو ولي له جنازې کولو څخه انکار کوې. زه پوه سوم چې الله تعالی ستا د زوی توبه قبوله کړې ده او ستا د زوی د جنازې کولو لپاره حسن بصري سحلية راغلی دی ولاړ دی.
ای خوږ الله! کله چي ته دومره کریم يې، که له مرګ څخه یو څو ګړیه مخکي یو کس شرمنده سي نوته د هغه د ټول عمر ګناه معافوې نوزما مالکه! موږ نن ستا په کور کي ناست یو، نن موږ د خپل جرم معافي غواړو او د خپلو خطاوو معافي غواړو ، زما مالکه! موږ مجرمانيو، موږ د خپلو ګناهونو اعتراف کړو، ای الله! موږ درواغ نه سو ويلای، زموږ حقیقت ستا په وړاندي دي، زما مولا! زموږ ګناهونه معاف کړه، موږ خو د لمر ګرمي نسو زغلملای، ای الله ! د دوږخ ګرمي به څرنګه وغملای سو،
ای پروردگار عالمه! زموږ توبه قبوله کړه او پاته ژوند د ايماني او قرآني تېرولو توفیق راکړه. (دوائی دل: ص۸۷-۹۱)
ماخذ : پاشلي ملغلري
www.taleemulislam.net