د درود شریف اهمیت او فضیلت(۶)له فضاله بن عبید رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو سړی دعا واورید چې د لمانځه وروسته یې کوله ، چې نه یې پکې د الله لویی او ثنا ولوسته او نه یې په رسول الله درود واستاوا .رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دا سړی بیړه وکړه . بیا یې هغه را وغوښت او ورته یې وفرمایل :« إذا صلَّى أحَدُکُمْ فلیبْدأْ بِتَحْمِیدِ ربِّهِ سُبْحانَهُ والثَّنَاءِ علیه، ثُمَّ یُصلی عَلى النبی صَلّى اللهُ عَلَیْهِ وسَلَّم ثُمَّ یدْعُو بَعدُ بِما شاءَ »ژباړه: کله چې د تاسې نه کوم څوک لمونځ ادا کړی باید (دعا) د خپل رب په حمد او ثناء شروع کړی او بیا په پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندې درود واستوی وروسته دې د خپلې خوښې دعا وکړي.