د رَضَاعَت يعني شيدو رودلو مده دوه كاله ده ، هلك يا نجلۍ چي د خپل عمر په دوه كلنۍ كي د ښځي شيدې ورودي هغه ښځه د دې هلك او نجلۍ رضاعي مور ګرځي .
كه كوچنى تر دوه كلنۍ وروسته د ښځي شيدې ورودي شيدې ورکونکې ښځه يې رضاعي مور نه ګرځي .
البته د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه په آند د رَضَاعَت مده دوه كاله او شپږ مياشتي ده ، كه هلك يا نجلۍ د دېرشو مياشتو په عمر كي دننه د ښځي شيدې ورودلې نو د رَضَاعَت حكم په ثابتيږي .
د رَضَاعَت حكم په يو ځلي تى رودلو ثابتيږي ،همدا ډول د لږو شيدو په رودلو سره هم ثابتيږي ، دغه راز كه ښځه په لوښي كي خپلي شيدې ولوشي ، بيا يې كوچني ته په جوشك يا كاچوغه کي وركړي پدې سره هم د رَضَاعَت حكم ثابتيږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک-نکاح