د پهلوان امام بخش کیسه
لیکنه : محمد شفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یو بزرګ سړي یوه ورځ هدیرې ته ولاړی چې هلته په هغوی فاتحه ووايی ، هغه فاتحه ولوستله او مخکي شو ، ناڅاپه يې یو زوړ قبر ولیدی ګواکي چي هغه وايي.
حضرت ! موږ ته هم څه عطیه او تحفه راکړئ ، موږ هم محتاج یو ، دابزرګ هغه قبر ته ولاړی او څه چې الله توفیق ورکړ، هغه يې ولوستل ، ناڅاپه د هغه قبر پر تخته نظر ولګېدی ، کومه چې قبر ته نژدې پرته وه ، هغه تخته يې راواخیستله او پاکه يې کړه ، پر هغې لیکل شوي وو :
هغه پهلوان و چي په ده پسي به باچاهانو فیلان لیږل او کورته به يې رابلی او پر کوربچو به يې کښیناوه ، نن یو سبحان الله ته محتاج دی .
ماخذ : پاشلي ملغلري
www.taleemulislam.net