تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
داړیکو جوړولو زرینو لاري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 23, 2021
  0

داړیکو جوړولو زرینو لاري 


ژباړه:محمد اسمعیل شهاب /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د انسان بېلا بېلو رشتو (اړيکو) او متفرقه مسئوليتونو ته په کتلو سره نبي عليه السلام په خپلو متعددو اقوالو کي د اُمت لپاره لارښووني کړي دي او بې نهايته د هغه کمزورو او باريکو اړيکو طرف ته ئې توجه ښودلې ده چي د هغه د غفلت او بې پروايي څخه د انسان دنيايي ژوند تريخ او اُخروي ژوند دردناکه کيږي. 


دغه ارزښتناکي لارښووني یو په بل پسې درته ږدو:


د جنګ او شخړو څخه ځان ساتل: حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: مسلمان ته بې له وجه بد ويل  ګناه ده او د هغه سره بې له وجه جنګ کول کفر (يا هغه ته نژدې) دي. جامع ترمذي البروالصلة ۱۹۸۳.
وضاحت: د يو مسلمان سره بې له وجه جنګېدل او بد و رد ورته ويل کبيره ګناه ده .


ډاکټر عبدالحی عارفي رحمة الله عليه فرمايي: د مؤمن زړه خو الله تعالی د يوه کار لپاره جوړ کړی دی، هغه دا چي د مؤمن زړه صرف د الله تعالی د نور ځای (جلوه ګاه) ده، په هغه زړه کي د الله تعالی ذکر او ياد وي، د هغه فکر او د هغه محبت وي، يعني د مؤمن زړه د الله تعالی د محبت ځای دی، دا زړه د الله تعالی د نورځای دی، ښايي چي انسان هر څونه بد و اوسي، خو که د هغه په زړه کي ايمان وو، يو وخت نه يو وخت به ئې زړه ته د الله تعالی محبت حتماً لويږي. او کله چي دا زړه الله تعالی خپل د محبت لپاره جوړ کړی دی؛ نو د يو مؤمن زړه ماتول؛ په حقيقت کي د الله تعالی پر جلوه ګاه (د نورخونه) العياذبالله حمله کول دي؛ نو د دې لپاره فرمايي: چي تاسي ته د دې حق نسته چي تاسي د بل مسلمان زړه مات کړئ. 

 

مفتي محمدتقي عثماني صاحب د امت برکاتهم په دې اړه فرمايي: هغه طعنه او لغازونه چي د چا زړه په ازاريږي د يو مؤمن لپاره د هغه څخه په مکلمه توګه پرهېز(ځان ساتل) په کار دی؛ ځکه که ستا له دغه طعنې او لغاز په وجه د يو چا زړه ازار سو او د چا زړه مات سو؛ نو ستا په دغه عمل سره د داسي کبيره ګناه ارتکاب وسو؛ چي تر هغه وخته نه معافيږي تر څو چي هغه د حق خاوند بخښه نه وي درته کړې، محضي توبه کول کفايت نه کوي. العياذبالله.

 

له سهاره ترماښاه پوري خپل ژوند و ارزوی؛ ايا کله چي د خلکو سره زه مخامخ کېږم او د هغوی څخه شکايتونه کيږي، آيا داسي نه وي چي زما څخه په هغه کي طعنه يا زړه ازاري سوې وي. د دې خيال په ساتلو کي ژوند تېر کړي، کومه خبره چي نورو ته کول غواړې په نرمي او شفقت سره ئې وکړه. که چيري د چا څخه شکايت هم لرې هغه را وغواړه په يوازيتوب کي ورته ووايه؛ چي ستا څخه دغه شکايت لرم. تر څو چي د هغه زړه مات نه سي.

 

ماخذ : تعلیم الاسلام مجله (۲۶ ګڼه )


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته