دلايل
الله جل جلاله د زينب بنت جحش رضي الله عنها د نكاح تړون د حضرت محمد صلی الله علیه سره د ماضي مطلق په صيغه داسي په
قرآن پاك كي بيان كړى دى :
فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا (الاحزاب ايت ۳۷ )
ژباړه : نو څه مهال چي زيد د زينبي څخه خپل حاجت پوره كړى ( يعني طلاق يي وركړى ، عده يې تېره سوله ) موږ تا ته په نكاح دركړله .
زَوَّجْنَاكَهَا د ماضي مطلق صيغه ده په پښتو يي معنا داسي ده : موږ تاته په نكاح دركړله .
يوې ښځي د خپل ځان د نكاح اختيار رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وركړى ، بيا يوه سړي رسول الله ته وويل : دا ښځه ما ته په نكاح راكړه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې نكاح د دې صحابي سره د ماضي قريب يا نژدې تېري زماني په صيغه داسي وتړل :
قَدْ زَوَّجْنَاكَهَا (رواه البخاري)
ژباړه : موږ دا تا ته په نكاح در كړې ده .
په عربي كي چي د ماضي مطلق پر صيغه قد داخل
سي ماضي قريب ورڅخه جوړيږي .
د پښتو په محاوره كي د نكاح او داسي بل تړون ايجاب او قبول د ماضي قريب يا نژدې تېري زمانې په صيغو غوره او هم د فهم وړ ښكاري .
په دې ډول چي د ښځي وكيل په ايجاب كي ووايي :
ما پلانكۍ و پلانكي ته په نكاح وركړې ده .
د سړي وكيل په قبول كي ووايي :
ما پلانكۍ و پلانكي ته په نكاح قبوله كړې ده.
د نكاح په عَقْد او تړون كي كه يو طرف د مستقبل يعني د امر صيغه وكاروي او بل طرف د ماضي صيغه استعمال كړي دا هم صحيح كيږي .
د مثال په ډول يو سړى د ښځي وكيل ته ووايي : ته پلانكۍ ښځه كوم چي ته يې وكيل يي ماته په نكاح راكړه .
د ښځي وكيل په هماغه ګړي د شاهدانو په حضور كي ورته ووايي :
ما په نكاح دركړې ده .
ځكه دلته د ښځي وكيل د نارينه له خوا هم وكيل ګرځي ، د نكاح په عَقْد كي يو نفر د دواړو لخوا وكيل ګرځېدلاى سي ، د وکيل وينا هم ايجاب او هم قبول ګڼل كيږي .
په مخكني حديث كي چي يوې ښځي د خپلي نكاح اختيار رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وركړى وو او بيا يوه صحابي رسول الله ته وويل : زَوِّجْنِيهَا دا ښځه ما ته په نكاح راكړه ، هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د ښځي او هم د سړي لخوا وكيل وټاكل سو ، نو د دوى دواړو نكاح يې د شاهدانو په حضور داسي وتړل : قَدْ زَوَّجْنَاكَهَا بِمَا مَعَكَ مِنْ الْقُرْآنِ . (بخاري عن سهل بن سعد)
ژباړه : موږ دا تاته ددې كبله چي ستا څه اندازه قرآن ياد دى په نكاح در كړې ده .
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په همدې وينا د دوى دواړو تر
منځ نكاح و تړل سوله .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک، نکاح