د اوبو پر سکتور د اقلیم بدلون اغېزې
لیکنه او تحلیل: انجینر مطیع الله ذهین/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اقلیم په یوه نسبتاً اوږده موده کي د یوې معیني سیمي چاپېریالي حالاتو ته ویل کیږي. د اقلیم سره د اوږدې مودې له پاره د حرارات درجه، د لمر د وړانګو شدت، اورښت (واوره، باران)، باد، لندبل، نسبتي لندبل او نور عوامل په پام کي نیول کیږي. او د اقلیم تغیر او بدلون بیا په اقلیمي خصوصیاتو (اورښت، باد، طوفان، لندبل، حرارت درجه، نوري انرژي، ...) کي د اوږدې مودې بدلون دئ.
په طبیعت کي د انسانانو خپل سرې، حارصانه او ظالمانه مداخله د دې سبب ګرځېدلې/ ګرځي، چي ګڼ شمېر داسي لوی او کوچني مشکلات او خطرونه په وجود ورسره راسي، چي ژوند (انساني، حیواني او نباتي) ته ئې تهدیدونه پېښ کړي دي، د ژوند چاپېریال ورسره تخریب او بدلیږي، اقلیم تغیر او بدلون کړی، د مځکي هوا ورځ تر بلي ګرمیږي، اورښتونه کم سوي او یا بې وخته سوي او سېلابي سوي، د کرهنیزو محصولاتو کمیت او کیفیت دواړه ښه اغېزمن سوي او د ګڼو نورو مشکلاتو او تهدیدونو ترڅنګ د پخوا په پرتله د تودوښي اندازه د ساتني ګرېډ په درجه ډېره لوړه تللې ده او د لا لوړېدو احتمالات ئې هم خورا ډېر دي. دا ساده او کوچني مشکلات او خطرونه نه دي؛ بلکي د نړۍ په لومړۍ درجه مشکلاتو کي راځي، چي مخنیوی او مهار ئې خورا ډېر کار غواړي.
د اقليمي بدلون په سبب د اوبو پر سکټور اغېزې
اقلیم بدلون یوه نړۍ واله او د ټولو هیوادونو مشترکه ستونزه ده، چي تر ډېره د صنعتي هیوادونو د فعالیت څخه رامنځته سوې/ کیږي او د نړۍ فقیر او غریب هیوادونه، چي په اقلیم بدلون کي چندان اغېز هم لري، ډېر اغېزمنوي. پر همدې اساس په ۲۰۱۵ مېلادي کال کي د پاریس تړون پرمختللي هیوادونه په دې مکلف کړله، چي له اغېزمن سوو هیوادونو سره مالي مرسته وکړي؛ ترڅو د اقلیمي بدلون اغېزې او زیانونه جبران کړي.
د اوبو سکټور د خوړو د تولید او پر ځان د متکي کېدو او بسایني لومړنۍ اړتیا ده او د دې خورا مهم سکتور تر ټولو لویه او مهمه ستونزه د اقلیم بدلون د اغېزو ده. وړاندویني، تحلیلونه او شواهد ښیي چي د اقلیم بدلون په سبب د اوبو منابعو ته لاندي اغېزې او خطرونه رسېدلي او متوجه دي:
• د یخچالونو ویلي کېدل.
• د نباتاتو په واسطه د اوبو ډېر مصرف.
• د اوبو د تبخير د اندازې لوړېدل او ډېرېدل.
• د خاوري د لندبل کمېدل.
• د اوبو د اړتیا ډېرېدل.
• تر مځکي لاندي (تحت الارضي) اوبو د سطحي ټيټېدل او وچېدل.
• د سېلابونو ډېرښت.
• د اوبو د کیفیت کمېدل.
• د اوبو د جریان او دوران کمېدل.
• د اورښتونو په شکل، شدت، د اورېدو په ځای او وخت کي ئې بدلون راتلل.
• اوږده او دوامداره وچکالي او د اوبو کمښت.
• د مځکتوږني ډېرېدل، چي د رسوباتو د ډېرېدو سبب کيږي.
• او ګڼ نور
زموږ هیواد
زموږ په هیواد کي هم د اقلیم بدلون او نورو علتونو او عواملو په سبب د نورو مشکلاتو ترڅنګ د مسلسلو او دوامداره وچکالیو، بې وخته او بې موسمه اورښتونو او سېلابونو راتلو، د پسرلنیو بارانو د کمېدو او په مجموع کي د اوبو د کمښت او قحطۍ ګراف خورا لوړ سوی، چي په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د ميلیونو انسانانو ژوند ورڅخه اغېزمن سوی/ کیږي.
که څه هم پر اقتصاد د اقلیمي بدلون اغېز محاسبه کول پېچلی او ګران کار دئ او زموږ په هیواد کي ئې په اوسنیو شرایطو، ظرفیتونو او امکاناتو محاسبه مشکله ده؛ خو د ځینو راپورو پر بنسټ، چي اقلیمي بدلون د هیوادونو د عوایدو ۱۸ سلنه ټیټولی سي. دا چي اقلیمي بدلون لومړی د کرهڼي سکتور ګواښي او زموږ د اولس اقتصاد تر ډېره پر کرهڼه ولاړ دئ او نور سکتورونه مو څونده چي لازمه ده هغونده فعال نه دي؛ نو اقلیمي بدلون د افغانستان پر اقتصاد او کرهنیزو عوایدو تر ۱۸ سلني ډېر اغېز کوي. له همدې کبله اړتیا وه/ ده څو زموږ د اوبو، چاپېریال او کرهڼي سکتورو او نورو برخو مسؤلین له یوې خوا د حالاتو سره د توافق او د خپلو اوبيزو سرچينو د قوي مديريت له پاره کار وکړي او له بلي خوا د نړۍ والو سره پر دې مشترک مشکل مسلسل بحث او خبري وکړي او له هغو څخه د اقلیم بدلون د زیانونو د مدیریت او جبران له پاره مالي مرستي تر لاسه سي. دا مرستي خیرات نه؛ بلکي د پاریس اقلیمي تړون پر بنسټ او اساس د پرمختللو هیوادونو مکلفیت دئ، چي غریبو، کمزورو او د اقلیمي بدلون له اغېزو څخه زیانومن سوو هیوادونو ته ئې ورکړي.
www.taleemulislam.net