نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: که چا لره بېره وي چي د شپې به راپورته نه سي نو وتر دي د شپې په لومړی برخه کي کوي (تر خوب مخکي) او که څوک تا هيله ولري (په ځان باوري وي) چي د شپې په آخر کي به (د تهجد لمانځه ته) راپورته سي نو بيا دي وتر د شپې په آخره کي کوي ځکه د شپې آخري لمانځه ته ملايئکي حاضريږي او همدا افضل دی (چي وتر څوک د شپې آخر ته وځنډوي). رواه مسلم