مخکي مو ولوستل چي صحيح بيع هغه ده چي په هغه کي جهالت ، اِکراه ، توقيت ، د وصف غرر ضرر او فاسد شرط نه وي ځکه که د همدغو عيبونو څخه يو عيب پکښي ومندل سي نو بيع فاسده کيږي .
د جهالت د له منځه وړلو د پاره د مَبِيعِې او ثمن معلومول ضروري دي ، ځکه د مَبِيعِې يا ثمن نه معلومول د تسليمي په وخت کي د بايع او مشتري ترمنځ د اختلاف سبب ګرځي .
که مَبِيعَه معلومه نسي ډېر ځله به داسي پيښيږي چي بايع به بيکاره شى ورکوي خو مشتري به ښه شى ځني غواړي .
که ثمن معلوم نسي بايع به ډېري پيسې ځني غواړي خو مشتري به لږ پيسې ورکوي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات