د ابو عبید الثقفي(رضي الله عنه)د لښکر جوړېدل او عراق ته لېږل
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ابوبکر الصّدِّیق(رضي الله عنه) وفات سو او تر هغه وروسته د اسلامي دولت إداره د حضرت عُمر(رضي الله عنه) وظيفه وګرځېده، نو حضرت عُمر(رضي الله عنه) مُثنْی بن الحارثه(رضي الله عنه) امرکړى چي ته عراق ته ولاړ سه او إن شاءالله کومک به پسي درسي، بيانو عُمر(رضي الله عنه) په خلکوکي ږغ وکړى چي څوک په مُثنْی پسي عراق ته ځي؟ اول هغه څوک چي د تللو دپاره يې آمادګي ښکاره کړه هغه ابوعبيد بن مسعود الثقفي(رضي الله عنه) ؤ،
چي د ثقيف او طائف د مشرانو څخه ؤ او د عُروه بن مسعود الثقفي ورور ؤ، که څه هم دغه ابوعبيد د اصحاب کرامو څخه نه دى بلکه د تابعينو څخه دى، خو دغه ابوعبيد الثقفي اول هغه څوک ؤ چي و عراق ته د تللو دپاره آماده سو او د طائفه څخه لښکر ورته راټول سو، نو حضرت عُمر(رضي الله عنه) دئ د دغه کومکي لښکر امير و ټاکى او دا یې هم ورته و ویل چي عراق ته ورسېږې هلته به هم د ټولو لښکرو قومنداني ستا پر غاړه وي، عُمر(رضي الله عنه) نور خلک هم ورته را ټولول او ابوعبيد ته يې نصيحت پسله نصيحته کاوه، نصيحت په تقوْی، نصيحت په عدل او امانت، نصيحت په همت او ښه معامله چي يو د نصيحتو او وصيتو څخه يې دا ؤ: چي فُرس يا فارسيان د چم او مکر خلک دي ډير احتياط ور سره کوه، پر کارو تلوار مه کوه او د خپلو ملګرو سره په هر شي کي مشوره کوه ځکه فارسيان پر شر تربيه سوي دي، د چم او خطايستلو خلک دي.
پسله هغه څخه چي مُثنْی(رضي الله عنه) د امیر المؤمنین حضرت عُمر(رضي الله عنه) سره ملاقات وکړى نو عراق ته ولاړى، کوم خلک چي شا و خوا په جزيرة العرب کي اوسېده او عراق ته نژدې وه، د دې په عوض چي مدينې منورې ته ولاړ سي او د ابوعبيد د کومکي لښکره سره ملګري سي مستقيم عراق ته ولاړل.
په دغه وخت کي چي دلته مسلمانان د ابوعبید الثقفي په مشرۍ لښکر جوړوي او خلک سره يو ځاى کيږي هلته د فارسيانو حکومت په هغه اختلافاتو مشغوله ؤ کوم چي د هغو د پاچا تر مرګ وروسته په وجود راغلي او پېښ سوي وه، د کسرْی په کورنۍ کي پر حکم اختلافات موجود وه، هر يوه کوښښ کاوه چي دئ قدرت ته ورسيږي، خو په آخر کي متوجه سوه چي د مسلمانانو له طرفه خطر ډېريږي، د مسلمانانو لښکري سره يو ځاى کيږي او موږ ته را نژدې کيږي او موږ دلته په اختلاف مشغوله يو، موږ بايد د حکم او پاچا موضوع حتماً فيصله کړو، د داخلي اختلافاتو څخه ځانونه فارغه کړو او د باندني خطر ته متوجه سو، نو فارسيانو د يوې ښځي پر پاچهۍ اتفاق وکړى چي هغه ښځه قودان د کسرْی لور وه، دغه قودان اوله ښځه ده چي د فارس پاچا مقرره کيږي او د دې سبب هم دا ؤ چي په دغه داخلي اختلافاتوکي یا خو د کسرْی زامن و وژل سوه يا هغه چي ژوندي پاته وه نه وه وژل سوي هغه پټ سوه، د فارس د حکومت سیاسي مشاورينو پر دې فيصله وکړه ويل: تر څو چي د کسرْی د زامنو څخه يو نفر ښکاره کيږي تر هغه وخته دي د کسرْی لور زموږ پاچا وي.
دغي ښځي يو نفر چي نوم يې رُستم ؤ وزير دفاع يا د فارس د حکومت د عسکري چارو عمومي مشر او قومندان مقرره کړى، رُستم چي د مسلمانانو خطر پخوا لا حِس کړى ؤ فوراً يې څو لښکري د جامان په قومندانۍ سره يو ځاى او د جنګ دپاره آماده کړې، دغه لښکري يې په عراق کي و هغو منطقو ته و لېږلې چي د فارسيانو تر حکم لاندي وې او يو بل لښکر يې د نَرس په قومندانۍ و بصرې ته ولېږى (بصره د دَجله او فُرات چي دوې لويي لويي ولې يا نهرونه دي په منځ کي واقع ده) او يو بل لښکر يې مستقيم د مُثنْی(رضي الله عنه) پر طرف ور ولېږى چي هلته د مسلمانانو پر لښکر حمله وکي.
رُستم و هغه زمينداره باغوانانو او بزګرانو ته کوم چي مسلمانانو ته تسليم سوي وه او مسلمانانو ته یې جزيه ورکول هم حال ولېږى ويل: مسلمانانو ته ياغي سى او بيرته فارس ته تسليم سى، ځکه د فارسيانو هغه داخلي اختلافات حل سوه او زموږ دولت قوي او حکم مو ثابت او قائم سو، نو اوس مو د مُثنْی(رضي الله عنه) سره هغه د جزیې عهد او وعده مات کړى جزيه مه ورکوى،
د مسلمانانو په مقابل کي و درېږى انقلاب جوړکى، د رُستم په دغو اوامرو سره د عراق په هغه فتحه سوو منطقو کي سرکښي او بغاوتونه شروع سوه، ځکه هغه خلک په حقيقت کي د فارسيانو دوستان وه او فارسيان يې تر مسلمانانو قوي بلل، دا چي فارسيان ضعيفه سوي وه د دوى په فکر د دغه ضعف سبب هغه داخلي اختلافونه وه او اوس چي هغه اختلافونه حل سوه نو د فارس حکومت قوي دی، نو ځکه د عراق خلک پسله هغه څخه چي مسلمانانو ته تسليم سوي وه اوس د مسلمانانو پر ضِد و درېدل، او هلته د فارس له طرفه درې قوي لښکره نور هم را رهي دي، مُثنْی(رضي الله عنه) ډير لوى او عظيم خطر حِس کړى، يو خو د عراق خلک بيرته ياغي سوه او بل درې لوى لښکره نور هم د دوی د جنګ دپاره را رهي دي.
مُثنْی(رضي الله عنه) د حِيره د ښار څخه و وتى، هغه حيره چي د ډير پخوا څخه د عراقي عربو پايتخت ؤ او و فارسيانو ته تابع يا وفاداره ؤ، خو كله چي مسلمانانو عراق ونيوى دوى هم دغه د حِيره ښار د خپل حکم او لښکرو مرکز وګرځاوه، مسلمانانو اوس دغه خپل مرکز او پايتخت چي د حِيره ښار ؤ په دې سبب پرېښاوه چي ويل: ښايي دغه خلک هم زموږ مخالف سي او بيا به خطر د داخل او خارجه څخه راته متوجه وي، حيره يې پرېښوول او د نمارِق و منطقې ته يې حرکت وکى، مُثنْی(رضي الله عنه) و امير المؤمنين عُمر(رضي الله عنه) ته حال و لېږى چي ژر کوه کومک ژر راولېږه، مګر کومکي لښکر چي مشر يې ابوعبيد ؤ و ځنډېدى، په دغه موده کي د فارسيانو لښکر د نمارِق و منطقې ته د مُثنْی(رضي الله عنه) و لښکر ته ور و رسېدى.
ابو عبيد او د هغه لښکر لا نه دى را رسېدلى چي دلته د نمارِق په منطقه کي د مسلمانانو د هغه کوچني لښکر او د فارسيانو د هغه لوى او قوي لښکر چي قومندان يې په خپله جامان دى په منځ کي جنګ شروع سو، دغه اسلامي لوى عسکري قومندان مُثنْی بن الحارثه(رضي الله عنه) په هغه کوچني لښکر وکولاى سواى چي و فارسيانو ته ماته او شکست ورکړي او وې کولاى سواى چي د مسلمانانو په دغه لږو قواوو د فارسيانو د لښکر لوى قومندان جامان بندي ونيسي.
(د جامان بندي کېدل يا د بندي په شكل سره نيول ځان ته قصه لري)
هغه داچي: کوم وخت چي د فارسيانو لښکر ماته و خوړه د مسلمانانو څخه يوه نفر وکولاى سواى چي په جامان پسي ور ورسيږي او جامان ته يې و ويل: تسليم سه زه به امان درکم، جامان چي د فارسيانو د لښکر عمومي قومندان ؤ و مسلمان ته و ویل: ته د لښکر قومندان يې چي ما ته امان راکوې؟
مسلمان ويل: يا! زه د لښکر څخه يو فرد او يو نفر يم، جامان و ویل: ته يو عادي فرد او عسکر يې څنګه امان راکوي؟ مسلمان و ویل: ته تسليم سه زه امان درکوم، جامان هم تسليم سو، ځکه د ژوند او مرګ مسئله ده، د ده دپاره تر وژل کېدلو تسليمېده ښه دي، مګر مُثنْی(رضي الله عنه) پر هغه مسلمان په قهر سو ويل: ته څنګه د کفارو و يوه قومندان ته امان ورکوې؟ موږ غواړو چي د فارسيانو شوکت او دبدبه ور مات کړو او ته امان ورکوې؟ نو مُثنْی(رضي الله عنه) و حضرت عُمر(رضي الله عنه) ته حال ولېږى چي په دغه باره کي څه عمل وکو؟ د فارسيانو د لښکر قومندان مو نيولى دى خو يوه مسلمان امان ورکړى دى، حضرت عُمر(رضي الله عنه) ور ته وليکل: څرنګه چي يوه مسلمان امان ورکړى دى نو يې پرېږدى، ځکه هغه کښته مسلمان کولاى سي چي و يو چا ته امان ورکړي.
مګر په وروسته کي بيا اوامر صادر سوه چي يو عادي مسلمان به و چا ته امان نه ورکوي، ځکه په دې کار سره بې نظمي پېښيږي، خو د اسلام په شروع کي هر مسلمان و چا ته امان ورکولاى سواى او په دغه امان سره عمل کېدى.
خير د فارسيانو لښکر ماته و خوړه او دغه ماتي سوي قواوي د عراق په منځ کي په يوه مرکزي منطقه کي سره يو ځاى سوې او رُستم د خپلو لويو قومندانانو څخه يو قومندان د جالينوس په نامه د يوه لويه لښکره سره و دغه مرکزي منطقې ته ولېږى او هلته د مسلمانانو او مدینې منورې له طرفه ابوعُبيد الثقفي(رضي الله عنه) د هغه کومکي لښکر په ملګرتيا عراق ته را ورسېدى او فوراً يې د هغه مرکزي منطقې پر طرف حرکت وکړى.
د فارس د لښکر قومندان جالينوس په بېره او تردد کي دى، ځکه د عراق په ټولو جنګو کي (د عراق د فتوحاتو د شروع څخه بيا تر اوسه) مسلمانانو په يوه جنګ کي ماته او شکست نه دى خوړلى نو خود فارسيان د خپله قومندانه سره په بېره او تردد کي وه.
اوس چي په دغه مرکزي منطقه کي د لوى جنګ دپاره تياري او آمادګي نيول کيږي، ابوعُبيد منطقې ته را و رسېدى، هلته د فارسيانو هغه پخوانۍ ماتي سوي قواوي موجودي دي، مګر جالينوس د هغه خپله لښکره سره لا نه دى را رسېدلى په لارکي دى، خو ابوعبيد د رارسېدلو سره سمدستي د هجوم امر وکى، د مسلمانانو له طرفه حمله شروع سوه او وې کولاى سواى چي د جالينوس تر را رسېدلو دمخه د فارسيانو و لښکر ته ماته ورکي، ابوعبيد(رضي الله عنه) په منطقه کي شاو خوا ډلي لېږي او منطقه يې تر تسلط لاندي راوستل، د منطقې خلکو بيرته جِزيه ورکول شروع کړه، دا هغه خلک وه چي يو وار تابع سوي او بيا ياغي سوي وه.
جالينوس په تعجب کي سو چي د مسلمانانو په إجرا آتو او عملياتو کي څومره سرعت او چابکي ده دا يو غير عادي عسکري قدرت دى، مګر کوم وخت چي جالينوس په خپله منطقې ته را ورسېدى په هغه اول شکست او ماته نه ؤ قانع، مغرور او متکبر ؤ، دوهم وار يې بيا د جنګ غوښتنه وکړه، اوس نو د دوهم وار دپاره د ابوعُبيد(رضي الله عنه) او د جالينوس د هغه لوى لښکر په منځ کي جنګ شروع سو، د فارسيانو لښکر دوهم وار بيا شکست و خوړى او جالينوس د ميدان جنګ څخه و تښتېدى او مداين ته ولاړى.
دا اخبار نشريږي چي د فارسيانو لويي لويي لښکري د لويو او جرارو قومندانانو په مشرۍ يو په بل پسي ماته او شکست خوري.
رُستم هغه چي د فارس د دولت عسکري مشر بلکه پاچا ؤ لوى او شديد خطر یې حِس کړى، ځکه د ده هغه تجربه ناکه لوى قومندانان د هغه جرارو لښکرو سره د مسلمانانو د يوه کوچني او کومکي لښکر له طرفه ماتيږي، حتّْی دغه لښکر د مسلمانانو هغه اصلي لښکر هم نه دى، نو رُستم و ویل: د يوه لوى او فيصله کونکي جنګ څخه چاره نسته، نو يې د خپلو لويو قومندانانو څخه هغه لوی او تجربه کاره قومندان چي (جالوبيد) نومېدى د خپل لوى، قوي او خطرناکه لښکر سره و منطقې ته ور ولېږى او د فارس هغه لوى بيرغ يې په لاس ورکى، چي دغه بيرغ د فارسيانو هغه لوى بيرغ ؤ او بېله لويو او فيصله کونکو جنګو په بل جنګ کي نه را ايستل کېدى او د فارس و دغه بيرغ ته (تُرکِش کابيان) ویل کېده، د دغه بيرغ اوږد والى دوولس متره ؤ او ارتفاع يا جګوالى يې اته متره ؤ، او د پړانګانو د پوستو څخه جوړ سوى ؤ، اوس نو د دغه بيرغ سره دومره لوى لښکر ملګرى دى چي چا يې مثل نه ؤ ليدلى.
تاسي پوهېږی؟ کوم وخت چي موږ وايو: د فارس يا فارسيانو دولت، يعني د هغه وخت د مځکي پر مخ تر هغه ټولو لوى او قوي، پراخه او عظيم دولت، نو د دغه دولت به څومره لښکر ؤ؟
دغه د فارسيانو د راوتلو خبر و ابوعبيد ته ورسېدى، نو يې حضرت عُمر(رضي الله عنه) ته حال ولېږى چي د فارسيانو سره اوس هغه نهايي او فيصله کونکى جنګ شروع سو.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدین
www.taleemulislam.net