تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له ترشونه خواږه شربت جوړ کړه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 30, 2021
  0

له ترشونه خواږه شربت جوړ کړه


رالیږونکي : منصور زیار /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


پوه او هوښیار هغه څوک دي، چي تاوانونه پر ګټو بدلوي او ناپوه خلک ځانته یو مصیبت دوه کوي، لکه د اسلام ستر پېغمبر(صلی الله عليه وسلم)چي له مکې نه  وویستل شو؛ نو مدینې ته لاړ او هلته يي  داسې دولت جوړ کړي، چي د تاریخ سترګې يي مړې کړي.


احمد بن حنبل رحمه الله زندان ته وا چول شو او پر د رو   ووهل شو؛ نو د حديثو امام تري جوړ شه.


شیخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله بند ته واچول شو او چي راخلاص شو؛ نود علم دروازې يي پرانستلې.


سرخي د څاه تل ته وغورځول شو، بېرته د فقهې له شل ټوکیز کتابه سره راوخووت.


ابن الاثير په خپل کور کې تر څار لاندې شو، هلته يې جامع او النهایه ولیکل.


 ابن الجوزي رحمه الله له بغداده وشړل شو، هلته يي  سبعه قرائت تجوید کړ.

مالک بن الريب که د مرګ په تبه ونیول شو؛ نو يوه داسي قصیده يي هم وويله، چي د عباسي دولت د ټولو شاعرانو د دیوانونو ځواب وايي.
د ابن ذويب الهذلي اوه زامن په یوه نښته کي له مینځه ولاړل او له دغه غمه يي داسي مرثیه يي وويله، چې زمانه ورته ګوته په خوله او تاریخ ورته چکئ ووهلې.


له دې امله د کوم آفت په رامنځته کېدو د هغه روښانه اړخونه وګوره، لکه که څوک د لیمو تروشې اوبه درکړي؛ نو ته پكې لږه بوره ور واچوه او که منګور درته ډالۍ کړی شي؛ نو ارزښتمن پوستکي يي په کار راوله، که لړم دي وچیچي؛ نو پوه شه، چې زهر به يې د مار د زهرو پر ضد درته ګټه ورسوي او ستونزمنو حالاتو له واکه مه وځئ، چي مېوه يي ترلاسه کړئ.

عسى ان تكرهوا شيئا وهو خير لكم


«کېدای شي تاسې يو شی بد ګني او هغه ستاسې لپاره ښه وي»


د فرانسې له مشهور انقلابه مخکې د هغه هېواد دوه نامتو شاعران په بند محکوم شول، په دغو دواړو کي يو کس به په هر څه کي نېک فال نیوه او بل يي بدفاله و، بله ورځ دواړو په کړکۍ کې سر ښکاره کړ؛ نو نېک فاله کس ستورو ته په کتو وموسكل او بدفال نیونکي کس پر سرک دوړې او گردونه ولیدل؛ نو ایسته په ژړا شو.


وګوره د ژوندانه دغه دواړه نقطه نظر سره څومره توپیر لري؟ له دې کیسې نه موخه دا ده، چي نړۍ یوازې له شره ډکه نه ده، بلکې په هر مصیبت کتل پکار دي.


کي ښه اړخونه هم وي، هغه يي کتل پکار دي . 


ماخذ: لاتحزن 
www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته