تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۷۴)
نوم: سمیع الله
سوال : ايا دتليفون كارد رانيول سود دي كه نه؟
جواب :
حامداً ومصلياً
ستاسوال بايد داسي تشريح سي، چي دکارټ رانيول سره له دې، چي دا مال نه دئ، بلکه ساده کاغذ دئ، دا جايز دئ او که ناجايز ؟
جواب يې دادئ، چي د تليفون کارټ في ذاته مال نه دئ، څه قدر او قيمت نه لري، مګر په دې وخت کي داد يوه اندازه پيسونماينده ګي کوي (۱)، نو بنا پر عرف دا اوس يو قيمتي شى ګرزېدلئ دئ، نو ځکه په هغه قيمت سره رانيول چي څونه پري ليکلي دي جايز دئ.
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
١: والمالية تثبت بشمول الناس کافة او بعضهم. ( ردالمختار:ج،٤:ص،٥٠١ _ کتاب البيع )
٢: المال هوکل عين ذات قيمة مادية بين الناس . ( الفقه الاسلا مي : ج،٤ عقدالبيع )