قران د ساینسی معجزو په هکله
لیکنه : پوهنمل محمود نظری / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
قران کریم د ساینسي معجزو په هکله د ځینو نامتو ساینس پوهانو تبصرې ته يوه کتنه شوی ده.
۱-ډاکټر (تی. وی بین پرسود) د کانادا د د منیتوبا د پوهنتون د اناټومي او ماشومانو د صحت پروفیسر چي (۲۲) کتابونه يې ليکلي او( ۱۹۹۱ کال کي يې د اناټومي ځانګړې جایزه وړی ده د قران د ساینس معجزو په هکله وايي:
دا چې محمد(صلی الله عليه وسلم) ويل او لیکلای نه شول او څوارلس پیړۍ مخکي يې د ساینس د طبیعت په هکله کره معلومات ویلي دا یو چانسي خبره نه ده دلته بیخي ډیر واقعتونه بر ملا شوی دئ لکه چي ډاکټر موري هغه ته اشاره کړې ده په دي کي هیچ نشته چي دا ټوله آسماني خبري دي چي (صلی الله عليه وسلم)ته الهام شوي دي.
۲ډاکټر (جولی سمسن ) د امریکا د تکزاس د بايلور د کالج د د انساني جینتک پروفیسر د دغه دوه حدیثونو شريفو د مطالعې وروسته وویل:
:« ستاسو هر یوه ټول اجزا ستاسود خلقت یو ځاي شوي دي د مور په رحم کي مو په څلويښت ورځو..................»
هغه ته بيه چې دوه څلویښت شپې پر جنین تیري شی خدای(جل جلاله) يوه ملکه هغه ته وراستوي چي هغه ته بڼه (شکل) و رکړي او د هغه ته ورکړي غوږونه ، سترګې ، پوستکی غوښه اوهډوکی.............»
هغه وايي دا بلکل سمه او جامع خبره ده چي په لومړی څلويښت ورځو کي د جنین د توليدو وخت دي زه پوهیږم چي د وراثت او مذهب تر منځ اختلاف نه شته او مذهب د الهام په واسطه ډیرو شیانو کشفول اسانه کړي دي.
۳-ډاکټر (هی. مارشل جانسن ) د امریکا د پنسیلوانیا دتوماس جعفرسن د پوهنتون د اناټومي او بیولوژي پروفیسر وايي:
قران نه یوازی د جنین بهرني وده تشریح کړي بلکي داخلي برخي هم تشريح کړي ده هغه وايي زه یو ساینس پوه يم يوازې هغه وایم چي هغه وينم زه په امبريولوجي او بيولوژي پوهیږم زه په دغه اصطلاحات چي په قران کریم کي راغلي دي ښه پوهیږم زه دا واقیعتونه چي محمد(صلی الله عليه وسلم) ویلي دي نشوای ردولاي.
۴- ډاکتر (ویلیم دبلیو. های ) د امریکا د کلورادو د پوهنتون دجيولوژي مشهور پروفیسور وایي:
ما په قران کي ډیر جالب موضوعات وليده نه پوهیږم دا د کوم ځایه ویل شوي دي .کله د قران کریم د منبع په هکله پوښتنه وشوه هغه ویل: زه فکر کوم دا به آسماني خبري وي.
۵-ډاکتر (جيرالد سی جورينجر) د امریکا د واشنګتن د جورج تاون د د د طبی امبيرولوجي پروفیسر په خپله ریسرچ پاڼه کې لیکي: دا څو ایاتونه چي د انسان د ودې په هکله ویل شوي دي داسي يو مکمل ریکارد يي د کاميت د هغه کلاس بندی ، ترمینولوژی او تشریح يي شوي دي چي په نوروساینسي عنعنوی ادبیاتو کي يي ساری نه لیدل کیږی .
۶- ډاکټر( یوشیهید کوزمی) د جاپان د توکیو د پوهنتون پروفیسر وایی:
کله چي ما د فضا په هکله د قران نه څه وارویده پر ما يي ډیر تاثیر وکړ موږ د کایناتو ډیره لږه حصه تر څیړني لاندی نیولي شو او په تیلیسکوپ په واسطه لږه حصه مطالعه کولای شو نو د قران کریم په ويلو سره به ډیرو سوالونو ته ځواب پیدا شي او زه به خپل د راتلونکی څیړنو لاره په کایناتو کې وموندم.
۷-(تجاتت تجاسن) د چونک ما د پوهنتون د اناټومي د دیپارتمنت پروفیسر د عربستان په اتوم طبی کنفرانس کې ولاړ شو او ويي ويل:
دا درې کاله کیږی ما د قران کریم سره ډیره مینه پیداکړي ده دا ( ۱۴ ) پېړۍ مخکې چي د څه په قرانکریم کي لیکل شوي باید دا ټوله درست دي او داچې محمد (صلی الله عليه وسلم) نالوستي وو نو دا د خدای (جل جلاله)کلام دي او دا يي وخت دي چي کلمه ووایم هغه کلمه وویله او مسلمان سو.
ماخذ : قران او نننی ساینس
www.taleemulislam.net