يو شى په خپل سر يا په څونه چي تمام سوى وي خرڅول تَوْلِيَةٌ بلل کيږي مثلاً : بايع مشتري ته ووايي : دا شى ما په دونه رانيولى دى يا ماته په دوني تمام سوى دى ، په هماغه خپل سر يې درکوم يا په څونه چي را ته تمام سوى دى په هغونه يې درباندي خرڅوم ، نه تاوان پر کوم او نه ګټه درباندي کوم .
د توليې په سودا کي هر هغه مصرف چي د يو شي په قيمت کي زياتوب راولي د شي پر اصلي قيمت اضافه کيږي ، خو د سودا په وخت کي به ورته وايي په دونه را ته تمام سوى دى يا په دونه راته پرې وتي دى .
د توليې سودا هم د امانتي سوداوو د جملې څخه ده ، که بايع خيانت پکښي وکړي ، ده چي په څوني رانيولى وي يا ده ته چي په څونه پرې وتى وي تر هغه زيات نرخ مشتري ته ووايي او مشتري وروسته په خبر سي ، د ابوحنيفه او ابويوسف رحمهما الله تعالى په وينا په هغه اندازه پيسې يې د ثمن څخه کمولاى سي څونه چي يې تر خپل سر زياتي ورته ويلي دي .
امام محمد وايي : مشتري اختيار لري که سودا يې فسخ کول هم کولاى سي او که يې په هغه طى سوي قيمت قبلول هم اختيار لري .
تَوْلِيَةٌ لکه څنګه چي په ټوله مَبِيعَه کي کېدلاى سي دغه ډول د مَبِيعِې په يوه برخه کي هم کېدلاى سي .
د مَبِيعِې په يوه برخه کي تَوْلِيَةٌ کول اشتراک يعني شراکت دى ، ځکه څوک چي مثلا د مَبِيعِې نيمه برخه په تَوْلِيَةٌ پر بل چا خرڅوي نو دى هغه د ځان سره په نيمه مَبِيعَه کي شريک کوي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي