تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خوښی تر لاسه کولو هنر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 1, 2021
  0


 د خوښی تر لاسه کولو هنر


رالیږونکي: محمد شفیق / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د زړه خوښي او ثبات لوی نعمت دی، ځکه چي د زړه خوښۍ ذهن ته ثبات او نفس ته ډاډمني وربخښي، د دې په برکت په انسان کې د نوښت او پنځونې وړتیا راويښېږي!


ويل کېږي چې سرور او خوښي لاسته راوړل يو داسې هنر دی، چي زده کړې ته اړتيا لري، څوک که پر دې هنر وپوهېږي، چي سرور څه ډول تر لاسه کېږي او ګټه ترې څنګه اخیستل کېدای شي؛ نو هله به د ژوند په خوږو پوه شي.


په دي لړ کې تر ټولو لومړنی اصل دا دی، چې انسان باید زغمناک وي، له مصيبتونو سره د مخ کېدو په صورت کې باید زغم ونه بايلي او نه له خنډونو سره د مقابلې پر مهال د دوه زړه توب ښکار شي، ځکه زړه چي څومره غښتلی او پاک وي؛ نو روح به هومره روڼ او ځواکمن وي او بیا په زغرده له ستونزو سره مقابله کولای شي.


د دې پر عکس د فطرت له کړکېچونو سره له مقابلې نه ډارېدل او دوه زړه توب رنځونو، دردونو او وهمونو ته لار جوړوي یانې د مصيبتونو پر مهال واوېلا کول او پر وړو وړو خبرو هيجاني کېدل اندېښنې او لا ډېرې ستونزې راولاړوي؛ خو هغه څوک چې د غوسې پر مهال له صبر او زغمه کار اخلي، ټولې ستونزې يې په اسانه هوارېږي.


کله چې يو ځوان له مرګ سره لوبې کولای شي؛ نو د ستونزو او مصیبتونو ګالل ورته اسانه خبره وي.


د سرور او خوښۍ د دښمنانو تګلاره تنګ نظري او د نورو په پرتله یوازې خپل ځان ته ارزښت ورکول دي، الله تعالى خپلو دښمنانو ته په دي ټکیوکې اشاره کړې:

أَهَمَّتْهُمْ أَنفُسُهُمْ  هغوی ته یوازې همدی خپلو ګټو ارزښت درلود.


دغه ډول  فکري او ځانپالي خلک، ټولې ښېګڼې په خپل ځان کې ګوري او نور ټول مخلوق يې تر سترګو كم راځي، د نورو په اړه هېڅ فکر نه کوي او نه د بل لپاره ژوند کوي، یانې په هر څه کې خپلې ګټې په پام کې نیسي ؛ نو موږ باید يو څه شېبې د بل لپاره هم ژوند وکړو، لږ د بل د ګټو په خاطر د خپلو ګټو قرباني ورکړو؛ نو هله به سوکاله او له خوښۍ ډک ژوند ولرو.


ماخذ :  لا تحزن


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته