تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بايزيد روښان انصارۍ (رح)ژوند لیک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 4, 2021
  0

بايزيد روښان انصارۍ (رح)ژوند لیک

 

لیکنه ::پوهنمل محمدآقا ،او پوهنمل جمشېد /تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دخيرالبيان د کتاب مؤلف مياروښان يو له هغو مشهورو او مصروفو ليکوالو او متصرفينو څخه دی ،چې د پښتو ادب په تاريخ کې ډېر شهرت لري . بايزيد روښان سربېره پردې چې يوعالم سړی ؤ،يو توريالی عسکر هم ؤ او ډېره موده يې دمغلو په مقابل کې جکړې کړي دي او دپښتونولۍ نوم يې ساتلی دی. دپلار نوم يې شيخ عبدالله ؤ،چې پس له اوه پښته څخه شيخ سراج الدين  انصاري ته رسيږي ،چې د مياروښان پلار په کاڼي ګرام وزيرستان کې ؤ،مياروښان علاوه پردې چې د بايزيدپه نوم يادېده په پېر روشن يا روښان هم يادشوی دی،مخاليفينويې په ((پير تاريک)) سره هم ياد کړی دی ، دبايزيد انصاري يا بايزيد مسکين په نوم هم ذکر شوی دی .

 

بايزيد روښان  په سنه (932 ه ) کال زېږېدلی  او په  (994ه ) کال کې وفات شوی دی،دښاغلي خادم دليکنو له مخې پير روښان د ملاپاينده نومې سړي څخه چې دده د پلار له شاګردانو څخه ؤ درس ويلی دی او طريقت يې له خواجه اسماعيل څخه چې د رياضت خاوند ؤ او ډېر مُريدان  او معتقدان يې لرل،اخيستی دی، بيا وروسته په خپله دطريقې په مخ بېولو کې لارښود او رهبر شو او د خاص مسلک او  طريقت خاوند شو.

 

دخيرالبيان د نثر نمونه :

 

ادميان زما په هستۍ کې دي زما هستي ده په ادميانو لکه کبونه په اوبواو اوبه په کبونو کې لکه کبونه په اوبوژوندي دي په ماژوندي دي ادميان ، په قرآن کې ويلي دي سبحان کب چې په اوبو کې ګرزي مخ يې واوبو ته شي هسې هر لور وته چې جاروزي مخ يې وماته شي د ادميانو زه يم وېښته په پوست کې د ادميانو په  وينو په غوښه د ادميانو په رګ په پله د ادميانو په هډو په ماغزه د ادميانو په هرڅه کې يم،چې څه شته دسړي په ځان تحقيق ده زما هستي له هره څيزه بهر لکه ده له ادميانو زه نږدې يم  ادميانو ته له ځانه .

 

دخيرالبيان اصلي نسخه په لاس کې نه شته او دغه راز څونمونې مارګين سټرن ترېنه په خپله يوه مقاله کې رانقل کړي دي ،چې خپله نظريه يې پرې داسې څرګنده کړې ده :

 

دخيرالبيان په نثرکې د عربي ژبې رنګ او تأثير ښکاره دی،جمله بندي يې عيناً په عربي سبک تطبيقيږي .

 

 دمقفی نثر لومړۍ نمونه په پښتو کې د خيرالبيان څخه لاس ته راځي، تر دې دمخه موږ د دغسې نثر نمونه په پښتو کې نه وينو .

 

په پښتو کې ديني او اخلاقي مسايل او د آياتونو او حديثونو ترجمې هم غالباً له خيرالبيان  څخه شروع کيږ ي.

 

د خيرالبيان نثر د لسم هجري قرن نثر يوه نمونه ده او په دغه وخت کې فارسي نثر هم د عربي له تأثير لاندې ؤ .

 

ماخذ :  پښتو ژبه او ادبيات

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته