مشروط طلاق
كه څوك خپلي ښځي ته ووايي : كه دي فلانكى كار وكړى نو ته طلاقه يې .
دغه ډول طلاق ته مشروط طلاق وايي ، د مُعَلَق طلاق په نامه هم ياديږي په مشروط طلاق تر هغه مهاله چي شرط پر ځاى سوى نه وي طلاق نه واقع كيږي .
خو څه مهال چي شرط پر ځاى سي بيا طلاق په واقع كيږي .
شرطیه توري
د شرط توري يعني هغه كلمې چي په عربي كي د شرط لپاره کارول کیږي ، څو یې په لاندي ډول دي : اِن ، اذا ، اذا ما ، متي
اِن په معنا د ( که ) دى لكه : ان دخلتِ الدارَ فانتِ طالق .
كه ته كور ته ننوتې نو ته طلاقه يې .
اِذَا په معنا د ( څه مهال چي ) دى لكه : اذا جاء وقت الحَصَاد فانتِ طالق .
څه مهال چي د لو وخت راسي نو ته طلاقه يې .
اِذَا مَا په معنا د ( څه مهال چي ) دى لكه : اذا ما سافرتُ فانتِ طالق .
څه مهال چي زه په سفر ولاړ سم نو ته طلاقه يې .
مَتي په معنا د ( كه چيري يا څه مهال چي ) دى لكه متي دخلتِ الدارَ فانتِ طالق .
كه چيري كور ته ننوتې نو ته طلاقه يې .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: الحاج مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله