تعلیم الاسلام ویب پاڼه
له مور او پلار سره مینه وکړی ، هغوي د خپل ځان د اجر او سعادت او د اخرت د نیکبختی لامل وګڼی، حضر بن عباس رضی الله عنه وایی چي نبی صلی الله عليه وسلم فرمایلی دی : هر نیک اولاد چي له مینی ډک وي یو نظر مور او پلار ته ګوری، د هغی په بدل کې الله (ج) ورته د يو قبول سوی حج ثواب ورکوي، خلکو تری پوښتنه وکړه، ای د الله (ج) پیغمبره! که څوک په يوه ورځ کې سل کرتی مور او پلار ته له مینی په ډکو نظرونو وګوری؟
هغه، صلى الله عليه وسلم وفرمایل هوا که څوک سل ځلی داسې وکړی بیا هم الله جل جلاله (ستاسې له تصور نه) ډېر لوی او د تنګ زړیتوب په څیر عیبونو نه بیخی پاک دی (صحیح مسلم)
د مور او پلار اطاعت په اخلاص سره وکړی او که هغوي یو څه زیاتی هم کوي، بیا هم په خوشحاله زړه يې مینه وکړی، او د هغوي عظيم احسانات په نظر کې ولري، د هغوي هغه غوښتنی په خوشحالی سره پوره کړی، چې ستاسې پر ذوق او مزاج درندی وی، په دی شرط چې د دین پر خلاف نه وی .
ماخذ : په اسلام کې دژوند آداب
www.taleemulislam.net