رالېږونکی: اسد الله بری
مولانا رومي رحمة الله علیه نه چا پوښتنه وکړه چې دنیا څه شی دی؟ مولانا صاحب په ځواب کې وویل:
د دنیا مثال داسې ده لکه یو څوک چې ځنګل ته لاړ شي، وګوري روسته په ده پسې زمری را روان دی او هغه منډه کړي، وړاند ې وګوري، په مخ کې لویه کنده وي، وغواړي چې په دې کنده کې به ورنه خلاص شم، په کنده کې ورته یو لوی مار په نظر ورشي، روسته د زمري ډار او لاندې د مار.
په دې کې ده ته یوه ونه په نظر راشي، نوموړی دې ونې ته وخیژي خو ګوري چې دا ونه د لاندې ریښو نه تور او سپین مږکان پرې کوي. په دې کې نوموړي ته ویره پیداشي چې که دونې ریښې پرې شي خو زه به ولوېږم زمری یا مار به مې وخوري، اتفاقاً نوموړي ته په دې ونه کې یوه د شاتو ټیپکی په نظر راشي نو نوموړی د شاتو په خوړلو مصروف شي چې زمری او مار ورنه هیر شي.
په دې کې د ونې ریښې پرې شي، سړی لاندې ولویږي، زمری يې ټوټې ټوټې کړي، کندې ته یې وغورځوي او د مار خولې ته لاړ شي.
دوستانو! ځنګل نه مراد دنیا ده ....زمری مرګ دی ....کوم چې انسان پسې هر وخت دی. کنده قبر دی چې مخکې ده. مار بد اعمال دي، تور او سپین شپې او ورځې دي، ونه عمر دی او شات د دنیا خوندونه دي چې انسان د دنیا په خوندونو کې دا هر څه هیر کړی او یو دم مرګ ورته راشي.