تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څو بې خونده ګناهونه
 
  November 24, 2011
  0

څو بې خونده ګناهونه

۱: په پټه د یو چا خبري اورېدل: په حدیث شریف کي راغلی دي چي څوک د یو چا څخه خپله خبره پټول غواړي او دی يې په یو طریقه او بهانه سره واوري، د قیامت په ورځ به د هغه په غوږونو کي تاوده (ګرم) سرپ واچول سي.
دا هم کبیره ګناه ده او هم بې خونده او بې ګټي ده خو عموماً خلک په دې کي بوخت دی. الله جل جلاله دي خلاصون ور په برخه کړي.

۲: تصویر جوړول:
 حدیث شریف: تر ټولو ډیر سخت عذاب د قیامت په ورځ تصویر جوړونکي ته ورکول کیږي.
حدیث شریف: د رحمت ملایکي و هغه کور ته نه داخلیږي په کوم کور کي چي د ذي روح (روح لرونکي) تصویر یا سپی وي. (الصحاح الستة)
حدیث شریف: رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځل د حضرت عایشي رضى الله عنها په کور کي یو پرده ځړیدلې ولیدل چي پکښي یو تصویر وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم ناخوښي ښکاره کړه او هغه ټوکر يې دوه ځایه کړ. د هغه څخه يې تکیه جوړه کړه.
په نن زمان کي دغه ګناه د یوې وبا غوندي په ټوله نړۍ کي خپره سوې ده چي ددې څخه پرهیز کونکي ته د ژوند په هره څانګه کي ستونزي دي، د خولۍ (ټوپۍ) څخه نیولې تر بوټونو پوري، په بازار کي د تصویر څخه خالي شی موندل ستونزمن دئ.

د استعمال کورني شیان : لوښي، چاړه، د جامو ګنډولو ماشین، د دواوو ډبې او بوتلان، اخبارونه او رسالې، آن تر دې چي مذهبې او اصلاحي کتابونه هم د دې عظیمي ګناه څخه خالي نه سوه پاته. فالی الله المشتکی.
که فکر وشي نو له دغو څخه زیاته برخه د تصویرونو خالص بې کاره او بې فایدې او بې خونده ګناه ده. مسلمان ته په کار ده چي د ګناه په عام کېدولو سره هغه سپکه ونه ګڼي بلکه ډیر په همت سره د هغه څخه د ځان ژغورولو او هم د نورو مسلمانانو د حفاظت فکر وکړي، تر کومه حده چي امکان ولري د داسي شی د رانیولو څخه دي ډډه وکړي او که دا ونه سي نو د تصویر مخ دي خراب کړي، یا دي کاغذ پر ونښلوي، پټ دي کړي.

اخذ: د مفسیر القران مولانا مفتي محمد شفیع (رحمة الله علیه) د تالیف بې خونده ګناهونه څخه په لنډیز.
 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته