تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دالله تعالی په قضاء،قدر او فیصلې باندې راضي اوسي!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 7, 2021
  0

 

دالله تعالی په قضاء ، قدر او فیصلې باندې راضي اوسي!!


رالیږونکي : نصیب الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یو ډاکټر وايي: ما په ژوند کې یو دردونکی حالت ولید!

یو ماشوم چې عمر يې نهه کاله ؤ، شفاخانه کې بستر پایپونه ورته لګیدلي وه، له بستر څخه پاڅیده شفاخانې مسجد ولاړ هڅه يې کوله چې د صفونو په اړخ کې ودریږي تر څو لمونځ کوونکو ته تکلیف ونه رسوي.


ډاکټر وايي: د لمانځه څخه وروسته يي خواته کیناستلم د صحت پوښتنه مې ترې وکړه، ماشوم د الله تعالی ډیر حمد او ثناء تکرار کړه   ( الحمدلله).


بیا مې ورته  وویل :  چې د لمانځه پر مهال مې ستاسی یو انځور. اخیستی د ښودلو څخه وروسته مې ورته وویل: غواړم په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړم تر څو درته خلک د شفاء دعاګانې وکړي، هغه زیاته کړه چي هېڅ پروا نه کوي لیکن هیله کوم چي خلک یواځې ما لپاره نه بلکې د مسلمانانو ټولو مریضانو لپاره دعاګاني وکړي، ټر څو ټولو خلکو ته الله تعالی شفاء ورپه  برخه کړي.


ډاکټر زیاتوي:


چي د دغه ماشوم وینا له امله مي په سترګو اوښکې راغلی، او ډیر حیرانونکی دا وه چي د نوموړي ماشوم د خپل رب پر وړاندې عاجزي په لمانځه کې خشوع او په ښه شان لمونځ اداء کول په داسي حال کي چي پایپونه ورته لګیدلي وه دا يي نه ویل چي څرنګه په داسي حال کې لمونځ اداء کړم، ماشوم دا هیله درلودله چي د نورو صحت لرونکو په څیر د ښه صحت خاوند شي او  خپل ژوند ته په عادي توګه ادامه ورکړي.
اوسني عصر کې که چیري مونږ خپلې ټولنې ته وګورو د لمانځه څخه څومره بي پروا ده، د روغتیا  سره سره هم مسلمانان د لمانځه څخه بې پروا دي څومره د نقصان خبره ده،  الله تعالی دي زمونږ ځوانان، مشران او کشران، ښځو او نارینه و ته د خشوع او حضوع سره د په سمه توګه په جماعت سره د لمانځه کولو توفیق ورکړي.


یا الهی !

ته شفاء ورکوونکی یي د مسلمانانو ټولو مریضانو ته شفاء کامله او عاجله ورپه برخه کړئ. آمین

ماخذ عبرتناکه کیسې 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته