سیرت نبوي (۲۱۲برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
درېيم: د ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه سَرِيه
د هجرت په شپږم کال د رمضان المبارک په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه و وادي القرْى ته ولېږى ځکه هلته د فَزَارَه قبيلې غوښته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و وژني، د فزاره په قبيله کي يوه شيطانه ښځه وه چي اُم قَرفه ورته ويل کېده، دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وژلو دپاره د خپلي کورنۍ څخه ديرش نفره جنګيالي سره يو ځاى کړي وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه ور ولېږى چي دغي ښځي او د دې کورنۍ ته جزاء ورکړي، په دغه سريه کي سَلَمه بن الأکوع رضی الله عنه هم ور سره ؤ، سلمه بن الأکوع رضی الله عنه وايي:
زه د ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه سره و وتم د سهار تر لمانځه وروسته موږ پر دغه قبيله حمله وکړه، هغه کسان چي وژل کېدل و وژل سوه خو ما يوه ډله وليدل چي ښځي هم پکښې وې او د غره و طرف ته په تېښته رهي وه، زه پر دې وبېرېدم چي تر ما د مخه به و غره ته و رسيږي او هلته بيا زه څه نه سم په کولاى نو مي د غره او د دوى په منځ کي غشي و ويشتل، دوى چي غشي وليدل و درېدل، په دوى کي يوه ښځه وه چي اُم قَرفه ورته ويل کېده او د دې سره د دې لور ور سره وه، دوى مي بنديان ونيول او ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه ته مي راوستل، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه هغه د دې لور ما ته په بخښه را کړه خو بيا چه موږ مدينې منورې ته راغلو رسول الله صلی الله علیه وسلم د اُم قَرفه لور زما څخه وغوښتل او مکې کرمې ته یې ولېږل چي په دې سره يې د مسلمانانو بنديان د هغه ځايه څخه را خلاص کړه، ام قرفه چي ډيره شيطانه ښځه وه د خپل بد عمل په جزاء ورسېدل، دا هغه ښځه وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وژلو إراده يې کړې وه او د خپلي کورنۍ څخه يې دېرش نفره جنګي پهلوانان د دغه کار دپاره تيار کړي وه، خو دا او هغه دېرش نفره يې ټول و وژل سوه.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.
www.taleemulislam.net