بیا څنګه ژوندي کيږو؟
رالیږونکي : محمدشفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
پاک څښتن تعالی په خپل کتاب قرآن کریم کې په تر مرګ وروسته ژوند خبرې کړي اوموږ يې په اړه خبر کړي يو.
(بعث بعد الموت).
دې خبرې ته باید په تعجب کې پاتې نه شو، ځکه چې میلیونونه نباتات د مني په رارسېدو سره له منځه ځي، وچیږي، خو بيا د پسرلي په رارسېدو سره بېرته راژوندي کېږي. ځينې حيوانات په ژمنيو خوبونو سره بې له خوراک او څښاکه ټول ژمی خوب کوي. له يوه انده دوی بېرته ژوندي کیږي او همدا لړۍ ادامه لري.
هغه خدای (جل جلاله)، چې په میلیونو نباتات په مني کې مړه کوي او په پسرلي کې يې بېرته راژوندي کوي او همدا ډول ځينې حيوانات په ژمني خوب ويده کوي بیایې بېرته راويښوي، هغه څښتن تعالی ته دا هم ستونزمنه نه ده، چې انسان بیا ژوندی کړي.
لکه څنګه چې يې اوه ملګري (اصحاب کهف) تر درې سوه لمریز کاله پورې په يوه غار کې ویده کړي وو او بیایې ژوندي کړل. د دې داستان ټوله کيسه په کهف سورت کې راغلې د د پخواني (افسوس) او اوسني (تارسوس) ښار يو ډېر ظالم او بت پاله پاچا و، چې نوم يې دقیانوس) و، د عیسی (عليه السلام) دین يې منع کړی و او بت نمانځنه يي دود کړې وه؛ چا چې به د ده له امره غاړه غړوله، بېلابېلې ځورونې به يې ليدلې.
د پخواني (افسوس) او اوسني (تارسوس) اوه ځوانانو د پاچا پر ضد مقاومت پیل کړ، ظالم واکمن هغوی ونیول او ورته يې وويل که په دومره ورځو کې موله مخالفته لاس وانه خیست؛ نو وبه وژل شئ.
په ځینو روایاتو کې راغلي دي، چې هغوی د پاچا له بنده وتښتېدل، له هغو سره یو سپی هم و، چې (کتمير) نومېده ، دوی په یوه غار کې پټ شول.
د دقیانوس یو مینه وال له دوی خبر شو او خپل پاچا يې خبر کړ، دقیانوس ، چې غار ته راغی؛ نو ويې لیدل چې اوه ملګري ويده دي، هېڅ يې ورته ونه ويل، يوازې دا وویل، چي دغارخوله په تیږو وتړئ او یوه بله خبره يې هم ورسره مله کړه، چې دا غار باید د دوی قبر اوسي.
کلونه کلونه تېر شول، هغه اوه ملګري راويښ شول او هر لوري ته به يې کتل، د غار خوله ایله شوې وه، تيږې لوېدلې وې او له يو او بل نه به يې پوښتل، چې څومره وخت به ويده شوي يو؟ يوه به ځواب ورکړ نیمه ورځ، بل به ډېر وخت ښوده او بل به ویل، چې خدای پوهیږي.
تږي وو او ملګرو (ایمليحا) ته پیسې ورکړې، چې ښار ته لاړ شي او د خوراک لپاره څه شی راوړي، هغه ښار ته لاړ، هر شی به يې چې ليده، نو حیران به شو، هر شي بدل شوی و، کوڅې کورونه، میدانونه او نور.. حتا د انسانانو کالي هم بدل ول.
له ځان سره يي وویل؛لکه چي بل ښار ته راغلی یم، . يوه مخامخ را روان سړي، .
پوښتنه يي وکړه. هغه ورته وویل نه همدا د افسوس ښار دي او تاسې کوم بل ښار ته نه یاست راغلي.
يوه دوکان ته ننووت، دوکان وال هم حیران شو، چې دا د کوم وخت سکه در سره ده چي اوسمهال له دوده لوېدلې او دا د درې سوو کلونو وړاندې خبره ده.
دوکان وال وپوښتل دا څه شی ده؟ دا پیسې دې له کومه کړي؟ پرې چیغه يې کړه، چې کومه خزانه دې پیدا کړې؟
دولتي عسکرو ته يې خبر ورکړ، عسکرو ایمليحا له ځانه سره د وخت حاکم ته وروست.
ایمليحا يو ځل بيا حيران شو، دقیانوس نه و، دا پاچا يې نه پېژانده او بل څوک و، له ځانه سره چې دا به څوک وي؟
پاچا وپوښتل؟
د دقیانوس د وخت پیسي دې له کومه کړې دي؟
هغه هېڅ بله لاره يې نه درلوده او په خبرو يې خوله پرانیسته، ایمليحا له دقیانوس څخه د تښتېدو، په غار کې د اوږده خوب او پټېدلو ټوله کیسه وکړه، پاچا په يوه شېبه کې پر ټولو شیانو پوه شو.
او وې ویل: ډېر د شکر ځاي دي، چې له الله (جل جلاله) څخه يې د هغه پاک پر ذات ټینګ باور او عقيده درلودل غوښتي و، هغه ذات، انسانان له هماغه جسم او روح سره بیا راژوندي کوي،
الله (جل جلاله)راته ایمليحا راواستاوه، اې خلکو! ټول په ګډه سره هغه غار ته ورځو، د ایملیحا ملګري پکې دي، ټول پر خپلو آسونو سواره شول او د غار مخې ته ورغلل، پاچا غار ته ننوت او د ټول حالت په اړه يې ورته وویل، د هغوی دعا واخیستلې، د هغوی غوښتنه يې .
ښارته يووړه او يو ځل بيا هغوی په ارامه خوب ويده شول، چې بیا هېڅ چېرې هم راویښ نه شول، مړه شوي وو.
دا هغه غار دي، چې د تارسوس ښار په شا او خوا کې موقیعت لري او د اصحاب کهف يا د او و ملګرو غار په نامه یادیږي، د دې اوو ملګرو قبرونه هم څنګ څنګ په همدې غار کې دي.
ماخذ : قران اوتخنیک
www.taleemulislam.net