لیکوال :ډاکټر نثار احمد صمد "واصفي"-کاناډا / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
کتاب رښتین او متین ملګری دی.
کتاب رفیق او شفیق دی.
کتاب له هر ځواک څخه خپلواک دی، نه د چا مطیع او نه تابع دی.
کتاب هغه معنوي سېک دی، چي لوری ئې د ځوړتیا څخه لوړتیا ده.
کتاب د افعالو او اعمالو هینداره ده.
کتاب انسان ته بصیرت او لیاقت وربخښي، درنښت او ګرانښت ورکوي، فضیلت او عظمت ورسپاري او بالآخره د کمال او اکمال درجې ته ئې رسوي.
کتاب د پرون تعبیر، د نن تفسیر او د سبا تقدیر دی.
کتاب د معلوماتو پوره او کره ټولګه ده.
کتاب د ثواب او عذاب ښکارندوی، د عزت او ذلت څرګندوی، د ایمان او وجدان پالندوی دی.
کتاب د پوهني او روزني زانګو ده.
کتاب اسانه پوهنتون او ارزانه روزنتون دی.
پورتنی تعریف او توصیف د هغه کتاب دی، چی بطن او متن ئې اصلاحي وي او مسیر ئې فلاحي وي. که نه هسي به د کاغذونو سیاهي وي.
وایي، چي کتاب تر بل هر شي ښه سوغات دی، لاکن په خپل ذات کي بهترین نه دی.
د کتاب لوستني ګټي خصوصاً ځوانانو ته خورا اړیني آن حیاتي دي، دا ځکه چي:
- فکري سطح او پوهه زیاتوي؛
- ذهن د نوري اخیستني له پاره ښه فعالوي؛
- د لغاتونو ذخیره بشپړوي؛
- نوي لیدلوري خلاصوي؛
- د ښوونځۍ یا پوهنځۍ د سبقونو د یادولو له پاره چمتوینه ډېروي؛
- د علم لمن پراخوي او د معلوماتو پانګه زیاتوي؛
- وسوسې، غمونه او اندېښنې له مينځه وړي؛
- تر ټولو مهم دا، چي باطل ته د ننوتلو مخه نیسي.
په هر صورت، کتاب د علم او پوهي په وړاندي یوه خلاصه دروازه ده؛ نو کتاب د یوې ټولني له پاره لویه سرمایه او نعمت ګڼل کیږي. پوهانو ویلي دي، چي کتاب د مدنیتونو مور او د هغوی زېږنتون دی.
کتاب د تفکر، ذوق، هنر او علم یوه ټولګه ده، چي یو یا څو انسانانو را غونډه کړې ده. نو موږ ته لازمه ده، چي له وخته په استفاده د بشر د فکري بېلابېل والي څخه مثبته ګټه واخلو او هغه پلې کړو. دا هغه هدیه ده چي کتاب ئې راکوي.
د کتاب لوستلو عادت او کلتور د انساني ټولني د پرمختګ او پرمخیون اصلي عامل دی. ځکه نو بریمنه ټولنه هغه ده، چي د کتاب لوستلو کلتور پکښي ډېر وي. دا یو ثابت حقیقت دی، چی د یوې ټولني د شاته والي د څو عواملو څخه یو هم د کتاب ویلو د کلتور نشتوالی دی.
کتاب د پېړیو- پېړیو اوږدې زمانې را لنډوي او هغه د لوستونکي مخته ایږدي، یعني هغه د پېړیو د کړیو څخه تړلی او مضبوط ځنځیر جوړوي.
که کتاب پېړۍ - پېړۍ آن زریزي سره وصلوي، نو معنی دا چي لرغوني او ننني نسلونه هم سره تړي او دا ئې ستر خدمت دی.
کتاب د تېرو پېړیو او تیرو نسلونو لوړتیا او ځوړتیا، کامیابي او ناکامي، روابط او ضوابط، افسانې او حماسې، اتفاق او نفاق.... زموږ مخ ته ایږدي او سالم لورئ راښیي.
هو، کتاب د لیکوال د کلونو- کلونو خوارۍ یو دم لوستونکي ته وړاندي کوي او هغه اکمالوي. ما، یعني دغه لیکوال د خپل تازه چاپ سوي کتاب (اخلاقي کنایې ـ دوهم جلد) په مقدمه کي داسي لیکلي دي:
« ګرانو لوستونکو ته زما پیغام دا دی، چي ته خو دا کتاب عادي لولې، فهرست ئې ګورې، ورقي ئې دوري هوري اړوې او کومه انتخابي قصه ئې لولې او بیا نو کتاب قاتوې. خو ما ئې د تدوین، اهتمام او تر تا پوري د رسولو له پاره د سر ورېښتان سپین کړل! »
په هر صورت، پوهانو ویلي دي، چي تر کتاب بل بهترین ملګری نسته. وایي چي یوه ورځ ابن سینا په خپل کور کي ناست وو او د افلاطون یو کتاب ئې مطالعه کاوه، چی ډېر کلونه پسي ګرځېدلی وو، څو چي بالآخره په لاس ورغلی و. هغه دا کتاب په ډېره مینه او شوق سره لوستی. هر څونه چي به ئې مطالعه کاوه په هغه اندازه به ئې خوند ځني اخیستی او پر لوستلو به ئې نور تلوار هم کاوه.
دا مهال ناببره دروازه خلاصه سوه او همسایه راغی او د ده څخه ئې پوښتنه وکړه، چي صاحبه ولي یوازي ناست یې ؟ ابن سینا، چي د فکرونو لړۍ ئې خطا سوه او د ګاونډي په ناببره راتلو سره ناارامه سو، نو یو سوړ اسوېلی ئې وکیښ او داسي جواب ئې ورکړ: تر اوسه خو یوازي نه وم بلکي د همدې بهترین دوست یعني کتاب سره مصروف وم، خو اوس ستا په راتګ سره یوازي سوم!
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰-۲۱ ګڼه