تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خپلو اعمالو ته متوجه کېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 9, 2023
  0

خپلو اعمالو ته متوجه کېدل


لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


درنو وړونو او خوندو! خپل د زړه خبره به سره وکو. موږ او تاسو هر وخت د الله تعالی نافرماني کوو. په کورونو کي د کورنۍ د غړو سره لا خبري نه کوو. لمونځونه مو سم نه دي. زموږ لباس او د سترګو حفاظت په هغه شان نه دئ لکه څنګه چي ښايي. د ځانونو پاکي او صفتونه بيانو، ليکن په دې هم ښه پوه يو، چي د الله تعالی د اوامرو نافرماني کو. ځان ښودنه او ريا ډېره عامه سوې ده. اکثره خلګ نن و سبا درواغ ويونکي دي، نور خلګ خطا باسي.


نو بالآخره توقع مو څه شي ده؟ دا چي زموږ رب به د آسمانونو څخه سره زر او سپين زر را باندي نازل کي؟!


که په کوچنۍ سطحه ور ته وګوره، ايا والدين داسي کار کوي، چي د اولاد په نافرماني سره دي هغه ته هر څه ورکي؟ داسي والدينو ته خو په يوه ټولنه کي ډېر بد نوم ورکول سوی دئ، چي خپل د اولادونو څخه ئې ځانونه ورک کړي دي.


ليکن هغه مور او پلار چي خپل کوچنيان په يوه منظم پلان سره روزي، بااستعداده او قابله ئې روزي، ګټور تکليفات او مشکلات پر راولي، د دې له پاره چي اصلاح سي او د ژوند د اصولو سره بلد سي او تربيت ئې سم وسي.


يو عالم قصه کوي، چي يوه تازه دمه ځوان خپل د مور سره خوشکه وکړه. نو مور ئې ور ته وويل: که ته د کوره وتل غواړې او بلي خوا ته تلل غواړې، نو خپل سامان دي در واخله او ځه.
کله چي هغه ځوان د باندي راووتئ، شاوخوا ئې وکتل، هيڅ خوا ته ئې زړه نه کښېنستئ؛ نو بيرته خپل کور ته راغلئ او دروازه ئې ټکوله، چي مور ما ته بخښه وکه، دروازه را خلاصه که. مور خو ئې په کور کي دننه وه، خپل د زوی نارې او زارۍ اوري؛ خو ځان ئې ټينګ نيولی وو. وايي که مي اوس دا درس ور و نه ښودئ، نو بيا په اينده کي نه اصلاح کيږي. په لږ خوارۍ او مشکلاتو سره د ټول عمر اصلاح تړلې وي.


کله چي يو څوک محبت درسره کوي، هغه دغسي خوارۍ او تکليفات در باندي راولي، تر څو اصلاح درپکښي راسي.


يو بل عالم خپل د ژوند د يوې حصې واقع داسي بيانوي: زما زوی او ورور زما مخ ته، زما د سترګو په وړاندي مړه سوه. په داسي حال کي چي ما ور ته کتل او روح ئې ختئ. ما بل هيڅ وخت دومره د يوازي توب او بې وسی احساس نه و کړی، لکه په هغه ورځ. ما نه خپل د زوی روح راګرځولای سوای او نه خپل د ورور او دلته ما ته هغه حقيقي احساس ودرېدی چي زه نه زما د زوی مالک يم او نه خپل د ورور. يقيناً چي هغه زما نه دي، بلکي د هر کس ملکيت د هغه د پيدا کوونکی دئ.


بېشکه چي د هر شي مالک او پالونکی الله (رب العزة) دئ. مرګ هيڅکله د چا څخه اجازه نه اخلي، بلکي خپل پر ټاکلي او مقرره وخت راځي. بېشکه چي موږ او تاسو به ټوله و الله تعالی ته ورګرځو. د ژوند د هري لحظې حساب به ورکوو.


خپل پر کمزوري اقرار کول ستره لاسته راوړنه ده. په تحقيق سره هغه کس کاميابه دئ، چي د ځان غلطۍ ته فکر وکي او په اصلاح ئې لاس پوري کي.


هر مسلمان بايد دا عقيده ولري چي د ښېګڼي او نيکمرغۍ راوستونکی يوازي او يوازي الله (عزوجل) دئ او د هر نوع  بدۍ ليري کوونکی  هم دغه واحدالقهار ذات دئ. د الله جل جلاله په وړاندي سر ټيټول او عاجزي کول د مؤمن د عمده صفاتو څخه دئ او همدغه بهترين اخلاق دي.


الله جل جلاله پر موږ او تاسو ډېر غټ انعام او فضل کړی دئ، خپل په مبارکو بلاکيفه لاسونو ئې د انسانانو پلار (سيدنا آدم عليه السلام) تخليق کړی، بيا ئې مسجود المائکة وګرځوی، يعني ټولو فرشتو ور ته سجده وکړه. او الله تعالی و ملائکو ته وختي لا فرمايلي وه، چي داسي مخلوق پيدا کوم چي د عقل او پوهي خاوندان به وي، د مځکي خلافت په لاس ورکوم او تکثر به کوي. په تسلسل سره به ئې نسلونه پيدا کېږي. يو د بل وارثان به وي او يو د بل خيال به ساتي، يو په بل پسې وابسته او تړلي به وي. او زما اطاعت کوونکي به په کښي کي وي.

 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته