تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علماؤ شتون د اُمت په منځ کي رحمت دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 16, 2021
  0

د علماؤ شتون د اُمت په منځ کي رحمت دئ

 

لیکنه: حفیظ الله رسولي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

علماء د ټولني معنوي رهبران دي، علماء په خپل شتون سره ټولنه یو ښه لوري ته بیایي نو ځکه د علماؤ شتون د اُمت په منځ کي رحمت دئ، د علماؤ موجودیت د اُمت لپاره برکت دئ، که چیري دا برکت له لاسه ورکړو، نو زموږ ژوندي پاتیدل هم مهم نه دي.

 

د علماؤ شتون غنیمت وګڼئ، ځکه د رب العزت قانون داسي دی کله چي یې د یو نعمت قدر ونه سي، هغه نعمت ورڅخه اخلي.

 

څومره چي اسلامي علماؤ د دین لپاره قرباني ورکړې ده هغومره د دین پرمختګ په راغلی دئ، علماء هغه څوک دي چي د تاریخ په اوږدو کي او بیا تر اوسه پوري یې د اسلام د ستر دین لپاره د مبارزې په اول خط کي خپلي سینې سپر ګرځولي دي، د خپل جسد په وینه، د سر په قرباني، د قلم په قرباني او د عزت په قرباني یې د لیکي په سر کي ستره قرباني ورکړې ده.

 

مخکي تر دې چي د دین او هیواد دښمنان د علماؤ ستر اُمیدونه قطعه کړي، او علماء خپلو مشروع هیلو ته پرېنږدي، د علماؤ او د علماؤ د شتون قدر وکړئ، کوښښ وکړئ چي د علماؤ لیدلو، مجالسو او ملاقات ته ورسئ، د هغوی سره کښېنئ او د هغوی سره خپل افکار تبادله کړئ او د لارښوونوڅخه يې ځانونه برخمن کړئ. دا با برکته انسانان به بیا یو وخت د مځکي پر مخ ډیر لږ پیدا کیږي.

 

که غواړی چي د علماؤ سره کښېنئ، د هغوی د لارښوونو، برکت مندانه مجالسو، او پوهي څخه برخمن سئ نو ځیني خبري دي چي په مراعت کولو یې دا هرڅه حاصلیږي، چي هغه عبارت دي له:

 

۱: د علماؤ ملاقات او لیدلو ته فقط او فقط د الله تعالی (جل جلاله)په خاطر ورسئ، نه د کوم دنیوي غرض په خاطر.

 

۲: علماؤ ته د احترام، وقار، او اکرام په سترګو قائله اوسئ.

 

۳: کېدای سي ځیني خلګ د ځان سره دا فکر ولري، چي موږ خوښ ګڼو چي د علماؤ سره مجلس وکړو، د علماؤ ملاقات ته ورسوو او موږ خوښ ګڼو چي تل د علما، په څنګ کي واوسوو، مګر علماء موږ ته د مجلس او لیدلو لپاره وخت نه راکوي؛ دا خلګ اشتباه کوي او
په دې باور دي اوسي چي عالم هم یو انسان دی، عالم هم ځیني وظایف لري، چي په هغه وظایفو به مصروف وي.

 

۴: علماؤ ته په ورتګ کي او د هغوی سره د مجلس کولو لپاره باید مناسب وخت په نظر کي ونیول سي، باید پوښتنه ورڅخه وکړئ چي ( محترم فلانی صاحب ) تاسو څه وخت وخت لرئ او کوم وخت مصروف نه یاست چي زه ستاسو ملاقات ته راسم؟!

 

۵: دعلماؤ په تدریسي جلسو او ناستو کي برخه واخلئ، دا د هغوی د احترام او اکرام بهترینه ذریعه ده؛ځیني ځایونه د عقیدې، ځیني ځایونه د تفسیر، ځیني ځایونه د احادیثو او ځیني ځایونه د فقهي درسونه وي، کولای سئ چي په دغه مجالسو کي اشتراک ورسره وکړئ، هم به د علماؤ لیدنه وسي، هم به ملاقات ورسره وسي، هم به استفاده ورڅخه وسي او هم به د مجلس برکت ورڅخه حاصل سي.

 

۶: پر علماؤ مو نېک ګمان ولرئ او کله چي په مجلس کي اشتراک ورسره کوئ د هغوی وقار او احترام وساتئ، ځکه څومره چي تاسو د هغوی احترام ساتئ هغومره یې د علم څخه استفاده کولای سئ.

 

۷: کوښښ وکړئ چي د هغوی سره د ملګرتیا او صمیمیت اړیکه جوړه کړئ او د هغوی خبرو ته غوږ کښېږدئ، مزاحمت مه ورته کوئ، ځیني خلګ سته چي د عالم سره د ملاقات او مجلس لپاره نیم ساعت وخت ورکړه سوی وي، خو په دغه کم وخت کي دده خبري نه خلاصیږي یو ساعت خپله تقریر کوي.

 

۸: کمه لحظه چي د علماؤ سره په ملاقات او مجلس تېروئ، دا ده ځان لپاره ویاړ او افتخار وګڼئ، امام بخاري رحمة الله علیه به په خپلو درسي حلقاتو کي خپلو شاګردانو ته ددې یاداوري کول چي زما پلار ما د فلانکي عالم سره د روغبړ په حال کي ولیدی، په دې یې ویاړ کاوه او دا یي افتخار ګڼئ چي پلار یې د یو عالم سره روغبړ کوي او د هغوی سره یې اړیکه درلودل.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته