تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کله چي اسلامي نړۍ د امن او عدالت کور وو
  تعلیم الاسلام
  August 7, 2018
  0
لیکنه: ډاکټر مطیع الله عطاف / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
أمیر المؤمنین عمر بن الخطاب  رضی الله عنه  د حمص ولایت ته ولاړی، د هغه ځای د اوسېدونکو سره ئې ملاقات وکړ، اود هغوی شکایات ئې واورېدل، نو هغوی وویل: مونږ د خپل والي سعيد بن عامر الجمحي  رضی الله عنه  څخه څلور شکایتونه لرو: 
 
لومړی: مونږ ته هره ورځ داسي وخت راوزي، چي لمر ښه راپورته سي او دڅاښت وخت وي. 
 
دوهم: د شپې له خوا چاته جواب نه ورکوي، او ملاقات نه ورسره کوي.
 
درېیم: په میاشت کي دوې ورځي لري، چي مونږ ته نه راوځي او نه راسره ویني.
 
څلورم: کله-کله د مجلس په مينځ کي پر ده باندي بېهوښي راځي، په دې کي که څه هم د ده قصور نسته، لاکن مونږ ته مزاحمت دی او د لیل ئې ورڅخه غواړو. 
 
نو حضرت عمر  رضی الله عنه  دځان سره وویل: یا الله  جل جلاله ! زه هغه ستا د غوره بندګانو څخه پېژنم، یا الله جل جلاله ! د هغه په اړه زما پوهه او فراست مه خطا کوې. 
 
نو سعید رضی الله عنه  ئې راوغوښت تر څو د خپل ځان څخه دفاع وکړي او دې پوښتنو ته جوابونه ووایي. 
 
سعید  رضی الله عنه وویل: د دوی دا خبره، چي زه د ورځي ناوخته ورته راوځم سمه ده، خو په الله  جل جلاله  قسم ما دا نه خوښول، چي زه ئې دوی ته سبب بیان کړم، زما په کور کي د خدمت څوک نسته، نو زه سهار اوړه خیشته کړم او بیا ئې پرېږدم چي خمیر سي او بیا ډوډۍ ورڅخه پخه کړم، بیا د څاښت د لمانځه د پاره اودس تازه کړم، او بیا وروسته دوی ته راوځم، ددې جواب په اورېدو سره د عمر رضی الله عنه مخ وځلېدی او وې ویل: الحمد لله!
 
او دویمه پوښتنه؟
 
سعید رضی الله عنه وویل: د دوی دا خبره چي زه د شپې له خوا چاته جواب نه ورکوم، نو په الله  جل جلاله  قسم چي زما خوښه نه وه چي ددې سبب بیان کړم، زه په دې سبب دوی ته د شپې جواب نه ورکوم، چي ما خپل ورځ د دوی د پاره ګرزولې او شپه مي د خپل خالق د پاره خاص کړې نو په شپه کي د هغه سره ملاقي یم.
 
او د دوی دا خبره، چي زه په میاشت کي دوې ورځي دوی ته نه راوځم، نو هغه په دې سبب چي زه د خپل ځان د پاره خادم نه لرم، چي هغه زما کالي پرېولي او زه بې له دې کالو نور کالي نه لرم، چي بدل ئې کړم، نو زه خپل کالي پرېولم او بیا انتظار وکړم چي وچ سي او د ورځي په آخر کي دوی ته راووځم.
 
او د دوی دا خبره، چي پر ما کله - کله بې هوښي راځي، نو هغه په دې سبب چي د جاهلیت په زمانه کي او کله چي زه د مشرکانو څخه وم، د خبيب بن عدي الانصاري رضی الله عنه په پېښه کي حاضر وم، قریشو هغه د خرما پر تنه زړولی وو، د هغه غوښي ئې پرې کولې او اندامونه یې ورڅخه غوڅول، او هغه ته ئې ویل: آیا ته دا نه خوښوې، چي محمد  صلی الله علیه وسلم ستا پر ځای وي او ته روغ او په امن کي پاتي سې؟ نو هغه به دوی ته داسي ویل: په الله جل جلاله قسم زه دا نه خوښوم، چي زه په خپل کور کي یم او د خپلو بچیانو سره یم او د دنیا خوښۍ او نعمتونه راسره وي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو اغزی ورسیږي. 
 
نو کله چي زه دغه منظر راپه یاد کړم او داهم یاد کړم، چي ما د هغه سره هیڅ مرسته ونه کړه، نو د الله جل جلاله د عذاب د بیري څخه لړزه راباندي راسي او بې هوښه سم، ددې خبرو په اورېدو سره عمر رضی الله عنه وژړل او په لوړ اواز ئې وویل: الحمد لله! چي د سعید رضی الله عنه  په انتخاب کي ئې زما پوهه او فراست ناکامه او خطا نه کړ.... (رواه أبو نعيم في الحلية)
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته