تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي په اسلام کي طلاق د نر په واک کي دي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 11, 2021
  0

ولي په اسلام کي طلاق د نر په واک کي دی؟


لیکنه :مولوي عبدالغفار جبیر /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱: په اسلام کي چي کله یو نر او یوه ښځه سره نکاح وکړي، نو پر نر باندي ددې ښځي خوراک، څیښاک او پوښاک ټوله فرض دي، یعني په اسلام کي به د ښځي ټوله مصرف نر ورکوي، ښځه خپله مکلفه نه ده چي د خپل خوراک، څیښاک او پوښاک لپاره څه وګټي، نو ځکه یې د طلاق واک هم د نر په واک کي دی.


۲: که فرضاً یوه ښځه په اسلام کي په تکلیف وي او ددې حقوق یو خاوند نه سي ترسره کولای، نو و ښځي ته هم خدای پاک دا واک ورکړی دی چي ځان بېل کړي چي ودې ته په شریعت کي خلع وايي.


۳: داچي په عمومي ډول سره د ښځي اعصاب و نارینه ته کمزوري دي، نو له همدې کبله د اروا پوهني د علم په رڼا کي ښځه تر نر  ډیره احساساتي ده؛ خښم ژر ورځي، ژړا ژر ورځي، نو که د طلاق واک د ښځي په واک کي سي، نو په یوه ورځ کي به یوه ښځه څو مړونه کوي او څو به طلاقوي، چي دا و ټولنیز انساني ژوند ته ستر نقصان دی. له همدې کبله یې د طلاق واک و نر ته ورکړی دی .


۴: په غیراسلامي ټولنو کي ۹۰٪ طلاقونه د ښځي په واک کي دی چي کله یو خاوند طلاق کړي بیا ماشومان یې خپل پر لاره ځي، نه دمور په کار دي او نه هم د پلار، چي داسي ماشومان په لویدیځ کي په میلیونهاوو شتون لري، چي ددې ماشومانو زیانونه په لاندي ډول سره دي:
۱: دا ماشومان له ترحم څخه خالي وي، هټلر دا پروژه پر مخ بوتله .


۲: د ټولني د فساد سرچينه وګرځي لکه: غلاوي، قتلونه، او نور...


۳: هغه کسان چي سلنه ئې په نړيواله توګه سره زياته ده په مجبسونوکي بنديان دي دا هغه کسان دي چي په وړکتوب کي له والدينوڅخه محرومه وه.


۴: دا ماشومان چي غټ شي ځان وژنه داسي ورته عادي ښکار لکه يوڅوک چي ښه کارکوي.


۵: داسي کسان په ټولنه کي د هيچا احترام نلري، حتي قانون ورته پر اوبو کرښه ښکاري.


۶: داسي کسان د ذهني کمزورۍ له کبله لوړتعليم نشي حاصلولاي، نو ځکه ئې ژوند د مشکلاتو ښکار وي.


۷: د انسانانو سره ژوند ورته دروند ښکاري، دا ځکه چي په هره ټولنه کي اصول وي او داسي کسان د ذهني کمزورۍ له کبله دا حوصله او زغم نلري.


۸: داسي کسان ډېر ژر د بل چا تر احساساتو لاندي راځي، داسي ډېره پيښه شويده چي خپل غوښي ئې خپله خوړلي وي او يايي بل ته ورکوي.


۹: و داسي کسانو ته نه نصيحت، نه وهل، نه ډبول اونه بد ويل ګټه لري.


۱۰: ټوله انسانان ورته نابلده او بيګانه ښکاري يواځي خپل کړه وړه ورته ښه ښکاري.


د ماشوم عصابي کمزوري ولي صورت نيسي؟


د امريکا د ذهني ناروغيو څيړونکي په دې آند دي چي که کوچني اولاد د حيوان وي او يا د انسان وي که چيري په عارضي ډول سره د مور څخه ليري شي هغه ته اعصابي صدمه رسيږي، ددې کوچني انسان يا حيوان په دماغ کي چي کومي اعصابي حجرې دي هغه په ۲۴ ساعتونوکي يا له منځه ځي او يا ئې فعاليت کميږي،ددې څيړنيز مرکز او بي بي سي په آند چي هغه موږکان چي ۲۴ ساعته مو له مور څخه ليري کړل د هغو ځينو اعصابي حجرې له فعاليته لويدلي وي،او فلج شوي وې، هغه برعکس هغه واړه موږکان چي له خپل مور سره وه هغه بلکل درست وه او هيڅ اعصابي مشکل ئې نه درلودي.


داچي کفري ټولنو و ښځي ته د طلاق واک ورکړیدی نو زښته طلاقونه په ټوله کفري نړۍ کي ډیره ده چي نور زیانونه یې دادي:


دطلاق زيانونه:


۱: د نر او د ښځي څخه روپۍ مصرفيږي- دا چي نر خپل د کور او ښځه د بل کور لپاره بندوبست کوي دا مصرف غواړي هر يو خپل سرمايه بېلوي او خپل پر مخ ځي.


۲:طلاق د يوه زخم په شان په جانبينوکي پاته کيږي، دا هغه وخت صورت نيسي کله چي خاوند او يائې ښځه د ژوند بل ملګري يا ملګرې پيداکړي او د زاړه ملګري يادونه ورته په يادشي، کله يې نوي ملګري شتمن وي خو اخلاق ئې ښه نه وي، او يا نورې کمزوريانې پکښې وي.
۳: دا چي جوړ ژوند له منځه ځي او بيا نوي ژوند پيل کيږي دا ووخت او مصرف ته اړتيا لري له همدې کبله طلاق د معياري ژوند لپاره يوه ستره ننګونه ده.


۴:طلاق د انسان په شخصيت کي بدلون راولي، دا ځکه چي هغه کورنۍ او دوستان چي نر يا ښځي ورته په احترام کتل او ښې اړيکې ئې ورسره درلودې هغه اوس دښمنان شول له هغوڅخه يې نوره کرکه کيږي چي دا خپل په شخصيت کي انقلاب او اوښتون دئ.


۵: طلاق د ماشومانو ژوند له منځه وړي لکه چي رڼا ورباندي واچول شول، هغوي بې سرپناه کوي.


۶: وبشري ژوندته زيان.


۷: زناوي.


۸: نشې.


۹: د انسانانو ترمنځ بې اعتباري.


۱۰: قتلونه.


۱۱: و ماشومانو ته نه توجه.


۱۲: ذهني او د ماغي تکليفونه او کړاوونه.


۱۳: ځان وژنې.


۱۴: د ايډز په شان د مهلکې ناروغۍ خپرېدل.


۱۵: انساني او مقدسې رابطې او مزي پرېکول لکه زوي، خور، پلار او داسي نور...


۱۶: په ځوانۍ کي به په خواهشاتو پسې ګرځي او چي معمره شي بيايې ژوند تر حيوان هم بد تره شي.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته