ليکنه: عبدالغفار جُبیر
داسلامي نړۍ او دکفري نړۍ ترمنځ توپیر
د نن څخه ۱۵ کاله مخکي د عیسایانو ویوه کتابتون ته ورغلم، هلته په ورتلو سره یوه ځوان زما تود هرکلی وکړ، کښېناستم، هغه کتاب چي زما پکار وو هغه می راواخیست او بیا ما او ده داسی بحث وکړ:
ما ورته وويل: ستاسو وظیفه اصلاُ څه شی ده؟
عیسایي: زه اصلاً فوځي افسر یم.
ما ورته وويل: تاسی فوځي افسر یاست، او بیا دلته په کتابتون کي دنده ترسره کوی؟
عیسایي: بلې! زموږ دا اصول دی چي باید هر کس وصلیب ته په کال کي دوې میاشتې خدمت وکړي، لومړی ښه خبره داده چي خپله خدمت وکړو، او که چیری دیوه کس مصروفیت زیات وو بیا یو کس دوې میاشتې مزدور وو او خرچه یې ورکوو.
ما ورته وويل: تاسی څوکاله خدمت کړیدی؟
عیسایي: زما دغه لومړی کال دی چي خوشبخته یم، او مخکي کلونه مصروفه وم په فوځ کي سږ کال خپله راغلم چی د صلیب خدمت وکړم.
زه ورته حیران سوم، چي دغه دباطلې عقیدې خلک وخپل باطل دین ته څنګه په مینه خدمت کوي او زموږ چي حق دین دی څومري غافله یو.
----------------------
سرچينه : تعليم الاسلام ويب پاڼه