په بايع او مشتري کي چي هر يو ايجاب وکړي هغه بل يې په هماغه مجلس کي د قبلولو يا ردولو اختيار لري ، دغه ډول مُجِيْب هم د قبول څخه وړاندي د خپل ايجاب څخه رجوع کولاى سي و دغه اختيار ته خيار قبول وايي .
تر ايجاب وروسته چي قبول لا نه وي سوى که د بايع او مشتري څخه هر يو د مجلس څخه ولاړ سي ايجاب باطليږي .
دغه ډول د مجلس په بدلېدلو يعني د سودا څخه پرته د بل بحث په شروع کېدلو هم ايجاب باطليږي .
ايجاب چي باطل سي وروسته يې قبول نه صحيح کيږي .
د سودا لزوم
تر ايجاب او قبول وروسته سودا لازميږي ، سودا چي لازمه سي ، بيا نه رانيونکى او نه هم خرڅونکى د سودا د فسخ کولو اختيار لري ، بلکي مشتري به بايع ته پيسې ورکوي او بايع به مشتري ته شى تسليموي .
ليکن د خيار عيب ، خيار رويت او خيار شرط لکبله خيار لرونکى سودا فسخ کولاى سي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات