د اعتكاف اجر او ثواب
د حضرت حسين ابن على(رضي الله عنه)څخه روايت دى چي نبي كريم (صلی الله عليه وسلم)وفرمايل:
من اعتكف عشرا في رمضان كان كحجتين و عمرتين .(الترغيب والترهيب ج : ۲ ص : ۱۴۹)
ترجمه: كوم څوك چي د روژې په مياشت كښي د لسو ورځو اعتكاف وكړي نو دده دغه عمل به د دوو حجو او دوو عمرو سره برابر وي.