تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نوی کال په پيلېدا دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 20, 2023
  0

نوی کال په پيلېدا دئ


لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

نوی کال په پيلېدا دئ، د زده کړي د ځای دروازه ستا د بچي د ښې او سمي راتلوونکي لپاره پرانستل شوي ده، بیړه وکړه د خپل بچي راتلوونکی دي د علم او زده کړي په وسیله سنبال کړه، چي تر څو یې راتلوونکی روښانه او واضح شي، د علم او زده کړي په وسیله کولای شي چي خپل ګران او خوږ بچی د خپل د دښمن بچي سره سیال کړي.


نوی کال په پيلېدا دئ 


د پسرلي معطري، خوږي، زحمت کشي او زیارکښي ورځې او شپې دي.


اې مسلمان  بزګره!


بېل او بیلچه وکړنګاوه، ګردونه ترې وتوږه او په اوږه یې کړه، سهار وختي چي لمر لا څرک نه وي وهلی، د خپل باغ په طرف رهي شه، په باغ کي چکر ووهه، زاړه نیالګي په نښه کړه، د نویو نیالګیو د کر لپاره هم ځای جوت کړه، د اوبو خور سیستم هم منظم کړه، بیا لاړ شه، ښه خوندور هر راز نیالګي واخله، بیا یې د باغ په هغه ځای کي وکره چي مناسب او وړ یې وي.


اې مسلمان بزګره! 


دا کار هرو مرو وکړه ځکه فایده له تا نه بل او د بل نه تاته ډېره ده.


اې مسلمان بزګره!


غلې دانې هم وکره ستا ټولنه غلو دانو ته  اشد ضرورت لري، ځکه چي ستا په وسیله کرل شوي غلې دانې څه موده وروسته د انسان لپاره د انرژۍ باعث کیږي، چي مسلمان انسان د همدغي انرژۍ په مټ د الله تعالی اطاعت او عبادات تر څنګ نور د خیر ښيګڼي کارونه ترسره کوي.


نوی کال په پيلېدا دئ، اې مسلمان ځوانه!


نوی کال په پيلېدا دئ، ته هم د راتلوونکي لپاره پلان جوړ کړه، داسي پلان چي هر څه ته پکي ځای ورکړل شوی وي، تر څو دي کارونه ښه او منظم تر سره شي.


اې مسلمان ځوانه!


ستا په پلان کي باید ټولي خواوي په نظر کې نیول شوي وي، پلان دي باید د ښه مهالوېش له مخي وي، زده کړي، تحصیل، لوبو او تفریح ته پکي باید مناسب ځای هم ورکړل شوی وي. ستا مهالوېش به په راتلوونکی کال ښه او منظم رهبري کړي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته