دکفارو توجه اسلامي نړی ته دڅو وجوهاتو له امله ده.
الف– ترټولو لویه وجه دکفارو دتوجو و اسلامي نړۍ ته داسلام دپرمختګ او حاکمیت مخنیوی دی.
ب–دخپلو صادراتو لپاره مارکېټ پیداکول ولي چي ددوی دصادراتو لپاره ډېر ضرورت په اسلامي نړۍ کي دی ځکه داسلامي نړۍ غلامو حاکمانو دخپلو پراخه او هرڅه لرونکي منابعو څخه استفاده ټولني ته نده وړاندي کړي، چي دغرب دصادراتو څخه ټولنه غني سي،نوځکه کفار تل پدې کوښښ کوی چي همدغه بي وجدانه حاکمان دخپل ځان غلامان وګرځوي،خپل صادارات پر وپلوري او ددوی منابع له ځان سره یوسي دوی ته داستفادې شی پرې نږدي تر څو دغلام طوق یي دغاړي څخه ونه وځي.
ج–داسرائیلي قانون ددفاع اوپرمختګ لپاره په اسلامي نړۍ کي په بي دینه او وطن فروشه حاکمانو باندي دفوځي هډو منل ترڅو ددې ځایه څخه دا بي اصله او داسلام خلاف قانون تضمین کړي.
www.taleemulislam.net