تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
افغانان دي د مغرضو کړیو تر تاثیر لاندي نه راځي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 18, 2024
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

افغانان دي د مغرضو کړیو د ناوړه تبلیغاتو تر تاثیر لاندي نه راځي 


افغانستان کي د اسلامي امارت په راتګ سره خورا قوي مرکزي حکومت رامنځته سوی، په ټول هیواد کي امن دئ او هیوادوال په هره برخه کي د پام وړ پرمختګونو شاهدان دي. 


پر دې هر څه سربېره ځیني مغرضي او افغان دښمنه کړۍ هڅه کوي، چي د منفي تبلیغاتو له لاري د خلګو ذهنونه مغشوش کړي او اسلامي امارت بدنام کړي. 


هغوی چي د افغانانو خوښي او پرمختګ نه سي زغملای په يو ډول نه یو ډول کوښښ کوي، چي اوسنی نظام تخریب کړي او د ګډوډۍ رامنځته کولو له پاره زمینه سازي وکړي. 


افغانان باید د دوی د منفي تبلیغاتو تر اثر لاندي را نه سي، خصوصا په ځینو مغرضو نړۍوالو رسنیو کي خپرېدونکي ناوړه تبلیغات او له حقیقت څخه لیري خبري باید په پټو سترګو ونه منل سي، بلکي د هري اورېدل سوي خبري په اړه باید تر دقیق څار وروسته پرېکړه وسي. 


هره اورېدل سوې خبره باندي باور کول نه دي په کار، ترڅو په اړه ئې سم تحقیق ونه سي. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کس درواغجن ګڼلی، چي یوه اورېدل سوې خبره بېله دې چي په اړه ئې تحقیق وکړي نورو کسانو ته بیانوي، نو فلهذا موږ ته هم لازمه ده، چي د اسلامي امارت په اړه ترسره کېدونکو منفي تبلیغاتو باندي بېله تحقیق څخه باور ونه کړو او د ملګرو په منځونو کي ئې بیان نه کړو. 


افغانان ډېر ښه پوهیږي، چي اسلامي امارت د هیواد د اقتصادي ځان بسیایني له پاره په لوړه سطحه خورا زیات کارونه پیل کړي دي او د یوه باثباته افغانستان د جوړولو پخه اراده لري، د دې هدف د ترلاسه کولو له پاره ئې په هره برخه کي پام وړ پرمختګونه په ډېر کم وخت او کمو امکاناتو کړي دي. 


په افغانستان کي موجود مضبوط امنیت، د اقتصادي ځان بسیایني په لور نه ستړي کېدونکي هلي ځلي، د دیني او عصري علومو وده، د اداري فساد پر وړاندي قوي مبارزه او نور هغه اړخونه دي، چي اسلامي امارت په خپله تقریبا دوه کلنه واکمنۍ کي پوره پوره پاملرنه ورته کړې ده. 


د اسلامي امارت مسئولینو خپله ژمنتیا په عمل کي ثابته کړې ده، نو هیڅ افغان دي د نورو مغرضو کړیو د منفي تبلیغاتو اثر نه قبلوي، پر اسلامي امارت دي باور وکړي او ترڅنګ دي ئې ودریږي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته