لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په ملګرتوب کي زما طبيعت
په ملګريتوب کي مي د درواغو او ناځوانۍ څخه ډېر بد کيږي، د کوم ملګري چي صميميت راته ثابت سي په تمامه معنی يې ملاتړ کوم او په حضور او غياب کي يې دفاع کوم.
د خپل ملګري په اړه د هیچا خبره نه منم او د خپل ملګري مخالف د ځان مخالف بولم.
که څه هم ملګريتوب د قرابت تړون ندی خو زه د قرابت د تړون په سترګه ورته ګورم ځکه نو پر ځان هرڅه ګالم خو په هيڅ صورت کي تر ملګري نه تېرېږم.
د ملګري په وړاندي مي ايثار ډېر خوښيږي ځکه نو د ملګري پرمختګ د ځان پر مختګ او د ملګري زيان د ځان زيان بولم.
د يوه صميمي ملګري خبره د سلو نفرو تر خبرو راته اعتبار لري البته پر نورو مسلمانانو باندي د بې باورۍ له کبله نه بلکي پر خپل ملګري د باور په سبب.
ملګريتوب د هدف لپاره نه کوم چي هدف ته تر رسېدلو وروسته یې قطع کړم؛ بلکي ملګريتوب د ژوند اړتيا بولم نو تر څو ژوندی يم د ملګرو سره به ملګرتيا کوم.
په ملګرتيا کي ځان خوښووني ته ځای نه ورکوم ځکه نو تر هيڅ ملګري ځان لوړ نه بولم بلکي ځان ته د ملګري په سترګه ګورم.
د ملګري د اصلاح لپاره په ښکاره توصيه ورته کوم او کوم شی چي د ځان لپاره خوښوم هماغه د ملګري لپاره هم خوښوم.
www.taleemulislam.net